CRI Online

د ((تای يوان)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-22 10:49:37

((تای يوان)) ښار د ((شان شي)) ولايت مرکز دی. دغه ښار يو تاريخي ښار دی چې په کې د کسانو د ژوند تاريخ له ۴۷۰۰ کلونو نه اوږد او د ښار په توګه د جوړېدو تاريخ يې له ۲۵۰۰ کلونو څخه اوښتی دی. په لرغونې زمانه کې ((تای يوان)) ښار د چين په شمالي برخه کې مهم پوځي ښارګوټی او کولتوري او اقتصادي مرکز و. ځکه چې په ((شان شي)) ولايت کې د سکارو لوی کانونه لري نو اوسمهال ((تای يوان)) ښار د چين په شمالي برخه کې د انرژۍ او صنعتي چارو په مرکزونو کې يو دی.

د ((تای يوان)) هوايي ميدان د دغه ښار په جنوبي برخه کې د ((وو سو)) په سيمه کې پروت دی چې له ښاري مرکز څخه ۱۸ کيلومتره واټن لري. د چين پر ښارونو سر بېره، د دغه ښار او د جاپان ، کوريا جمهوريت، تايلنډ او سينګاپور ترمنځ نړيوالې هوايي کرښې هم شته. دغه راز، ((تای يوان)) ښار ته د تګ راتګ لپاره اورګاډي او موټر هم د سيلانيانو ښه انتخاب دی. د دغه ښار په مرکز کې د بسونو څه نا څه اتيا سړکونه شته، په بسونو کې د ټکيټ پلورونکی نه شته، مسافرين بايد پخپله ټکيټ واخلي، نو بايد له ځان سره ميده پيسې ولري او د يو طرف لپاره د ټکيټ بيه يې له يو يوان څخه تر درېيو يوانو پورې ده. بر سېره پردې، ټکسي هم د سيلانيانو ښه انتخاب دی.

د ((جين څي)) معبد

د ((جين څي)) معبد د ((تای يوان)) ښار په ((جين يوان)) سيمه کې دی. دغه معبد د جين امپراطورۍ زمانې د هغه تاجبخش د يادونې لپاره اباد شوی چې ((تانګ شو يو)) نومېده. دغه معبد د قبل الميلاد په يوولسمې پيړۍ کې اباد شوی دی او په چين کې ډېر اوږد تاريخ لرونکی د امپراطورۍ باغ هم دی. د دغه معبد پيمانه له جوړېدو نه وروسته ګام په ګام پراخېږي، اوس دغه معبد په تاريخي ابداتو کې شامل شوی چې په کې څو لسګونه تاريخي ودانۍ شتون لري. په دغه معبد کې درې ځايونه ډېر د ليدو وړ دي. لومړی: په دغه معبد کې دوه لرغونې ونې شته چې عمرونه يې له زرو کلونو څخه زيات دی. دوهم: په دغه معبد کې ځينې تاريخي مجسمې ډېرې په زړه پورې دې چې په همغه زمانه کې د مجسمې د لوړې سويې نمونې بلل کېدې. درېيم ((نان لاو)) چينه ده. دغه چينه د شاوخوا سيمو د ويالو سرچينه ده او زرګونه کالونه راهيسې روانه ده.

د ((فين)) سيند منظره لرونکې سيمه

((فين)) سيند د ژېړ سيند دوهمه لويه څانګه ده او له شمالي خوا څخه تر جنوبي خوا پورې له ((تای يوان)) ښار څخه تېرېږي. د ((فين)) سيند منظره لرونکې سيمې د جوړونې پروژه په ۱۹۹۸م کال کې شروع شوې او په ۲۰۰۰م کال کې يې لومړی پړاو بشپړ شوی دی. په دغه ځای کې د سيل وړ ۱۴ ټکي شته چې پکې ميدانونه او باغونه شاملېږي. د ((فين)) سيند په دواړو غاړو کې زياتې ډيوې لګېدلې دي او په شپه کې د سيند دواړو غاړو کې رنګين فانوسونه او بيرغونه راځوړند وي او د دغې سيمې منظرې ته نوره ښکلا هم ورکړې وي چې ډېرې په زړه پورې دي.

د ((منګ)) غره لوی بډايه بت

د ((منګ)) غره لوی بډايه بت د دغه ښار په جنوب لويديځه برخه کې دی او تاريخ يې له يو زر او پنځه سوه کلونو څخه اوښتی دی. دغه بت د يوان امپرطورۍ په زمانه کې ويجاړ شوی و او په ۱۹۸۰م کال کې يې ويجاړه شوې ورکې برخې بيا راپيدا شوې. په ۲۰۰۷م کال کې ځايي حکومت د دغه بت د ترميمولو په کار شروع کړ او يو کال وروسته يې دغه بت د سيلانيانو پر مخ پرانيست. د دغه بت جګوالی درې شپيته متره دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای