CRI Online

د بزګر تان شيو ون هيله

cri     (GMT+08:00) 2014-02-27 16:47:55

د چين د ګوي جو ولايت د جوي يانګ ښار د چين لينګ بزګر تان شيو ون د کليوالو کارګرو د ماشومانو د ښوونيزې ستونزې د حل وفصل لپاره د زيرمه شويو څو کلنو پيسو په وسيله يو ښوونځی جوړ کړ او د زده کړې کم لګښت اخيستل کېږی .په تېرو لسو کلونو کې هغه نه يوازې خپلې هيلې د تر سره کولو لپاره هڅه کړې او حتی يې خپل زوي هم د ښوونکي په توګه راوغوښت.

(اواز.............) د غره په لمن کې يوه کوچني ودانۍ پرته ده چې سپورټي ميدان پکې نه شته .دا د ګوي يانګ د فوفنګ په نوم لومړی ښوونځی دی چې پنځوس کلن تان شيو ون د کليوالو کارګرو د ماشومانو د ښوونيزې ستونزې د لېرې کولو لپاره جوړ کړی.ښاغلي تان وويل (اواز.........) د هرچا لپاره ښوونه ډېره مهمه ده .ځکه ښوونځی می نه دی لوستی، نو ژمنه مې وکړه چې يو ښوونځی جوړ کړم.

تان شيو ون تل پرخپلې عقيدې ټينګار کوي او د خپلو دريو زامنو د روزلو لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.اوس ډېر وياړي چې زامن يې له پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي .هغه وويل (اواز........) درې زامن مې په جلا جلا توګه د چين د جيانګ شي له نان چانګ پوهنتون ، د بېجينګ د وسله والو پوليسو د قوماندانۍ له ښوونځي او د چونګ چينګ د صنعت او سوداګرۍ له پوهنتون څخه فارغ شوي دي.

د ياد ښوونځي د جوړېدو مخکې ښاغلي تان شيو ون د قبر د لوحو،غوايانو او ميوو د پلورلو په شمول ډول ډول سوداګری کړې وه چې ګټې يې اخيستې وې، خو و يې ليدل چې د ډېرو کليوالو کارګرو ماشومان له ښوونې څخه بې برخه شوي ، نو خپل بې وزلی ماشومتوب يې ياد کړ او ټينګ هوډ يې درلود چې يو ښوونځي جوړ کړي.نوموړي وويل (اواز...........) د بېلا بېلو لاملونو له امله د ډېرو کليوالو کارګرو ماشومان د خپلو پلرونو او ميندو د مزدورۍ په ترڅ کې د ښاري ښوونځيو له خوا نه منل کيږي،د مثال په توګه دوی د زيات ښوونيز لګښت د ادا کولو توان نه لري. که دغه ماشومان له ښوونې څخه بې برخې شی ، نو تر ودې وروسته به څه کار وکړي شي؟

په دې وجه په ٢٠٠٣ کال کې تان شيو ون د دوه نيم لکه يوانو پيسو په وسيله ياد ښوونځي جوړ کړ او يو سل او څلور پنځوس زده کوونکي يې ومنل . که څه هم په چين کې د نهه کلنې اجباري زده کړې تګلاره غوره شوې او په دولتي ښوونځيو کې د زده کوونکيو فېس وړيا ده،خو په چين کې د اوسېدنې نظام له امله د کليوالو کارګرو ماشومان په ښاري ښوونځيو کې د زده کړې شونتيا نه لری او يوازې په شخصي ښوونځيو کې زده کړه کولی شي او لګښت يې لوړ دی.

د همدغو ماشومانو د جلبولو لپاره تان شيو ون پرېکړه وکړه چې له هر زده کوونکي څخه د يوې ښوونيزې دورې لپاره يوازی دوه سوه يوانه لګښت واخلي چې له ديرشو امريکايي ډالرو سره برابر دي .ښاغلي تان شيو ون وويل (اواز..........) که لګښت ډېر لوړ وي، نو زده کوونکي نه شی راجلبېدای او د ښوونځي د جوړېدو موخه نه شی تر سره کېدای . اوس د يوې تحصيلي دورې لګښت فقط له دری سوه او شپېته يوانو څخه تر څلور سوه او لس يوانو پورې دي .

که څه هم ښوونيز لګښت ډېر ټيټ دی، خو تان شيو ون د دې ښوونځي د جوړېدو په لومړنيو وختونو کې لا هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ و، اوس مهال تان شيو ون په دې خوښ دی چې د لومړنې ډلې ځينی فارغ شوي زده کوونکي د پوهنتونونو له خوا ومنل شول .

د ښوونځي د پرمختګ سره سره د تان شيو ون پر غاړه بارونه هم درانه دي .د ښوونځي د پرمختيايي اړتيا له مخې هغه له زامنو څخه غوښتنه وکړه چې ټاټوبی ته راستانه شي او ور سره مرسته وکړي.

په وروستيو کلونو کې د دوی د کوښښونو له امله ياد ښوونځي ښه پرمختيا موندلې او لازيات زده کوونکي يې هم راجلب کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای