CRI Online

د (لوه يانګ) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-24 09:36:53

(لوه يانګ) ښار د ( هه نان) ولايت په لوېديځه برخه کې پروت دی. د (لوه يانګ) مدني تاريخ له ۵۰۰۰ کلونو څخه، د ښار په توګه تاريخ يې له ۴۰۰۰ کلونو څخه او د پلازمينې په توګه تاريخ يې له ۱۵۰۰ کلونو څخه اوږد دی. دغه ښار د (هوا شيا) تمدن له سرچينو څخه يو دی او د لرغونې ورېښمو لارې د پيل يو ټکی هم و. دغه ښار د چين په تاريخ کې د لسګونو دورو د پلازمينې په توګه ټاکل شوی و.

د (بې جياو) هوايي ميدان د (لوه يانګ) په شمالي ګوښه کې دی او د (هه نان) ولايت يو هوايي محور دی. دغه راز، ګړندي اورګاډي او موټر هم (لوه يانګ) ښار ته د تګ راتګ لپاره ښه وسايل دي.

د (لونګ من) غارونو ډله

د (لونګ من) غارونو ډله د (لوه يانګ) ښار د (لوه لونګ) سيمې د يي سيند پر دواړو غاړو د (لونګ من) غره او شيانګ غره په لمن کې پرته ده. د ډبرينو غارونو دغه ډله په چين کې د ډبرو د حکاکي هنر يوه نمونه ده او د چين د ډبرينو غارونو په څلورو مشهورو ډلو کې يوه ده. دغه ډله د کولتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې شامله شوې ده او د چين د دولت د پنځه اې په درجه سيلانيزه سيمه هم ده. د دغې ډلې د جوړونې پروژه د (بې وې) زمانې د (شیاو ون) په امپراطورۍ سلسله کې شروع شوې او له دې نه وروسته دغه پروژه کابو ۴۰۰ کلونه دوام کړی دی. له شمالي خوا څخه تر جنوبي خوا پورې د دغې ډلې اوږدوالی يو کيلومتر دی او په کې ۲۳۴۵ سمڅې شته، د بودايي بتانو او مجسمو شمېر له يو لکو څخه زيات او د حکاکي شويو ليکنو او کلېمو شمېر له ۲۸۰۰ څخه زيات دی. همدارنګه، ځېنې حکاکي شوي کليمې د چين د خطاطۍ هنر د مثالونو په توګه بلل کېږي. څرنګه چې د دغې ډلې د جوړونې بهير تر څو زمانو دوام کړی دی، نو د چين د تاريخ د څيړنو لپاره ښه زمينه او سرچينې برابروي.

(بای ما) معبد

(بای ما) معبد د (لوه يانګ) ښار د (لوه لونګ) سيمې د (بای ما سه) په علاقه دارۍ کې پروت دی چې د (لوه يانګ) ښار له پخواني ښارګوټي څخه دوولس کيلومتره واټن لري. د (دونګ هان) په زمانه کې د (يونګ پينګ) امپراطورۍ سلسلې په ۱۱ م کال کې يعنې په ۶۸ م کال کې جوړ شوی و. دغه معبد چين ته د بوديزم له ننوتلو وروسته لومړی معبد دی او تاريخ يې له ۱۹۰۰ کلونو څخه اوږد دی. اوسنۍ بڼه يې د يوان، مينګ او چنګ په زمانو کې جوړه شوې ده. په دغه معبد کې د ځېنو بودايي مجسمو تاريخ هم لرغونی دی او د تاريخ د څيړنې په برخه کې ډېر ارزښت لري.

(بای يون) غر

(بای يون) غر د (لوه يانګ) ښار د سونګ ولسوالۍ د (فو نيو) سلسلي غره په منځنۍ برخه کې پروت دی. په دغه غر کې د وحشي حيواناتو ډولونه ۲۰۴ دی او د نباتاتو ډولونه ۱۹۹۱ دي، نو د کارپوهانو لخوا د طبعيت موزيم په توګه بلل کېږي. دغه غر نړيوال جيالوجيک باغ دی او د چين د دولت په کچه د پنځه اې په درجه سيلانيزه سيمه ده. د دغه غره په قلمرو کې د سيل پنځه برخې او د ساعت تيرې پنځه برخې شتون لري. سيلانيان په دغه غره کې نه يوازې د غره، ځنګلونو، اوبو، ډبرو، وښو، مرغانو او حيواناتو په شمول له طبيعت څخه خوند اخلي، بلکې په دوبي کې سيلانيان په دې ځای کې له ګرمې هوا څخه خپلځان ژغورلی شي او ساعت تيرې هم کولای شي.

د يادونې وړ ځای دا دی چې اشرفي ګل چې په انګليسي ژبه کې (peony) وايي او په چينايي ژبه کې (مو دان) ګل نومېږي، د چين د دولت ګل دی. (لوه يانګ) ښار د دغو ګلانو د روزلو له امله شهرت لري. د هر کال په مې مياشت کې د دغه ګل د سمسورتيا وخت دی او زيات سيلانيان راجلبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای