CRI Online

د زنبک او شنو لوبيا ښوروا

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 16:13:25

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی او په هره برخه کې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د زنبک او شنو لوبيا ښوروا په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

د دغه خوراک د پخولو لپاره توکي:

شنه لوبيا (پنځوس ګرامه)

زنبک (٢٥ ګرامه ) (يو ډول سپين او نرم شي)

بوره(پنځوس ګرامه)

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، شنه لوبيا پاکيږی

دوهم، زنبک پاکيږی

درېيم،په يوه کاسه کې شنې لوبيا او پنځه سوه ګرامه اوبه اچول کيږی.

څلورم، کله چې اوبه پخې شي بيا اور يی ټيټ شی.

پنځم، کله چې په تودو اوبو کې شنې لوبيا پرانيزی نو په کاسه کې زنبک اچول کيږی.

شپږم،کله چې زنبک ښه نرم شي نو په کاسه کې بوره اچول کيږی.

يوه شېبه وروسته به خوندوره ښوروا جوړه شي.

دغه ښوروا نه يوازی ډير غذايی توکی لري بلکې په دوبی کې د خلکو د روغتيا لپاره ګټوره ده.

شنې لوبيا او زنبک د خلکو د بد د تودوخی په کمولو کې اغېزه لري. نو د دوبی په تود موسم کې د شنو لوبيا او زنبک ښوروا څښل تاسو ته د يخنی احساس رسيوی.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د شنو لوبيا او زنبک ښوروا د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای