CRI Online

د شينګ ان ليګ سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-26 20:24:16

د شينګ ان ليګ چې د ښار په کچه يوه سيمه ده، د چين د داخلي مغولستان کورواکې سيمې په شمال ختيځه برخه کې پروت دی. شمال لوېديځه خوا يې له مغولستان سره د ۱۲۶ کيلومترو په اوږدوالي ګډه پوله لري. څرنګه چې دغه ليګ د دا شينګ ان لينګ د غرونو سلسلې په منځ کې پروت دی، نو نوم يې په دې مناسبت راغلی دی. شينګ ان د مان قوم په ژبه کې د غره مانا لري. تر دې لس زره کاله مخکې لومړیو انسانانو په دې ځای کې په هستوګنې پيل کړی و.

د دغه ليګ په قلمرو کې دوه ملکي هوايي ميدانونه شته. ولانهاوت هوايي ميدان د دغه ليګ له مرکز څځه اوولس کيلومتره واټن لري او ارشان هوايي ميدان د ارشان په ښار کې پروت دی. د دغو دوو هوايي ميدانونو پيمانه کوچنۍ ده، نو يوازې د الوتکو لږ کرښې پکې شته. سيلانيان د اورګاډيو له لارې له دغه ليګ څخه بېجينګ، هاربين، دا ليان او چانګ چون په شمول تر ځېنو ښارونو پورې تګ راتګ کولای شي. که د سيلانيانو د سيل وړ وخت کافې دی، د ګړندي موټر په چلولو سره دغه ځای ته سفر کول ښه انتخاب دی.

د ارشان دولتي ځنګلي باغ

د ارشان دولتي ځنګلي باغ د دولت په کچه د پنځه اې په درجه منظره لرونکې سيمه ده. دغه باغ د شينګ ان ليګ د ارشان په ښار کې او د دا شينګ ان لينګ د غرونو سلسلې په جنوبي خوا کې دی. دغه باغ د ښه چاپيريال او ښکلو منظرو درلودلو له امله په مناسبت په چين کې ډېر شهرت لري. سيلانيان په دغه باغ کې له لومړيو ځنګلونو، د اورغورځوونکي غر د منظرو، جهيلونو، لندو ځمکو، لويو ويالو، درو او سختو څوکو له ليدلو څخه خوند اخيستلی شي. په دوبي کې د دغه باغ هوا معتدله وي او له ګرمۍ څخه د خپلځان د ژغورنې ښه ځای دی. په مني کې په دغه باغ کې د ونو پاڼې رنګارنګ شي چې طلايي، سور او شين رنګونه ښکاريږي او منظرې يې د نقشه بندۍ په شان دي. په دې وخت کې عکاسان له بېلا بېلو ځايونو څخه دغه باغ ته راتګ کوي او په زړه پورې عکسونه اخيستلی شي. د دغه ځای ژمی ډېر اوږد دی چې ښايي نيم کال ته رسېږي. نو په ژمي کې دغه باغ د سکي وهلو يو ښه ځای دی. د يادونې وړ ځای دا دی چې دغه سيمه تودې اوبه او د معدني موادو چينې لري. که سيلانيان همېشه په دغه اوبو کې لامبل کړي، د روغتيا د ساتلو لپاره به ورته ګټه ولري.

د کرچين دولتي طبيعت ساتونکې سيمه

د کرچين دولتي طبيعت ساتونکې سيمه د کرچين لوی څړځای په قلمرو کې پرته ده. په دغه سيمه کې د څړځای، ځنګل، لندې ځمکې منظرې ليدل کېږي. دغه سيمه د زياتو نايابو مرغانو د هستوګنې ځای دی. د هر کال په پسرلي او دوبي کې ډول ډول وحشي مرغان له جنوبي خواوو څخه دغه سيمې ته الوزي او په دې ځای کې تکثير او بچي زېږوي، نو په دې سيمه کې د طبيعت ساتنې کارونه د دغو مرغانو د ساتلو لپاره ډېر اهميت لري. هر کال زيات عکاسان د مرغانو په اړه د په زړه پورې عکسونو د اخيستلو لپاره دغې سيمې ته ځي.

منګهان غر

منګهان غر د شيانبې غر په نوم هم يادېږي. د دغه غره شاوخوا سيمه د شيانبې کسانو سرچينه ده چې شيانبې کسان د چين په شمالي څړځايونو کې لرغونی مالداران وو. د دغه غره د عمده څوکې جګوالی کابو ۷۲۱ متره دی. د دغه غره په لمن کې د شيانبې کسانو د هستوګنې کنډوالې شته. په دغه غره کې د نباتاتو او حيواناتو ډولونه او شمېر زيات دي. سيلانيان د غره ګرځېدنې ترڅنګ له تاريخي معبدونو او د شيانبې کسانو د کنډوالو له منظرو څخه خوند اخيستلی شي. دوبی د دغه غره د سيل لپاره ښه فصل دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای