CRI Online

د بای سه ښار په کليوالو سيمو کې معاصرو کرنيزو چارو ته د پرمختګ په ورکولو سره له بېوزلۍ څخه ځايي خلک ژغورل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-16 15:33:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۰ کال د مې په ۱۰مه نيټه رئيس شي جين پينګ چې هغه وخت د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړی او د دولت مرستيال رئيس و، د چين د ګوانګ شي جوانګ قوم خپلواکې سيمې له بای سه ښار څخه د ليدنې کتنې لپاره هلته تللی و، د ځايي خلکو سره يې ليدنې وکړې، د ورځني ژوند د ستونزو په اړه يې ور څخه پوښتنې وکړې او اړوندې لارښوونې يې ور ته وکړې. تر اوسه پورې ۷ کاله تېر شوي دي. اوس په هغه کلي کې چې رئيس شي جين پينګ پخوا ورغلی و، د ليدو وړ ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. په ننني پروګرام کې به تاسو درنو اورېدونکو ته اړوند په زړه پورې معلومات وړاندې کړو.

( لومړی اواز)

که رئيس شي جين پينګ اوس دلته وی، نو ما به د ده پر مخ ډېرې ستاينې کړې وې.

همدا اوس مو د چين د ګوانګ شي جوانګ قوم خپلواکې سيمې د بای سه ښار د تيان يانګ ولسوالۍ د نا من علاقه دارۍ د نې جيانګ کلي کليوال هوانګ ګوانګ هوا خبرې واورېدې. د ۲۰۱۰ کال د مې په ۱۰مه نيټه رئيس شي جين پينګ له نې جيانګ کلي څخه د ليدنې کتنې په وخت کې له هوانګ ګوانګ هوا سره خبرې وکړې او ده ته يې د ژوند د ښه والي په اړه لارښوونې کړې دي. هوانګ ګوانګ هوا تر اوسه په دې اړه په زړه پورې خاطرې لري او خبريال ته يې وويل:

( دوهم اواز)

د رئيس شي جين پينګ په وينا زه بايد زياتې کيلې، رومي بانجن او امونه وکرم. نو په ۲۰۱۲ کال کې مې لومړی د امونو کابو ۲۰۰ ونې کېښودلې او تر اوسه پورې د امونو څه دپاسه ۱۲۰۰۰ ونې لرم. د روان کال له پيل نه تر اوسه پورې مې څه باندې ۶ لکه يوانه عايدات ګټلي دي.

له ۲۰۰ نه ۱۲۰۰۰ ونو ته زياتېدل، هوانګ ګوانګ هوا د معاصرو کرنيزو چارو د لوېدو او صعنتي ګېدو په لار کې چټک ګامونه اخيستي دي. د رئيس شي جين پينګ تر ليدنې کتنې وروسته د نې جيانګ کليوالو په يووالي سره د مېوو زياتې ونې کرلې، په همکارۍ سره يې د چينجيو او نباتي ناروغيو مخنيوی کړی او سره يو ځای يې حاصلات تر لاسه کړي دي. په ۲۰۱۰ کال کې په دغه کلي کې د هر کليوال پر سر منځني کلني عايدات کابو ۶۴۷۵ يوانه و، خو په ۲۰۱۶ کال کې دغه شمېر ۱۰۴۸۳ يوانو ته رسېدلی دی.

رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۰ کال په مې مياشت کې د نا من علاقه دارۍ شين لي کلي ته هم لاړ و. په دغه کلي کې پخوا بنسټيز تاسيسات او صنعتي چارې ډېرې وروسته پاتې او د خلکو کلني عايدات هم ټيټ و. د دغه کلي ګوندي مشر لوه چاو يانګ يادونه وکړه چې رئيس شي جين پينګ د ليدنې کتنې په ترڅ کې زموږ څخه د بنسټيزو تاسيساتو جوړولو او صنعتي چارو ته د پرمختګ ورکولو په برخو کې د زياتو مرستو برابرولو غوښتنه کړې او د ده په نظر دا دغه کلي ته ستر بدلونونه راوړي. لوه چاو يانګ څرګنده کړه:

( درېيم اواز)

زموږ په کلي کې ستر بدلونونه راغلي دي. لومړی، پخوا زموږ د کلي بڼه ډېره خرابه او زړه وه، خو اوس ډېره نوې شوې ده. دوهم، موږ پخوا کچالو او جوار کرل، خو عايدات دومره لوړ نه و. اوس مهال موږ د ځينو شرکتونو پانګونې راجلبوو او پخپله مو ځانګړي کرنيز توکي کرو، پرمختګ مو ډېر سالم او چټک ښکاري. نو ځکه زموږ په کلي کې د هر تن پر سر منځني کلني عايدات د ۲۰۱۰ کال له ۳۵۰۰ يوانو نه ۸۵۰۰ يوانو ته زيات شوي دي.

ويل کېږي چې دغه دوه کلي د رئيس شي جين پينګ په لارښوونو سره شتمنې پيدا کړې او د خلکو ژوند يې هم ورځ په ورځ ښه کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای