CRI Online

د ((دا تونګ)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-02-01 14:34:51

((دا تونګ)) ښار د ((شان شي)) ولايت په شمالي برخه کې د ((شان شي))، داخلي مغولستان او د ((هه بي)) ولايت په سرحدي سيمه کې پروت دی او د دغه ولايت دوهم لوی ښار دی. دا چې جغرافيايي موقعيت يې ډېر مهم دی، نو د چين د منځنۍ سيمې د دروازې په توګه بلل کېږي او په لرغونې زمانه کې دغه ښار د مختلفو خواوو د سيالۍ ځای و. څرنګه چې دغه ښار د ((بې وې)) په زمانه کې د همغه وخت د هېواد پلازمېنه وه او له دې نه وروسته په څو زمانو کې د هېواد ډېر مهم ښار هم و، نو د دغه ښار په قلمرو کې زيات تاريخي اثار پاتې شوي دي. دغه راز، په دغه ښار کې د سکرو کانونه شته او د دغه ښار د سکرو د سرچينو اندازه په چين کې تر ټولو ډېره لويه ده، نو دغه ښار هم د چين د سکرو مرکز په توګه بلل کېږي. د هر کال له می څخه تر اکتوبر پورې وخت د دغه ښار د سيل مناسبت وخت دی.

د ((يون ګانګ)) هوايي ميدان د دغه ښار د ((بې جيا ځاو)) علاقه دارۍ په شمالي برخه کې پروت دی چې د دغه ښار له مرکز څخه ۱۵ کيلومتره واټن لري. دغه راز، اورګاډی او موټر هم دغه ښار ته د تګ راتګ ښه ترافيکي وسايل دي.

((يون ګانګ)) ډبرينې سمڅې

((يون ګانګ)) ډبرينې سمڅې د ((دا تونګ)) ښار په لوېديځه څنډه کې د ((جوه وو)) غره په جنوبي لمن کې پرتې دي. د دغو سڅمو تاريخ له زر کلونو څخه اوښتی دی. په دغه ځای کې ۴۵ لويې سمڅې او ۲۵۲ کوچنۍ سمڅې شته او په دغو سمڅو کې ۵۱ زره بوډايي بوتان شتون لري. په دې جمله کې په شلمې سمڅې کې يو لوی بوډايي بوت چې جګوالی يې ۱۴ متره دی، د دغو بوتانو يوه نمونه ده. د ۲۰۰۱م کال د دسمبر په ۱۴ مه نېټه ((يون ګانګ)) ډبرينې سمڅې د م م د يونيسکو سازمان لخوا د تاريخي اثارو په نړيوال لېست کې شامل شوې.

((هنګ)) غر

((هنګ)) غر د ((دا تونګ)) ښار د ((هون يوان)) ولسوالۍ په جنوبي برخه کې موقعيت لري او له ((دا تونګ)) ښار څخه ۶۲ کيلومتره واټن لري. دغه غر د مغولي لوړې سيمې او د چين د منځنۍ هوارې سيمې په محوري سيمه کې پروت دی. لوړه څوکه يې (( تيان فنګ لينګ)) نومېږي او جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه ۲۰۱۶ متره دی. دغه غر په چين کې د تاويزم له مقدسو ځايونو څخه يو دی. ((هنګ )) غر په قلمرو کې درې منظره لرونکې سيمې شتون لري. مثلأ، ((څوې پينګ)) غرنۍ سيمه، ((تيان فنګ لينګ)) غرنۍ سيمه او د ولسوالۍ سيمه ده. په ((هنګ)) غره کې ((شوان کونګ)) معبد د سيل وړ ځای دی. د دغه معبد تاریخ له يو زر او څلور سوه کلونو څخه اوښتی دی. دغه معبد په چين کې یوازنی معبد دی چې بوديزم، تاوزيم او کوفسيوسيزم پيروان په ګډه توګه دغه معبد ته ورځي. په دغه معبد کې له څلوېستو څخه زياتې خونې او څه باندې اتيا بوډايي بوتان شته چې د مس، اوسپنې، ډبرو او خاورو څخه جوړ شوي دي.

((هوا يان)) معبد

((هوا يان)) معبد د ((دا تونګ)) لرغوني ښارګوټي په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی. دغه معبد په ۱۰۳۸ م کال کې جوړ شوی او په پيل کې د ((لياو)) د امپراطورۍ په زمانه کې د امپراطورۍ معبد و چې په جګړه کې ويجاړ شوی او په ۱۱۴۰م کال کې بيا ورغول شو. د دغه معبد عمومي پراخوالی ۶۶ زرو مربع مترو ته رسېږي او په چين کې د هغو معبدونو يوه نمونه ده چې د ((لياو)) او ((جين)) په زمانو کې جوړ شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای