CRI Online

د نينګ شيا په جينګ يوان ولسوالۍ کې د ځايي وګړيو وړيا بدني معاينه

cri     (GMT+08:00) 2013-12-31 19:34:19

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روان کال له مې مياشتې څخه د چين د نينګ شيا د جينګ يوان ولسوالۍ په غرنۍ سيمه کې بزګران يوازې په نژدې ځای کې له وړيا بدني معاينې څخه برخمن کېدای شي..زمونږ خبريال په دې وروستيو ورځو کې له يادې ولسوالۍ څخه د ليدنې په وخت کې له هغې خدمتي ډلې سره مخامخ شو چې د هوانګ هوا په نوم علاقه دارۍ کې يې په وړيا توګه د کليوالو بدني معاينه کوله.

(اواز............) يوه ورځ سهار وختي د يادې ولسوالۍ روغتون د کليوالو د بدني معاينې لپاره بېلا بېلو کليو ته بسونه وليږدول .زمونږ خبريال کلينيک ته د رسيدو پر مهال څه باندې پنځوس معاينه غوښتونکي کليوال وليدل .د ولسوالۍ روغتون ډاکترانو لومړی کليوالو ته د دغې معاينې په باب معلومات ور وپېژندل او ور پسې يې د هر کليوال معاينه وکړه.کليوالې ما اې پينګ خبريال ته وويل چې پخوا يې دغه ډول معاينه نه وه.هغې زياته کړه (اواز.........)ټول کليوال غواړي چې له وړيا بدني معاينې څخه ګټه واخلي.که معاينه تر سره شي، نو انديښنه به ليری شي.که په معاينه کې ناروغۍ پيدا شي، کولی شي چې ژر روغتون ته لاړ شي.

د هوانګ هوا علاقه دارۍ بزګر يانګ سنګ هوا وويل (اواز........) پخوا د معدې ناروغۍ د درملنې لپاره د اين چوان ښار يوه روغتون ته تللی وم .اوس غواړم چې په دې ناروغۍ معاينه ومني .ويل کيږي چې د روان بدني معاينې په ترڅ کې ډاکران په وړيا توګه زمونږ بدني معاينه کوي .زما په اند دغه فعاليت ډېر ښه دی .وړيا بدني معاينه هم ډېر نور کليوال راجلبوي.

د کليوالو د بدني معاينې د تر سره کولو لپاره د نينګ شيا د هوي قوم خپلواکې سيمې حکومت يادې ولسوالې ته يو ځانګړی موټر وليږه.د دې ولسوالۍ د ولسي روغتون مشر ما چيان کون وويل (اواز.............) د دې موټر ارزښت اته لکه يوانه دي او پکې د لازمو تجهيزاتو ارزښت څلور مليونه يوانه دي چې پکې ډول ډول بدني معاينه تر سره کيږي.که په معمولي موده کې د دغه موټر له لارې د يو تن معاينې د لګښت نژدې دری سوه يوانه دي، خو په ياد فعاليت کې د کليوالو معاينه وړيا ده.

اوس مهال د يادې سيمې اړوندې څانګې د سيمه ييزو عامو وګړيو د روغتيا د ساتلو او د مزمنه ناروغيو د درملنې سيستم د جوړولو لپاره د يوه پلان په طرحولو بوخت دی تر څو اړوند سيستم جوړ شي.د نينګ شيا د طبي پوهنتون مرستيال او د دې پوهنتون په اړه د عمومي روغتون مشر يانګ اين شيو وويل چې دغه پلان په عمده توګه په بې وزلو سيمو کې د روغتايي حالت د خرابېدو، په مزمنه ناروغۍ د اخته شويو کسانو د زياتېدو او د روغتيايي ضمانت سيستم د کمزورتيا په وړاندې پلی شوی دی.

د روان کال په سپتمبر کې له دې امله چې د نينګ شيا په جنوب غرني سيمه کې په تومور د اخته کسانو شمېر د زياتېدو په حال کې دی، د چين د قومي روغتيايي ټولنې په مشرۍ د دې سيمې د تومور د مخنيوي او تشخيص پلان تطبيق په جينګ يوان ولسوالۍ کې پيل شو .د نينګ شيا د طبي پوهنتون په اړه د عمومي روغتون سرپرستارې لين لي جي چې د هوانګ هوا علاقه دارۍ په کلنيک کې يې د کليوالو بدني معاينه کوله، وويل (اواز.............) د يادې ټولنې کارپوهانو چې له بېجينګ څخه راغلي د تومور د تشخيص په کارونو کې د ځايي ډاکترانو لس ورځنی لارښوونه وکړه.مونږ په ټاکلي وخت کې هغوي ته کاري راپورونه وړاندې کوو . تر اوسه پورې د څه باندې دريو زرو او اتو سوو کليوالو معاينه تر سره شوې ده.ويل کيږي چې د دغه پلان پلي کېدنه په بې وزلو سيمو کې د عامو وګړيو د ناروغيو درملرنې لپاره ډېر مهم اهميت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای