CRI Online

د چيني کلتور خپروونکی ين ويليام

cri     (GMT+08:00) 2015-03-25 16:12:09

ين ويليام يو امريکا يې ځوان دی، ويليام د ده انګليسي نوم دی او ين د ده د چيني مېرمنې کورنۍ نوم دی. ين ويليام اوس د چين په شانګهای ښار کې اوسيږي. هغه نه يوازې د چين معياري رسمي ژبه، بلکې د شانګهای د چينګ پو سيمې لهجه هم ويلی شي، حتی د چينګ پو لهجې له لارې د هو جيو په نوم ځايي اوپيرا ويلی شي، دا ډېر د حيرانۍ وړ ده، ځکه چې د دې اوپيرا زده کړه نه يوازې د بهرنيانو لپاره، حتی د ځايي چينايانو لپاره هم ډېره سخته ده.

ويليام چيني اوپيرا وايي

ين ويليام د امريکا د کلېفورنيا په ايالت کې زېږيدلی دی. پلار يې يو ډاکتر دی او د ين ويليام تعليم ته په درنه سترګه ګوري. ين ويليام له ماشومتوب څخه د خپل پلار په غوښتنې په لاټيني، هندي، يوناني ژبو زده کړې پيل کړې چې تر اوسه هغه اته ژبې خبرې کولی شي. برسيره پر دې، هغه د موسيقۍ استعداد هم لري. هغه له درې کلنۍ څخه د پيانو زده کړې وکړې. کله چې دوه ويشت کلن شو، د موسيقۍ دوکتورا درجه يې وګټله چې دغو سابقو په چيني ژبې او چيني اوپيراګانو د ده زده کړو لپاره زمينه برابره کړه.

د ين ويليام کورنۍ هم له چين سره نژدې تړاو لري. د ويليام غور نيکه د چينګ په امپراطورۍ دوره کې په چين کې د امريکا کلتوري استازی و. د ويليام نيکه او انا د بودايي دين پيروان دي. نيکه يې په دوهم نړيوال جنګ کې په چين کې د يو هوايي سرتيري په حيث کار کړی دی او د ده تر ټولو ښه دوست يو چيني پيلوټ و. ويليام دغې کيسې واورېدلې او له چين سره يې علاقه پيدا کړه. هغه د دېرش کالونو په عمر د چين د شانګهای ښار له يوې پيغلې ين زي سره اشنا شو او خپل چنغله يې نيکه ته وروستله. نيکه يې دوی ته د نيکمرغۍ هيله او دعا وکړه.

له دې وروسته، ويليام شانګهای ته ولاړ او په دې ښار کې يې د ين زي، د ين زي د پلار او مور او شپږو ماشومانو سره يو ځای ژوند پيل کړ. اوس د ين زي او ويليام مشره لور دوولس کلنه ده، کشر زوی يې يوازې دوه کلن دی. د شپږو ماشومانو انګليسي او چيني ژبې د نورو ماشومانو په پرتله ډېرې ښې دي. لور له ويليام سره يو ځای په صحنه کې اوپيرا اجرا کوی. په دې نيکمرغه کورنۍ کې هره ورځ دلته هلته خندا اورېدل کيږي. شپږ ماشومان هم انګليسي هم چيني ژبې وايي. مثلأ: وه ياو more فان، وه ياو، چيني ژبه ده، مانا يې زه غواړم، فان، چيني ژبه ده، مانا يې ډوډۍ، more، انګليسي ژبه ده، مانا يې لا زيات ، نو وه ياو more فان، مانا يې زه نوره زياته ډوډۍ غواړم. ين ويليام له خپلو ماشومانو څخه غواړي چې د چين عنعنوي او تاريخي مقالې يادې او وګوري. د ده په اند، د چين عنعنوي او تاريخي مقالې د ماشومانو د تعليم لپاره ډېرې ګټورې دي. د ين زي پلار او مور له ويليام سره ډېره مينه لري. يو وار خواښې يې ويليام د هو جيو اوپيرا مشهورې لوبغاړې چنګ يوو ته معرفي کړ. د ين زي پلار وايي ، ويليام زما زوم دی. هغه زما د کورنۍ نسب نامه تاليفه کړه. زموږ کورنۍ د چين عنعنوي کورنۍ ده او په هر پسرلني جشن کې د نيکه ګانو د قربانۍ مراسم ترسره کيږي. ويليام د دغو مراسمو مشري کوي.

د ويليام لويه کورنۍ

په تيرو لسګونو کلونو کې، ين ويليام په امريکا او چين کې د چيني کلتور د پېژندنې او خپرونې لپاره اوولس کتابونه چاپ کړل. هغه په امريکا کې امريکايانو ته چيني کلتورونه معرفي کړي، په جنوبي کوريا کې يې د چيني اوپيراګانو درسونه ورکړي. خو هغه په دې ډېر اندېښمن دی چې د چين يوه برخه ماشومان او ځوانان د لوېديځوالو په شان ژوند کوي. دوی د ديسني کارتون ګوري، د امريکا موسيقي اوري او لوېديځ خوراکونه خوري. هغه وويل، چين د ژوند ډېره ښه دودونه لري، مثلأ، د چای کلتور، عنعنوي شعرونه، د خطاطۍ هنر، د موسيقۍ ځانګړي الات. که چينايان خپل عادتونه او دودونه خوشي کړي، د چين کلتور به ورک شي. زه، يو کس د چيني کلتور د ساتنې لپاره يو څه خدمت کولی شم که نه؟ زه نه پوهيږم. زه د هيون سان عبادت کوم ځکه چې هغه د ډېرو سختو ستونزو له ليرې کولو وروسته هند ته ورسيد او د هند بودايي اثار يې چين ته راوړل. زه به په نړۍ کې د چيني کلتور د خپرولو لپاره دوامداره کوښښونه وکړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای