CRI Online

د شانګهای د (( چونګ مينګ)) ټاپو د ((سان شينګ)) علاقه دارۍ سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-08-21 09:44:54


((چونګ مينګ )) ټاپو سمندر ته د ((يانګ ځي)) سيند د ننوتلو په ځای کې پروت دی او د شانګهای د ايکولوژيک ساتونکي په توګه بلل کېږي چې د ((يانګ ځي)) سيند په اوږدو کې او حتی د پوره هېواد د ايکولويک چاپيريال او امنيت د ساتلو لپاره ډېر ارزښت لري. د روانې پيړۍ په پيل کې په دغه ټاپو کې د ايکولوژيک ټاپو د جوړېدو بهير شروع شوی. د م م د چاپيريال ادارې په ۲۰۱۴م کال کې د ارام سمندر په جنوبي غاړه کې د ډېر پاک ټاپو په توګه دغه ټاپو ټاکلی دی. د سږ کال په مې مياشت کې دغه ټاپو د چين د ((يانګ ځي)) سيند د اقتصادي کمربند د شنه پرمختګ د لارښوونکي ګروپ د دفتر لخوا د يوې نمونې په توګه وټاکل شو.

((سان شينګ)) علاقه داري د دغه ټاپو په لويديځه برخه کې پرته ده. د افسانې له مخې په لرغونې زمانه کې په دې ځای کې کب نيوونکو د لمر، سپوږمۍ او ستورو د موقعيتونو سره سم د کب نيولو چارې پلې کړې او د دغه علاقه دارۍ نوم هم په دې مناسبت رامنځته شوی. اوس دغه علاقه داري د يو په زړه پورې انځور په شان نړيوالو ته خپله ښکلا ښکاروي. د دغه علاقه دارۍ د ((شين يو فانګ)) په کلي کې هرې کورنۍ د خپل کور تر څنګ کوچنۍ شنې ساحې او پارکونه جوړ کړي دي چې زياتره يې پکې د ميوو ونې، سبزي او ګلونه کرلي دي. کله چې تاسې په دغه کلي کې قدم وهئ، همېشه يوه تخته ليدل کېږي چې پرې باندې ليکل شوي: مهرباني وکړئ کثافات په ټاکلي ځای کې واچوئ!

د معلوماتو له مخې، د تېر کال له نومبر څخه په دغه ټاپو کې د چاپيريال د ساتلو په برخه کې له اوسيدونکو څخه غوښتنه شوې ده چې کثافات د ډولونو له مخې په ټاکلو ځايونو کې پرېږدي. مثلاً، بيا استفاده کېدونکي کثافات او نور کثافات بايد په جلا توګه په کثافات دانيو کې واچول شي. د دغه ټاپو په کليوالو سيمو کې دغه تدبير هم پلی شوی دی. پخوا اړوندو کارکوونکو څنګ په څنګ له هر کور څخه کثافات اخيستل. اوس د نوي تدبير په عملي کولو سره د يادو کارکوونکو کاري اندازه کمه شوې او د چاپيريال د ککړتيا سرچينې هم کمې شوې دي.

په ۲۰۱۶م کال کې د شانګهای ښار په کچه د خاورو د ادارې پروژه د دغه علاقه دارۍ د ((شين ان)) په کلي کې پلې شوه او په دې مناسبت په دغه کلي کې پټۍ، ويالې، واټونه او ځنګلونه په جامع ډول اداره شوې دي. د تېر کال په جون کې دغه پروژه بشپړه شوه او د سيلانيانو پر مخ يې پرانيستې ده. په دغه کلي کې د تخمونو مرکز، د کرهنيز کولتور نندارتون، د کرنيزو توليداتو نندارتون او د ماشومانو د روزنې مرکز اباد شوی دی. دغه کلي ته څېرمه کې کابو درې دېرش هکتاره کروندې شته. په دغو کروندو کې د بګونيا د څيړنې اډه، د سبزيو د روزنې مرکز، د شولو د روزنې مرکز او د ميوو د روزنې مرکز اباد شوي دي. ياد مرکزونه له کليو، ويالو، ونو، ګلونو او واښو سره يو ښکلی تصوير انځوروي. سيلانيان په دې ځای کې هم له په زړه پورې منظرو څخه او هم له رنګارنګ لوبو څخه خوند اخيستلی شي.

د چاپيريال د ساتلو لپاره ځايي حکومت د تشناب اصلاحات په نوم تدبير تر سره کړی دی. اوس په يادو کليو کې د پخوا په شان وچ تشناب نه پيدا کېږي او په هر تشناب کې د اوبو لګولو ماشينونه شته، نو د تشنابونو چاپيريال هم ښه شوي دي. دغه راز، حکومت په کليوالو سيمو کې د ککړو شويو اوبو د پاکولو سامانونه او تجهزات جوړ کړي چې له تشنابونو او پخلنځيو څخه وتونکې اوبه د نل له لارې يادو فلترونو ته پمپ کوي او له هغې خوا ترې پاکې اوبه خارجېږي.

د چاپيريال د ساتنې په اړه د يو لړ تدبيرونو په نيولو سره د ځايي کروندګرو ژوند هم ورځ په ورځ ښه شوی دی. اوسمهال د ((چونګ مينګ)) ټاپو په کليوالو سيمو کې ايکولوژيک چاپيريال ښه دی، د کروندو او توليدي چارې چټک پرمختګ کوي او د کليو بڼې يې ډېرې ښکلې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای