CRI Online

د علاقه دارۍ د يوې ښکلې مشرې په هکله کيسه

cri     (GMT+08:00) 2013-06-03 17:14:49

د اپريل په شلمه نېټه د سه چوان زلزلې وروسته په يوانګ فو علاقه دارۍ کې چې په غرني سيمه کې پرته ده او سخته زيانمن شوې ده ، سيمه ييزو وګړيو کله نا کله د دوی مشره بو جونګ چين کتلی چې د ډبرو ښويدو او د ژوند د له لاسه ور کولو د خطر په وړاندې له زلزله ځپلو وګړيو سره په مرسته بوخته وه.په ننني پروګرام کې د دغې ښکلې مشرې په هکله کيسه وکړو .

د تېرې مياشتې د شلمې نيټې په اتو بجو او دوو دقيقو د سه چوان زلزله وشوه چې له امله يې د برېښنا،اوبو او مخابراتو برابرولو او د سړکونو سيستمونو ته زيانونه رسولي دي.پر دی مهال د يوانګ فو علاقه دارۍ مشره بو جونګ چين لاهم په کار بوخته وه او د نړېدلو کورونو په وړاندې يې نه يوازی د زلزله ځپلو وګړيو د ژغورلو او له بهر سره د اړيکيو د ټينګولو لپاره د باو شينګ ولسوالۍ ته چې له دغې علاقه دارۍ څخه څه باندې دېرش کليو متره واټن لري،کارکوونکي وليږل بلکی پر ځای يې ژغورونکی ځواک تر تيب کړ.

(اواز.........) د همدې ورځې په اتو بجو او پنځو دقيقو بو جونګ چين د خپل موټر په وسيله د جونګ ګانګ کلی ته لاړه چې هلته يې نفوس ډېر او کورونه زاړه دي. دا رېښتيا ده چې په غرنې لار کې نوموړي کلي ته د دوی ورتګ د ډېرو کوچنيو زلزلو او ډبرو ښووېدنې له خطرونو سره مخامخ و ،خو بو جونګ چين د خپل ځان او خپلو کورنيو غړو امنيت له پامه وغورځاوه او يوازی په غرني سيمه کې يې د زلزله ځپلو وګړيو حالاتو ته پاملرنه وکړه.هغې وويل (اواز..........) پردی مهال ډبرې ښويدلې ،که د موټر سرعت ورو وي، نو موټر ښايي ويجاړ او مونږ مړه شوی وای .خو کلي ته ورتګ زما دنده ده ، ځکه ډېر عام وګړي زمونږ پاملرنې ته اړتيا لري.

تر څه نا څه دری ساعتو وروسته نوموړي کلي ته د مشرې بو جونګ چين د رسيدو پر وخت کليوالو حيرانتيا څرګنده کړه او باور نه درلود چې په دومره لنډ وخت کې حکومتي کارکوونکي ور سره د مرستې لپاره کلي ته ورسيږي.(اواز........)

تر زلزلې وروسته مشرې بو جونګ چين په ژغورونکي کارونو لاس پوری کړ او وخت يې نه درلود چې په باو شينګ ولسوالۍ کې له اته کلن زوي سره اړيکی ټينګی ونه کړې.

هغې نه يوازی د ټپيانو د ليږلو بلکی په نړېدلو کورونو کې د کليوالو مالونو د ژغورلو لپاره ور سره مرسته وکړه .خو د هرې ورځې په شپه يې له کورنيو غړو سره د نه ټينګولو له امله زړه غمجن او سترګې اوښلنې وشولې.هغې خبريال ته وويل چې لومړی يې يوه ګوندي غړې او د څه باندې زر تنو کليوالو کورنې غړې ده او دوهم يې د يوه زوي مور او د مېړه مېرمنه ده.هغې وويل (اواز..........) ډېره غمجنه يمه چې دوی په ولسوالۍ کې ډوډۍ نه شی خوړلی او ښه خوب نه شی کولی .د دی ترڅنګ د پلار وزن هم ټيټ شو.

له ٢٠٠٧ کال څخه تر اوسه پوری د مشرې بو جونګ چين هغه وخت ډېر لږ دی چې له کورنيو غړو سره يو ځای ژوندوکړ.څه باندې دېرش کلنه بو جونګ چين هميشه د پوځي دريشۍ په اغوستلو سره د کليوالو د ژوند په هکله معلومات تر لاسه کړل او ور سره مرسته وکړه چې له امله يې د سر وېښتان په سپينېدو دي .زلزله ځپلی وګړي ګاو جين هوا وويل (اواز.........) تر زلزلې وروسته يې په فعاله توګه د ځاني ژغورلو لپاره له زلزله ځپلو وګړيو سره مرسته وکړه چې له امله مو ور څخه ډېره مننه څرګنده او پرې ګرانه ده. د يوې زړه ورتوب ښځې په توګه هغه زمونږ د خور په شان ده .

د مې ١٢مې نيټې تر زلزلې وروسته د تازه جوړو شويو کورونو او د کليوالو د تازه ترميم شويو زړونو په وړاندی دغې زلزلې بيا نه يوازی کورونو ته بلکی د خلکو زړو ته زيانونه رسولي دي.بو جونګ چين وويل چې باور لرم چې د دومره زياتو وګړيو په مرستې سره زمونږ حکومت او خلک له نور لوی ناورين سره مقابله کولی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای