CRI Online

ډېر زيات بهرني زده کوونکي د لوړد زده کړو د بشړولو لپاره چين ته راځي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-18 08:58:11


له کاناډا، بريټانيا ،جنوبي کوريا او نورو هيوادونو څخه راغلی بهرني محصلين خپل د خطاطۍ اثار ښيي

د امريکا د نړيوالې ښوونيزې ټولنې لخوا د يوه تازه خپور شوي رپوټ له مخې چين د امريکا او بريټانيا پسې درېيم هيواد دی چې د بهرنيو زده کوونکو د لوړو زده کړو د بشپړولو هدف ګرځېدلی دی. برسيره پردې د چين د پوهنې وزارت يوه تازه شمېره هم ښيي چې په ٢٠١٣ کال کې درې لکه شپږ پنځوس زرو څلور سوو او نهه نوی بهرنيو زده کوونکو د چين په ٧٤٦ پوهنتونونو او نورو ښوونيزو ارګانونو کې زده کړه کولې او دغه شمېر د تېرو کلونو په نسبت ډېر زيات و.

د امريکا له کاليفورنيا څخه راغلی ١٩ کلن ځوان ګلاندوس د واشنګټن د جورجټاون پوهنتون (Georgetown University) د چيني ژبې څانګې د دوهم ټولګي يو زده کوونکی دی. هغه له چيني ژبې او کلتور سره ډېره ليوالتيا لري اوپه بېجينګ کې" يوه چيني مور "هم لري. ګلاندوس په ډېرې خوشالۍ سره د سي ار ای خبريال ته وويل ، سکالرشيپ مې ترلاسه کړ، زه به ژر د زده کړې لپاره چين ته لاړ شم او زما له چيني مور سره به هم ژر وګورم!

د ٢٠١٠ کال په دوبي کې ګلاندوس چې په هغه وخت کې د امريکا د نوي حمپشير ايالت (new hampshire) په يوه منځني ښوونځي کې زده کړه کولې، د امريکا د يو نا حکومتي ښوونيز پلان له مخې له نورو ٤٧ زده کوونکو سره يوځای چين ته لاړ او د بېجينګ په دارالمعلمين کې يې نهه مياشتې د چيني ژبې زده کړه وکړه. په هغه موده کې هغه له ترتيب سره سم په بېجينګ کې په يوې عامې کورنۍ کې اوسيده او په ترڅ کې يې د دې کورنۍ له خاوندې سره ښې اړيکې ټينګې کړې، ګلاندوس هغې ته چيني مور وايي . ګلاندوس وويل، د چيني مور په کور کې مې د چين له خواړو سره هم عادت شوم ، د هغې لخوا پخه شوې شوې ډوډۍ زما ډېره خوښه ده او خوندوره هم ده. د تېر کال په اکتوبر مياشتې کې هغه په واشنګټن کې د چيني ژبې د ويناوو په يوې سيالي کې ګډون وکړ او په پايله کې يې دوهمه درجه جايزه وګټله اوله دې امله يې په چين کې د زده کړې سکالرشيپ هم ترلاسه کړ.

له وروستيو کلونو راهيسې هغه امريکايي زده کوونکي چې د ګلاندوس په شان د حکومتي او يا نا حکومتي ښوونيزو پلانونو له مخې د لوړو زده کړو د بشپړولو لپاره چين ته راځي، کال پر کال زياتېږي. د امريکا د نړيوالې ښوونيزې ټولنې د يوه مسئول په وينا امريکا او چين تل د خپلمنځي کلتوري تبادلې د پياوړتيا هڅه کوي، ولسمشر اوباما په ٢٠٠٩ کال کې له چين څخه د ليدنې په ترڅ کې چين ته د سلو زرو زده کوونکو د لېږلو پروګرام وړاندې کړ او ددې پروګرام تطبيق په ٢٠١٠ کال کې پيل شو.

په ٢٠١٢ کال کې د چين او برازيل ترمنځ د لاسليک شوي تړون په پلې کېدو سره ډېر زيات برازيلي ځوانان د زده کړې لپاره چين ته راغلي.د برازيل د کلتور د وزارت د شمېرنې له مخې په ٢٠١٣ کال کې له شپږ سوو زياتو برازيلي زده کوونکو له چين څخه د سکالرشيپ ګټلو غوښتنه وکړه او په دې جمله کې ٢٦٠ تنه به له يو کال نه تر څلورو کلونو پورې په چين کې د زده کړې فرصت ترلاسه کړي.

برسيره پردې، مکسيکو هم له چين سره په هرکال کې د سلو زده کوونکو د تبادلې په اړوند ميکانيزم جوړ کړ.په ٢٠١٢ کال کې د لاتينې امريکا له هېوادونو څخه راغلي څه باندې يو زرو تنو زده کوونکو د چين حکومتي سکالرشيپ تر لاسه کړ اود زده کړې لپاره چين ته راغلل . دغه راز چين به له تېر کال څخه تر ٢٠١٧ کال پورې لاټينې امريکا او د کاربين سمندر پر غاړو د پرتو هيوادونو ٥٠٠٠ تنو زده کوونکو ته حکومتي سکالرشيپ برابر کړي.

د جنوبي افريقا او چين ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو په لومړيو کلونو کې په چين کې د جنوبي افريقا هيڅ زده کوونکي نه وو ، خو تر ٢٠١٣ کال پورې دغه شمېر له څلورو سوو تنو څخه زيات شوی او نور هم په لوړېدو دی.

د سي ار ای خبريال د چين د پوهنې له وزارت څخه معلومات ترلاسه کړل چې په چين کې د بهرنيو زده کوونکو زياتوالی د زده کړې لپاره چين ته د راتګ په نوم له پلان سره نږدې اړيکې لري، . د ٢٠١٠ کال په سپتمبر مياشت کې د چين دپوهنې وزارت له نورو هيوادونو سره د کلتوري تګ راتګ او همکارۍ د پياوړتيا په موخه ياد پلان جوړ کړ چې له مخې به يې تر ٢٠٢٠ کال پورې له پنځه سوو زرو تنو څخه زيات بهرني زده کوونکي چين ته راشي او په هغه وخت کې به چين په اسيا کې د زياتو بهرنيو زده کوونکو منونکی هيواد وګرځي. دغه وزارت د چين د ښوونيزې سويې او کيفيت د لوړولو په موخه ډېر ګامونه هم پورته کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای