CRI Online

د چين جنګ جو ښار د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې يو نوی سوداګريز او ترانسپورټي مرکز ګرځېدلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-06 15:36:44

جنګ جو ښار د چين په شمال د هه نان ولايت مرکز دی چې څه دپاسه ۳۰۰۰ کلن تاريخ لري. اوس دغه ښار د چين او اروپا ترمنځ د اوسپنيزې لارې يوه مهمه څلورلاره ګرځېدلې ده چې له تېرو ۳ کلونو راهيسې کابو ۷۸۴ اورګاډيو د دغه ښار له لارې د چين او اروپا ترمنځ تګ راتګ کړی دی. دغه راز په جنګ جو ښار کې اقتصادي چارو چټک پرمختګ کړی او په راتلونکې کې به په چين کې يو ډېر مهم نړيوال سوداګريز مرکز بدل کړي. د ژوند په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې ملتيا ولرئ.

( لومړی اواز)

د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر مياشت په پای کې د جنګ جو ښار د کنټينرونو په يو زيرمتون کې د يو شرکت کارکوونکي پي چانګ مينګ له جرمنۍ څخه د رالېږدول شويو مالونو پلټنه کوله. د دغه شرکت مقر په اصل کې د چين په شمال کې د يو مهم سمندري بندر تر څنګ پروت دی، خو د چين او اروپا ترمنځ د اوسپنيزې لارې تر بشپړولو وروسته يې د جنګ جو ښار له لارې د اورګاډيو په وسيله له اروپا نه خپل مالونه وارد کړي دي.

(دوهم اواز)

۲ يا ۳ کاله مو اوسنپيزه لار غوره کړې ده. ځکه چې د اوسپنيزې لارې په وسيله ترانسپورټي لګښت د هوايي لارې په پرتله کم دی او سرعت يې له سمندري لارې نه چټک دی. د سمندر له لارې کابو ۲ مياشتې نيسي، خو د جنګ جو ښار له لارې د اورګاډي په وسيله له اروپا نه چين ته د مالونو لېږدونکی وخت يوازې يوه مياشت لګېږي.

موږ د ۲۰۱۳ کال جولای مياشتې ته بېرته ګورو. له جنګ جو ښار نه د جرمنۍ همبورګ ښار ته لومړی اورګاډی وخوځېد. ځکه چې دا يو باروړونکی اورګاډی و، نو چلوونکي ان چون ګه وغوښتل چې په ارامه توګه مخ ته ولاړ شي.

( درېيم اواز)

موږ ټول د چين او اروپا ترمنځ د تګ راتګ اورګاډيو ته خورا پاملرنه کوو، د کار غوښتنه يې هم جدي ده چې دغه اورګاډي په لا ارامه او روانه توګه اروپا ته ورسېږي.

د ۲۰۱۴ کال په مې مياشت کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جنګ جو ښار له نړيوال ځمکني بندر څخه ليدنه کتنه وکړه او هيله يې وښودله چې هه نان ولايت د چين دننه او بهر ترمنځ د تګ راتګ يو مهم لوژيستيکي او ترانسپورټي مرکز وګرځي څو چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ابادۍ لپاره زيات خدمتونه تر سره کړي.

د څه دپاسه ۳ کلونو په پرمختګ سره اوس د جنګ جو ښار د نړيوال ځمکني بندر له لارې د تګ راتګ اورګاډي ورځ په ورځ زياتېږي. د روان کال تر اګست پورې دغه شمېر يې ۷۸۴ ته رسېدلی او د مالونو عمومي ارزښت يې له ۴ مليارډو امريکايي ډالرو نه هم اوښتی دی.

د عمومي پلان له مخې، تر ۲۰۴۹ کال پورې به جنګ جو ښار په يو نړيوال سوداګريز ښار بدل شي. دا معنی ورکول کېږي. چې جنګ جو ښار به د چين دننه د ورخلاصون يو ډېر پرمختللی ځای وګرځي او د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې خپل ځلانده رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای