CRI Online

د (هاربين) ښار د شاوخوا سيمو سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-07-19 15:52:19

د (يا بو لي) د سکي وهلو ميدان

د (يا بو لي) د سکي وهلو ميدان چې د (هې لونګ جيانګ) ولايت د هاربين ښار د ولسوالۍ په کچه د (شانګ جه) ښار د (يا بو لي) علاقه دارۍ په جنوب لوېديځه څنډه کې پروت دی، د (هاربين) ښار څخه کابو ۲۴۰ کيلومتره واټن لري او له (مو دان جيانګ) ښار څخه ۱۲۰ کيلومتره واټن لري. دغه ميدان د (چانګ بای) سلسلي غره د (جانګ ګوانګ څای) غره د درېيو څوکو په لمن کې پروت دی او له دې جملې څخه د (دا ګوه کوی) په نوم څوکه ډېره لوړه ده چې جګوالی يې ۱۳۷۴ متره دی. دغه ميدان په چين کې د سکي وهلو په برخه کې تر ټولو ډېر لوی ميدان او د سکي وهلو د روزلو ډېر لوی مرکز هم دی. دغه ميدان په ۱۹۸۰م کال کې د سيلانيانو پرمخ پرانيستل شوی دی. د دغه ميدان په شاوخوا سيمه کې سيلانيانو ته د خدمت کولو لپاره سيلانيزه سيمه هم جوړه شوې ده چې پکې د سکي وهلو د رسمي مسابقو حوزې، د واورو د لوبو، د ساعت تيريو، هوټلونو او رسټورانټونو په شمول بشپړ سيلانيز سيستم شتون لري. د محصلينو د نړيوالو ژمنيو اولمپيک لوبو په شمول زياتې نړيوالې مسابقې څو څو ځله په دغه ميدان کې تر سره شوې دي. د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو سيلانيان او د سکي وهلو مينه وال لومړی د الوتکې او اورګاډي له لارې (هاربين) ښار او يا ( مو دان جيانګ) ښار ته تللی شي او بيا د عمومي بس او موټر په وسيله دغه ميدان تللی شي.

د (جا لونګ) په نوم د دولت په کچه د طبيعت ساتونکې سيمه

د (جا لونګ) په نوم د دولت په کچه د طبيعت ساتونکې سيمه چې د (هې لونګ جيانګ) ولايت په لوېديځه برخه کې او د ( چي چي هار) ښار په جنوب ختيځه برخه کې د (سونګ نين) په هواره سيمه کې ده، د لندو ځمکو د ايکولوژيک سيستم ساتونکې سيمه ده او پراخوالی يې ۲۱۰ زره هېکتاره دی. د (جا لونګ) لنده ځمکه په دغه ساتونکې سيمه کې پرته ده. دغه لنده ځمکه په اسيا کې ډېره لويه ده او په نړۍ کې څلورمه لويه لنده ځمکه ده. دغه سيمه د سور تارج لرونکو لګ لګانو د روزنې ډېر لوی مرکز هم دی. دغه سيمه په ۱۹۹۲م کال کې د مهمو لندو ځمکو په نړيوال لېست کې شامله شوې ده. په دغه سيمه کې د (جا لونګ) جهيل د مرغانو د کتلو سيلانيزه حوزه شتون لري. سيلانيان په دې حوزه کې ډول ډول وحشي مرغان کتلی شي او په زړه پورې عکسونه اخيستلی شي.

د (وو دا ليان چه) منظره لرونکې سيمه

د (وو دا ليان چه) منظره لرونکې سيمه چې د (هې لونګ جيانګ) ولايت د (هې هه) ښار د ولسوالۍ په کچه د (وو دا ليان چه) په ښار کې ده، د دولت د پنځه اې په کچه ده او نړيوال جيالوژيک باغ دی. له ۱۷۱۹م کال څخه تر ۱۷۲۱م کال پورې له اور غورځوونکي غره څخه د اور غورځېدلو په بهير کې په دغه سيمه کې پنځه د اوبو ډنډونه رامنځته شوي دي، نو د دې سيمې نوم له دې امله راغلی دی چې دغه پنځه د اوبو ډنډونو نومونه داسې دی: (ليان هوا) جهيل، (يان شان) جهيل، (بای لونګ) جهيل، (هه مينګ) جهيل، (ژو يي) جهيل. سيلانيان په دې ځای کې د اور غورځوونکي غره له ځانګړو منظرو او د جهيلونو له په زړه پورې منظرو څخه خوند اخيستلی شي. دغه راز، په دغه سيمه کې زياتې چينې شتون لري چې اوبه يې ډېر زيات کاني مواد لري، نو د خلکو د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي. سيلانيان لومړی د الوتکې او اورګاډي له لارې (هاربين) ښار، د (هې هه) ښار او يا ( چي چي هار) ته تللی شي او بيا د سيلانيز بس او موټر له لارې دغې سيمې ته تللی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای