CRI Online

په غوړيو کې د هګيو او سرو بانجانو پخول

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:13:31

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی هره برخه يې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به په غوړيو کې د هګيو او سرو بانجانو د پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

هګۍ (څلور)

سره بانجان (١٥٠ګرامه)

بوره

مالګه

غوړی

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، سره بانجان په تودو اوبو کې پوښت کړئ او بيا يی په چاړه ټوټه کړئ .

دوهم، په يوه کاسه کې هګی وښوروئ.

درېيم، په ديګ کې غوړی واچوئ او کله چې غوړی سره شی بيا په کې ګډې شوي هګی واچوئ.

څلورم، کله چې هګی پخې شی بيا په کې ټوټه شوی سره بانجان واچوئ. پرې يې ږدئ چې په غوړيو کې هګۍ او سره بانجان پاخه شي .

پنځم، په ديګ کې په جلاجلا توګه يوه پياله بوره او مالګه واچوئ .

شپږم، کله چې سره بانجان پاخه شی نو د دغو خوړو چمتو کول به بشپړ شی.

ګرانو دوستانو! دغه خوراک نه يوازی خوندور دی بلکې ډېر ګټور غذايی مواد هم په کې شامل دی. ځکه چې هګۍ او سره بانجان ټول ډېر ښه خواړه ګڼل کيږی چې د خلکو د روغتيا لپاره ګټور دی.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو په غوړيو کې د هګيو او سروبانجانو د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای