CRI Online

په بيجينګ کې د لاتينې امريکا هنرمندان

cri     (GMT+08:00) 2014-06-22 19:03:10

د مۍ مياشتې په يوه اونۍ کې د لمر لويدو په مهال کې د بيجينګ د چاويانګ په نوم باغ مرکزي ډګر له شوق او ذوق څخه ډک برېښيده او په بيجينګ کې د لاتينې امريکا د شپې په نوم څوارلسم هنري فيستيوال پرانستل شوچې ددې لويې وچې څخه راغلي اتو موسيقي ډلې او څلور زره تنه نندارچيان د خوښيو په فضا کې ډوبيدل.

هغه موسيقي ترانه چې نوم يې و ، زه د بيجينګ له تيان ان من سره مينه لرم ، په دې فيستيوال کې لومړۍ د ترينيداد او دوباکو د فولادي ډولونو بند لخوا وغږول شوه او څوارلسو سازکوونکو د فولادي ډولونو په وهلو سره ښکلۍ ترانه وغږوله . دغه ډول فولادي ډول لومړی د پطرول له ډول څخه جوړ شو او د بريا د لمانځنې په مراسمو کې وغږول شو، خو اوسمهال د ترينيداد او توباکو د کولتوري نښې په توګه وبلل شو.د ځينو سازکوونکو عمرونه له پنځوسو کلونو څخه زيات او تر ټولو وړوکی سازکوونکی يوازی نهه کلن دی چې دوي د دغه هېواد د اوسيدونکو چينايانو لخوا د جوړ شوې موسيقي ډلې غړي دي . د ښاغلی جن نيکه ترينيداد او توباکو ته تلونکي لومړی ډله چينايي و . ښاغلي جن په وياړ ډول وويل چې ددوي موسيقي ډله په ٢٠٠٦ کال کې يعنی ترينيدا او توباکو ته د لومړۍ ډلې چينايانو د رسېدو دوه سوه کلېزې د لمانځنې لپاره جوړه شوه . اوسمهال په دغه هېواد کې شل زره تنه چينايان ميشته دي او د فولادي ډول د وهلو موسيقي د اوسيدونکو چينايانو او ترينيداد او توباکو وګړو ترمنځ د اړېکو د ټينګولو فيتې په توګه ګڼل کېږي. د تېر کال د جون په مياشت کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او ميرمن يې د دغه هېواد په هنري مرکز کې د نندارې ليدلو په وخت کې د فولادي ډولونو له غږونکو سره يو ځای ډول وواهه او ور ته يي وويل چې چين ته ستاسو د بيا نندارې هر کلی کوم او هيله من يم چې د چين او ترينيداد او توباکو ترمنځ دوستی د ښکلي موزيک غوندي تل پاتی وي. ښاغلي جن وويل چې زموږ له اټکل نه وتلۍ خبره دا ده چې يو کال وروسته موږ بيجينګ ته رسيدلي يو او چين ته زموږ له لومړۍ نندارې څخه ديرش کاله ليرې ده .

پرته له فولادي ډولونو نه په ننداره کې نور موسيقي الات او د لاتينې امريکا ښکلی هنر هم چيني نندارچيانو ته وروپيژندل شول مثلا د نڅا په هکله دوديز موزيک او د ځوانانو په خوښه د پاپ موزيک هم په ننداره کې وغږول شول چې په نتيجه کې ننداره اوج ته ورسېده . د باربادوس يوه موسيقي ډله چې د دغه هېواد د کولتوري څانګې لخوا په خاص ډول د نوموړي فيستيتوال لپاره جوړه شوې ، د فولادي ډول غږونکي اندري ، پيانووهونکې ستيفن او نڅاګرې کاسن په شمول اوو مشهورو هنرمندانو په ننداره کې د باربادوس ښکلۍ هنري ځانګړتياوې وښودلې او د ډلې مشر په توګه د دې هېواد د کولتور ، سپورټ او ځوانانو وزير ستيفن خبريالانو ته وويل چې باربادوس نه يوازی ښکلۍ سمندري غاړې ، خواږه خوراکونه لری ، بلکې غني کولتوري سرچينې هم لری . هغه هيله څرګنده کړه چې ددې سفر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ کولتوري تبادله او سوداګري پياوړی شي.

شپې ورو ورو خپلې وزرې خپرولې ، د لاتينې امريکا په موزيک کې چې له حيات او شوق څخه ډک اهنګونه لری ، ژر د نندارچيانو او هنرمندانو زړونه تړل شوي دي چې دوي که ژيړ پوستکي ، يا سپين پوستکي او يا تورپوستکي او که سيلانيان او که ځايي وګړي ، دغه راز که چيني ، که انګليسي او يا هسپانوي ژبو ويونکي دي ، ټول د ښکلي موزيک او زړه وړونکې نڅا په خوندونو او نيشو کې ډوبېدل او لاسونه يې پورته کول او په خوښيو سره يې نڅا کوله چې په دې مهال کې چين او لاتينه امريکا که څه هم د ځمکې په دواړو خواوو کې واقع دي ، لکه ګاونډيان او نژدې ملګري دي .لکه يوه چيني قديمي اصطلاح وايي چې ګډ هدف لرونکي د غرونو او سمندرونو لخوا هم نه جلا کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای