CRI Online

د روسيې خبريالانو د ورېښمو لارې په اوږدو کې له پرتو ښارونو څخه ليدنې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2016-11-04 09:46:13

 د چين او روسيې ترمنځ د ورېښمو لارې په اوږدو کې له پرتو چيني ښارونو څخه د خبري رسنيو ليدنې د تېرې مياشتې په ٢٥مه نېټه په اروموچۍ کې پای ته ورسيدې او په تېرو دوو اوونيو کې د دواړو هېوادونو نژدې لسو خبري رسنيو د چين له شي ان، دون هوانګ، لان جو او اروموچۍ څخه ليدنې وکړې او د سيمه ييز اقتصاد، ټولنې، کلتور، ښوونې او د چين او روسيې ترمنځ د دوستانه همکاريو په هکله يې له ځايي وګړو سره مرکې وکړې.د دې ليدنو له لارې د چين تاريخي اثارو، کلتوري منظره لرونکو ځايونونو او ټولنيزو دودونو پر خبريالانو ژوره خاطرې پرې ايښې دي.دغه ليدنې د يادونې وړ دي.

(اواز...........) د ننني روسيې په نوم د تلويزيون د پروګرامونو جوړونکي ګنادي ګوفروکين د لومړي ځل لپاره چين ته راغلی او د چين په شي ان ښار کې د خوند ور خوراکونه خوښ شوي.هغه وويل (اواز.........) نيکمرغه خلک او رښتينی چين مې کتلی او ډېره خوشحاله يم چې په خپله مې په ٢١مه پېړۍ کې همداسې لارې او کوڅې ليدلې چې شکل يې د څو سوو کلونو پخوا غوندې دي.

د دې تلويزيون دايرکتر چې د لومړي ځل لپاره يې چين ته سفر کړی، وويل چې هره ورځ مې د چين د پرمختګ په هکله مرکې کولې چې محتويات يې په زړه پورې دي.هغه وويل (اواز........)د چين ژور او په زړه پورې کلتور زما پام جلب کړی دی او چين ته د دې سفر له لارې د چين په باب تر لاسه شوي معلومات د نورو هېوادونو په پرتله زيات دي او په دې موده کې مې خوندور چيني خواړه هم خوړلي دي.چينايان ډېر مېلمه پال ، مهربانه او متواضع خلک دي چې دا له لرغوني مدنيت څخه پاتی عنعنوي شکل دی.

د روسيې ورځپاڼې خبريالې انا بونددارنکو چين ته لس ځلې سفرونه کړي ، خو دغه سفر د يوه خبريالې په توګه د هغې لومړی سفر دی.د نوموړې له له خوا په ليکل شويو مقالو کې شي ان ښار کې د چين او روسيې ترمنځ د وريښمو لارې د نوښت او ابتکار سيمه او د لان جو ښار نوي سيمه او د اروپا په لوري د مالونو ليږدوونکی اورګاډي د پاملرنې وړ دي چې ور څخه د وريښمو لارې د ابادۍ په بهير کې د چين چټک پرمختګ څرګنديږي.هغې وويل (اواز........) زما د سفر موخه د نوې وريښمو لارې د ابادۍ په لور د چين د پرمختګ د شاهدې ګرځول دي.د چين پرمختيايي ګامونه د ليدو وړ دي . هر کله چې چين ته مې سفر کړی دی،د سړکونو، ودانيو ، د اپارتمانونو او پلونو د جوړولو سرعت د خوشحالۍ وړ دی.

روسي خبريال کوستنتين شيپين چې په چين کې يې د دوولسو کلونو لپاره کارکړي،تل د چين او روسيې د خبري رسنيو ترمنځ همکارۍ او تبادلې ته ډېره پاملرنه کوي.د ده په اند روسان هيله لري چې د چين په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره لازيات فرصتونه ولري، دغه ليدنې او فعاليت هرو مرو د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو ترمنځ د تبادلې لپاره يو ښه فرصت ګڼل کيږي.هغه وويل(اواز...........)٢٠١٦ کال د چين او روسيې د مشرانو له خوا اعلان شوی تبادلې کال دی او له دغو ليدنو ښکاريږي چې دواړه هېوادونه د خبري رسنيو ترمنځ همکارۍ او تبادلې ته په درنه سترګه ګوري.دغه فعاليت د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو لپاره د اهميت وړ دی.

ليو فنګ يا چې د ننني روسيې په نوم د خبري رسنۍ خبرياله ده چې مخکې يې د چين په شان دونګ ولايت کې يې زده کړه کړې ده ، په خوشحالۍ سره هغه حالت کتلی چې ډېر چيني محصلين د روسي ژبې په زده کړه بوخت دي او د دې ترڅنګ ډېر روسان هم د چيني ژبې له زده کړې سره علاقه لري. دا ښکاره کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوست نه يوازې د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ په تګ راتګ کې ده بلکې د خلکو په منځ کې هم ليدل کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای