CRI Online

د ګوانګ جو اسيايي لوبو د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ سپورتي تګ راتګ پياوړی کړی دی.

cri     (GMT+08:00) 2010-11-29 11:06:23

 د نومبر د نولسمې نېټې په ماښام، د ګوانګ جو د اولمپيک لوبو د مرکز د بيسبال په جمنازيوم کې د چين د تای بې او جاپان لوبډلو ترمنځ يوه نيمه نهايي مسابقه روانه وه چې د چين د سترې وچې زياتو نندارچيانو او خبري رسنيو په همدې ځای د تای بې لوبډلې ته افرين ووايه. په هغه وخت کې د چين د تای بی د اولمپيک کميټې او د تای بی پلاوی مرستيال څای شي جيو هم هغه مسابقه وکتله. هغه وويل

په دغه سيالۍ کې مې د نندارچيانو د هڅونې قوت احساس کړی دی، ورڅخه په تېرو لسګونو کلونو کې د دواړو غاړو ترمنځ د تبادلې او تګ راتګ ژورتيا هم څرګندېږي. څرنګه چې د بېسبال په لوبه کې جاپان په اسيا کې ډېره قوی لوبډله ده، نو په دغه سيالۍ کې زموږ د لوبډلې بری د نندارچيانو د ملاتړ سره نژدی اړيکې درلودلې.

د معلوماتو له مخې، د چين د تای بی هئيت د دغې دورې لوبو د دوه څلويښتو ډولو لوبو په دری دېرش ډولو لوبو کې ګډون درلود او عمومي برخوال يې پنځه سوه او شپږ نوی تنو ته رسيدلی. ښاغلي څای څرګنده کړې چې دغه پيمانه د تېرو دورو اسيايي لوبو په پرتله ډېره لويه ده. په لومړيو څو ورځو کې د تای بی لوبغاړو په څو مسابقو کې ښه برياليتوبونه تر لاسه کړل.

ښاغلي څای څرګنده کړې چې د چين د تای بی هئيت پخوا په سترې وچې کې په دريو مهمو نړيوالو لوبو کې ګډون کړی دی. مثلاُ په ١٩٩٠ کال کې د بېجينګ اسيايي لوبې، په ٢٠٠١ کال کې د محصيلينو نړيوالې لوبې او په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ اولمپيک لوبې. که څه هم د سترې وچې نندارچيانو در څخه زيات ملاتړ کړی دی، خو دوی په يادو شويو لوبو کې حتی د سرو زرو هيڅ مډال نه دی تر لاسه کړی. له دې امله چې په تېرو څو کلونو کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ تګ راتګ او تبادلې پياوړې شوې دي، نو د تای بی لوبغاړی په ګوانګ جو کې لکه په خپل کور کې سيالی کوي. د بېلګې په توګه، د بېسبال په ياد شوي مسابقه کې دوی د نندارچيانو په هڅونې سره جاپان ته ماتی ورکړه چې په سيالی کې يې خپله لوړه سويه څرګنده کړې ده. نو له دې امله د ګوانګ جو اسيايي لوبې د دواړو غاړو ترمنځ سپورتي تګ راتګ ته يوه ښه صحنه برابروي. ښاغلي څای وويل، 

په تېره بيا د دغې دورې لوبو نه مخکې د دواړو غاړو ترمنځ د سپورتي چارو په تګ راتګ کې د سترې وچې زياتو دوستانو راته ژمنه وکړه او نيکې هيلې يې څرګندي کړې چې په ګوانګ جو کې به زموږ له هئيت څخه ملاتړ وکړي او د کوربه خوا په شان به په سياليو کې ګډون وکړي.

بر سېره پردې، ښاغلي څای په وياړ توګه وويل چې سپورتي تګ راتګ د دواړو غاړو د تګ راتګ په بهېر کې د پل په شان رول لوبوي. دا د کولتور، اقتصاد او ساينس او تخنيک په برخو کې د دواړو غاړو ترمنځ د تبادلې نمونه ده. 

نو سپورتي چارې د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ په اړه کليدی وخت کې مهم رول لوبولی او لوبوي يي. ويل کېږي چې د کولتور، اقتصاد، ساينس او تخنيک او کرنې په برخو کې دوه اړخيز تګ راتګ هم د سپورتي تبادلې پر بنسټ پرمختګ کړی دی. نو دا زموږ وياړ او فخر هم دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای