CRI Online

د ((چي فنګ)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 21:04:22

(( چي فنګ)) ښار د چين د داخلي مغوليستان کورواکې سيمې په جنوب ختيځه برخه کې پروت دی او د نوم مانا يې دا ده چې سره رنګ څوکه ده. د دغه ښار په شمال ختيځه برخه کې د سرې رنګي ځمکې يوه غونډۍ شته، نو نوم يې له دې امله رامنځته شوی و. په لرغونې زمانه کې دغه ښار د لياو د امپراطورۍ دورې سياسي او اقتصادي مرکز و او د دغه هېواد دوه مرکزونه د دغه ښار په قلمرو کې پراته وو. د تېرې پيړۍ په دوهمه لسيزه کې د دغه ښار د يادې غونډۍ په لمن کې د ډبرې دورې د تاريخي کولتوري کنډواله پيدا شوه چې تاريخ يې له پنځه زرو کلونو څخه اوږد دی، نو دغه کنډواله د ((هونګ شان)) کولتوري کنډوالې په نوم يادېده چې ((هونګ شان)) په چينايي ژبه کې د سور غره مانا لري. په دغه کنډواله کې يو ډبريز ښامار پيدا شوی چې په چين کې د ډبرې د کولتور د مثال په توګه بلل کېږي. نو له دې امله دغه ښار هم د ډبريز ښامار د ښار په توګه يادېږي. د ((چي فنګ)) په قلمرو کې زياتره برخه صحرا او څړځایونه دي، په دوبي کې د لمر وړانګې ډېرې تيزې وي، نو سيلانيان بايد د خپلو پوستکو د ساتلو لپاره مساعد تدبيرونه ونيسي.

د ((چي فنګ)) ښار ترافيکي شبکه بشپړه شوې ده. هوايي ميدان يې له ښاري مرکز څخه ۵ کيلومتره واټن لري او د بېجينګ او هوهه هاوټ په شمول د هېواد او دغې کورواکې سيمې له نورو لويو ښارونو سره د الوتنې کرښې شته. دغه راز، اورګاډي او موټر هم دغه ښار ته د تګ راتګ ښه انتخاب دی.

ګونګر څړځای

ګونګر څړځای د دغه ښار د کشکتنګ ولسوالۍ په شمال لوېديځه برخه کې پروت دی او په چين کې له مشهورو لويو څړځايونو څخه يو دی. په دغه څړځای کې غنی سيلانيزې سرچينې شتون لري. سيلانيان له طبيعې منظرو، قومي دودونو، تاريخي کنډوالو او مالدارۍ کولتور څخه خوند اخيستلی شي.

د ((هونګ شان)) دولتي ځنګل باغ

د ((هونګ شان)) دولتي ځنګل باغ د دغه ښار د ((هونګ شان)) په سيمه کې پروت دی. دغه باغ په چين کې يوازنی هغه باغ دی چې د مصنوعي ځنګل پر بنسټ جوړ شوی. پراخوالی يې ۴۳۰۰ هکتارو ته رسېږي. ياد شوی سره غونډۍ په دغه باغ کې پرته ده او دغه باغ د دغې غونډۍ په لمن کې د پيدا شوې تاريخي کنډوالې له امله شهرت لري. دغه سور رنګ غونډۍ د ((چي فنګ)) ښار نښه ده او د ((هونګ شان)) کولتور سرچينه هم ده. څرنګه چې دغه کولتور پيدا شوي، نو د چيني ملت د مدنيت تاريخ د پخوا په پرتله زر کاله اوږد شوی دی. کله چې سيلانيان دغه غونډۍ ته وخېږي، له لوړ ځای څخه د دغه ښار پوره منظرې ليدلی شي.

اسهاتو ډبريز ځنګل

اسهاتو ډبريز ځنګل د دغه ښار د کشکتنګ په ولسوالۍ کې پروت دی. اسهاتو مغولي ژبه ده او مانا يې سخته ډبريزه څوګه ده. دغه ډبريز ځنګل د ((دا شينګ ان لينګ)) غټو ځنګلونو او څړځايونو ترمنځ په محوري سيمه کې پروت دی. داسې ډبريز ځنګل د يخچال د ايتکال له امله رامنځته شوی دی او د څړځايونو ترڅنګ ولاړ دی، ډېره نايابه او نادره منظره ده.

دالينور جهيل

دالينور جهيل د داخلي مغوليستان کورواکې سيمې په څلورو مشهورو جهيلونو کې يو دی او په دغه ښار کې ډېر لوی جهيل هم دی. دغه جهيل مالګين دی، خو په اوبو کې د مالګې خالصوالی لږ دی. دغه جهيل د يوې ملغلرې په شان په څړځای کې پروت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای