CRI Online

د (چانګ چون) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 18:00:27

(چانګ چون) ښار د (جه لين) ولايت مرکز دی، د چين په شمال ختيځه برخه کې يو مرکزي ښار او مهم صنعتي مرکز هم دی. له جغرافيايي لحاظه، دغه ښار هم د چين د شمال ختيځې برخې مرکز دی. دغه ښار د چين د موټرو د توليد او د فلم د جوړولو هغه صنعتي مرکز هم دی چې ډېر اوږد تاريخ لري. دغه ښار د تاريخ او کولتور په برخو کې د چين د يو مشهور ښار په توګه زيات تاريخي اثار او ودانۍ، صنعتي ميراثونه او کولتوري ميراثونه لري. دغه ښار د چين له څلورو هغو ښارونو څخه دی چې د باغ په شان ښکلی دي. نو دغه ښار په شمال کې د پسرلني ښار په نوم هم يادېږي.

(لونګ جيا) نړيوال هوايي ميدان د دغه ښار په ( جيو تای) سيمه کې پروت دی او د دغه ښار له مرکز څخه کابو ۳۲ کيلومتره واټن لري. دغه هوايي ميدان د چين په شمال ختيځه برخه کې له څلورو ډېرو لويو ښارونو څخه يو دی او د شمال ختيځې اسيا يوه محوري هوايي ميدان هم دی. دغه راز، د (چانګ چون) ښار ترافيک بشپړ دی، نو الوتکې، موټرونه او اورګاډي ټول دغه ښار ته د تګ راتګ ښه وسايل دي.

د (مان چو کوه) د امپراطورۍ ماڼۍ موزيم

د چين د چينګ امپراطورۍ زمانې وروستي امپراطور ( پو يي) د ۱۹۳۲م کال د مارچ په ۹مه نېټه د جاپان د تيري کوونکو تر ملاتړ لاندې د چين په شمال ختيځه برخه کې د (مان چو کوه) رژيم جوړ کړی دی. هغه د ۱۹۳۲ د اپريل په ۳مه نېټه په رسمي توګه په دغه ماڼۍ کې اوسيدل پيل کړل. دغه ماڼۍ مخکې تردې د (جه لين) او (هې لونګ جيانګ) د دوو ولايتونو د مالګو چارو د ادارې ودانۍ وه. اوس د دغې ماڼۍ پر اساس يو موزيم جوړ شوی او ادرس يې دی د (چانګ چون) ښار د (ګوانګ فو بې) واټ پنځم نبمر. د دغه موزيم عمومي پراخوالی کابو ۲۵۰ زره متره مربع دی. د دغې ماڼې په ځينو ودانيو کې د کور اسباب او توکي د (مان چو کوه) رژيم په وخت کې د بڼو په شان پاتې کېږي. دغه راز، په دغه موزيم کې د (مان چو کوه ) رژيم، په معاصري زمانه کې د جاپان او د چين د شمال ختېځې سيمې په اړه زيات تاريخي اثار، دوديز اثار او د خطاطۍ او انځورونو مشهور اثار ليدل کېږي.

د (جينګ يو) جهيل د ځنګلونو دولتي باغ

د (جينګ يو) جهيل د ځنګلونو دولتي باغ د دولت په کچه د پنځه اې په درجه منظره لرونکې سيمه ده. (جينګ يو) جهيل ځايي اوسيدونکو ته د اوبو د برابرولو په هکله جوړ شوی د اوبو ډنډ دی چې په ۱۹۳۴م کال کې جوړ شوی و. وروسته تردې د دغه جهيل په شاوخوا سيمه کې مصنوعي ځنګلونه هم جوړ شوي دي چې دغه ځنګلونه په اسيا کې ډېر لوی مصنوعي ځنګلونه دي. د دغه جهيل بڼه د مياشتې په شان دی، نو نوم يې له دې امله راغلی و چې يو په چينايي ژبه کې د مياشتې مانا لري. د دغې سيمې چاپيريال ډېر ښه دی او د ساعت تيريو او د سپورټي لوبو په برخو کې د ځايي اوسيدونکو لپاره ښه خدمات کوي.

د (چانګ چون) د مجسمو نړيوال باغ

د (چانګ چون) د مجسمو نړيوال باغ د دغه ښار د خلک واټ په جنوبي برخه کې پروت دی او عمومي پراخوالی یې ۹۲ هېکتاره دی. دغه باغ د طبعيې غره او ډنډ پر اساس جوړ شوی. په دغه باغ کې د ۲۱۶ هېوادونو او سيمو د ۴۰۴ تنو مجسمه سازانو کابو ۴۵۴ هنري اثار شتون لري او سيلانيان پکې د مجسمو له عصري او نړيوالو هنرونو څخه خوند اخيستلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای