CRI Online

د بريټانيا د فوټبال ستوری داويډ بيکهام : هيله من دی چې د خپلو هڅو له لارې د ماشومانو ژوند بدل کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-23 08:52:25

پنځه کلنه چيني نجلۍ جيا چي مخکې د بريټانيا د فوټبال له ستوري داويډ بيکهام سره اشنا نه شوې وه، خو په دې وروستيو ورځو کې يې په وړکتون کې ور سره وکتل چې د هغې په سترګو کې يو په زړه پورې بهرنی دی.

په وروستيو ورځو کې د بريټانيا د فوټبال مشهور ستوري داويډ بيکهام د شانګ ښار د چينګ پو ناحيې د شانګ هوا چياو په نوم له هغه وړکتون څخه ليدنه وکړه چې د م م د ماشومانو د صندوق او چيني همکارانو په کوربتوب د لوبو له لارې د رواني پرمختګ په اړه د پروګرام د پلي کولو لپاره له اوو ازمويښتي وړکتونونو څخه يو شمېرل کيږي.

داويډ بيکهام په دې وړکتون کې له ماشومانو سره لوبې کولې او په درسونو کې يې د ځينو ماشومانو له پلرونو او ميندو سره د نظريو تبادله وکړله.دا لومړی ځل دی چې داويډ بيکهام د م م د ماشومانو د صندوق د سفير په توګه په چين کې د خيرښيګڼې په فعاليت کې ګډون کوي.

هغه زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې داسې وويل چې مونږ بايد د ماشومانو لپاره د لوبو ځايونه برابر کړو تر څو دوی ابتکاري توان ولري او له خپلو دوستانو سره لوبې وکولی شي. دا ډېره مهمه ده.

د څېړنې له مخې ښه رواني توان له درې کلنې څخه تر شپږ کلنې پورې د ماشومانو د ودې او لوېدو لپاره ډېر مهم دی.د م م د ماشومانو د صندوق له خوا د پلي شوي ياد پروګرام موخه دا ده چې د ډول ډول لوبو کولو او د کتابونو د لوستلو له لارې د ماشومانو ځاني باور پياوړی شي، د دوی ټولنيز مهارتونه وروزل او رواني توان يې تر لاسه شي.

د شانګهای د چينګ پو ناحيه د دې ښار په څنډو کې پرته ده.په دغه وړکتون کې زياتره ماشومان له هغو کارګرو کورنيو څخه دی چې د مزدورۍ لپاره دغه ښار ته ځي، او له نويو دوستانو سره د اړيکو ټينګولو، د نوې لهجې زده کړې او له نوي چاپيريال سره عادي کېدو ته اړتيا لري.

بيکهام داسې وويل چې دغه کارونه د ماشومانو لپاره لويې ننګونې دي.هغه له دغو ماشومانو سره تر لوبو کولو او خبرو کولو وروسته د جيا چي او نورو ماشومانو له کړنو څخه ژوره خاطره لري. هغه زياته کړه چې که څه هم د دوی کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو د دوی ځاني باور او ابتکاري توان د پاملرنې وړ دی.د دغه پروګرام د پلي کولو په رڼا کې ښايي د لازياتو همدغو ماشومانو لپاره يو امن او ښه چاپيريال برابر شي.هغه حالت مې ليدلی چې د م م د ماشومانو د صندوق او د چين د حکومت ترمنځ د همکارۍ له لارې د دغو ماشومانو شاوخوا چاپيريال تر زياتې اندازې پورې ښه شوی دی.

د څلورو اولادونو د پلار په توګه بيکهم له ۲۰۰۵ کال څخه د ياد صندوق د سفير دنده پر غاړه لري او په ۲۰۱۵ کال کې يې د دې صندوق په اړه د ډاويډ بيکهام صندوق جوړ کړ چې موخه يې په ګرده نړۍ کې له ماشومانو سره په تېره بيا له نجونو ماشومانو سره مرستې کول دي. هغه همدارنګه وويل چې پخوا مې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې هغه ماشومان کتلي وو چې د غذا د کمښت ، د زورزياتي پېښو او د روغتيايي مسئلو د شتون له امله زيانمن شوي وو.که تاسې دغسې ماشومان وګورئ، نو سمدلاسه به د دې لپاره خپلې هڅې وکړئ.

روان کال د م م د ماشومانو د صندوق او د چين د حکومت ترمنځ د همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی. هغه هيله وښودله چې په چين کې لازيات کسان چې ور سره مينه لري،له ماشومانو سره په مرستندويه چارو کې ګډون وکړي او د خپلو هڅو له لارې لازيات کسان د ماشومانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای