CRI Online

د (شن يانګ) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2020-04-07 15:04:07

(شن يانګ) ښار د (لياو نينګ) ولايت مرکز او د چين په شمال ختيځه سيمه کې يو مهم او مرکزي ښار دی. دغه ښار د تجهزاتو د توليدي اډه ده او د دولت په کچه مشهور تاريخي او کولتوري ښار دی. دغه ښار په ۱۶۲۵م کال کې د چينګ سلسلې زمانې لومړۍ پلازمينه وټاکل شو او په همغه وخت کې (شنګ جينګ) نومېده، او لومړي امپراطور يې له دې ښار څخه د چين تسلط تر لاسه کړ.

د (تاو شيان) نړیوال هوايي ميدان د (شن يانګ) ښار په جنوبي څنډه کې پروت دی او د دغه ښار له مرکز څخه کابو شل کيلومتره واټن لري. دغه نړيوال هوايي ميدان په چين کې له اتو لويو سيمه ييزو محوري هوايي ميدانونو څخه يو دی. دغه راز، (شن يانګ) سټېشن د چين په شمال ختيځه برخه کې د اوسپنيزو لارو يو محوري سټېشن هم دی. بر سېره پردې، د (شن يانګ) ښار د سړکونو شبکه هم بشپړه ده، نو موټر هم دغه ښار ته د تګ راتګ ښه ترافيکي وسيله ده.

د (شن يانګ) امپراطورۍ ماڼۍ

د (شن يانګ) امپراطورۍ ماڼۍ چې د (شنګ جينګ) ماڼۍ په نوم هم يادېږي، د دغه ښار په مرکز کې موقعيت لري او په چين کې له دوو لويو امپراطوريو ماڼيو څخه يوه ده. دغه ماڼۍ د چينګ سلسلې زمانې په لومړي وخت کې د امپراطورۍ ماڼۍ وه. د دغې ماڼۍ د جوړونې پروژه له ۱۶۲۵م کال څخه تر ۱۶۳۶م کال پورې تر سره شوې وه. له دې نه وروسته چې د چينګ امپراطور د چين تسلط تر لاسه کړی، د چينګ زمانې پلازمينه له دغه ښار څخه بېجينګ ته انتقال شوه. د دغې ماڼۍ په قلمرو کې څه باندې ۱۰۰ ودانۍ او ۵۰۰ خونې شتون لري. اوسمهال د دغې ماڼۍ پر اساس له تاريخي ماڼۍ څخه يو هنري موزيم جوړ شوی او سيلانيان په دغه ماڼۍ کې له په زړه پورې تاريخي ودانيو او تاريخي هنرونو څخه خوند اخيستلی شي.

د قوماندان جانګ بنګله

د قوماندان جانګ بنګله د (شن يانګ) ښار د (شن هه) د استوګنې په سيمه کې ده. دغه بنګله چې د چين د ملي جمهوریت په زمانه کې د چين په شمالي برخه کې د لوی نظامي ديکتاتور (جانګ ځوه لين) کور و، او د چين د ملي جمهوريت له درېيم کال څخه تر پنځم کال پورې اباد شوه. د دغه بنګلې ساختماني مساحت ۲۷ زره او ۶ سوه مربع متره دی او د ختيځ انګړ، لوېديځ انګړ او منځني انګړ او بهرني انګړ په شمول پر څلورو برخو ويشل شوی. په دغه بنګله کې د ودانيو ساختماني بڼې رنګارنګ دي چې ځېنې يې د چين دوديزه بڼه، ځېنې يې د روم بڼه، ځېنې يې جاپاني بڼه، ځېنې يې د شمالي اروپا بڼه او داسې نورې بڼې لري. اوس د دغه بنګلې پر اساس يو موزيم جوړ شوی. سيلانيان په دې موزيم کې په ياده زمانه کې تاريخي اثار او د نظامي ديکتاتور (جانګ ځوه لين) او د ده د کورنۍ په اړه معلومات تر لاسه کولای شي.

د (لياو نينګ) ولايت موزيم

د (لياو نيڼګ) ولايت موزيم چې د نوي چين له جوړېدو وروسته لومړی جوړ شوی موزيم دی، د (شن يانګ) ښار په (هون نان) سيمه کې پروت دی. دغه موزيم د نندارې، خدمت، زيرمتون، د تاريخي اثار د ساتنې او عمومي چارو په شمول په پنځو برخو ويشل کېږي او پکې ۱۱۲ زره ډول ډول تاريخي اثار شتون لري.

(جونګ جه) سوداګريز واټ

(جونګ جه) سوداګريز واټ د (شن يانګ) ښار ډېر اوږد تاريخ لرونکی سوداګريز واټ دی چې تاريخ يې له ۴۰۰ کلونو څخه اوږد دی. دغه واټ د (شن يانګ) ښار د سوداګرۍ د سمسورتيا شاهد دی. د دغه واټ په دواړو غاړو بېلا بېل دوکانونه شته چې ځېنې يې د چين تاريخي او دوديزې بڼې ساتي او ځينې يې عصري بڼې لري. دغه واټ په ماښام کې ډېر سمسور دی او زيات خلک د کار له پای ته رسېدو نه وروسته په دې ځای کې ډوډۍ وخوري او شيان اخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای