CRI Online

د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو د زورزياتي پر ضد د هانکانګ د ژغورنې په نوم لويه غونډه جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-19 16:46:26

ګرنو اورېدونکو، د اګست د ۱۷مې نېټې په ماسپښين کې د هانکانګ د ساتلو لوی ائتلاف د دغه ښار په يو پارک کې د زورزياتي پر ضد د هانکانګ د ژغورنې لويه غونډه جوړه کړه او د هانکانګ له بېلا بېلو ټولنو څخه يې غوښتنه کړې چې له هر ډول زورزياتي سره ټينګ مخالفت وکړي او ژر عادي ټولنيز نظم اعاده کړي. د خبر له مخې، په همدې ورځ ټول ۴ لکه او ۷۶ زره تنه په ياده غونډه کې ګډون وکړ.

د همدې ورځې تر غرمې وروسته په هانکانګ کې هوا دومره ښه نه وه او باران اورېد. خو باران هم په لويه غونډه کې د زياتو ښاريانو د ګډون مخنيوی ونشو کولای. ګډونوالو ښاريانو څرګنده کړه: هر دومره چې هوا سخته وي، دوی به هرومرو خپل نظرونه بيان کړي چې له زورزياتي سره مخالفت وکړي، د پوليسو له کار څخه ملاتړ وکړي او خپل کورونه وساتي. په هانکانګ کې د ټېکسي چلوونکو د ټولنې مرستيال رئيس ښاغلي هه يي شين وويل:

هانکانګ چې زموږ په زيارکښۍ سره جوړ شوی، د زور اچوونکو لخوا ويجاړ شوی. موږ دې ته اجازه ور نه کوو چې دغسي پېښه بيا رامنځته شي. موږ بايد تر خپلې وسې پورې هانکانګ خوندي وساتو او د لا ښکلي هانکانګ د ابادۍ لپاره کوښښونه وکړو.

د يادې لويې غونډې کوربه او د هانکانګ د کارګرو ټولنې مشر ښاغلي وو چيو بۍ څرګنده کړه چې يو شمېر افراطګر د زياتره هانکانګيانو له سخت مخالفت سره سره د اوسني سوله ييز او ارام ژوند ويجاړول غواړي. دا زموږ لپاره د منلو وړ نه دی. نو موږ غواړو چې د دغې لويې غونډې له لارې اووه ګونې غوښتنې بيان کړو.

زموږ اووه ګونې غوښتنې دا دي: بې ثباتۍ ختمول، له زورزياتي څخه لاس اخيستل، د ولسي خلکو ژوند بېرته عادي کېدل، د قوانينو مراعات، د ټولنيزې تجزيې مخنيوی او عادي مدار ته د هانکانګ بېرته ستنېدل. د دې تر څنګ موږ به د لوی ائتلاف په لارښوونې سره له پوليسو څخه د ملاتړ لپاره لا زيات فعاليتونه تر سره کړو.

د همدې ورځې په لويه غونډه کې د هانکانګ زياتو مشهورو شخصيتونو هم ګډون کړی دی، د بېلګې په توګه د تصديو خاوندان، هنرمندان او سياست وال. د ليري ختيځ پرمختيايي ډلې مشر ښاغلي چيو دا چانګ پر دې ټينګار وکړ چې د زورزياتي کړنې د هانکانګ عادي نظم خرابوي، نو بايد تر هر څه دمخه زورزياتي بند شي.

د زورزياتي په اثر د توکيو نړيوال لېږد رالېږد او سيلانيزو چارو په شمول په هانکانګ کې زياتې عادي چارې اوس بندې شوې او زيات شمېر رستورانټونه هم له دې امله تړل شوي دي. نو ځکه غواړم چې تر هر څه دمخه دې له زورزياتي څخه لاس واخلي، بيا دې په زغم او صبر سره يو له بل سره خبرې اترې وکړي.

په دغه لويه غونډه کې زياتو ټولنيزو استازيو هم ويناوې وکړې. له دې جملې څخه د پوليسو د يوې مېرمنۍ له خوا خپلو ماشومانو ته يو پيغام هم لوستل شوی دی. دغې مېرمن په خپل پيغام کې په ټینګار سره خپلو ماشومانو ته وويل چې موږ هېڅ ناسم کارونه نه دي کړي او په راتلونکې ژوند کې دې پر مينې پوره باور ولري.

يادې غونډې په هانکانګ کې د بېلا بېلو نژادونو اوسېدونکي هم راغلي دي. دوی له هانکانګ او چين سره خپله مينه څرګنده کړه او و يې ويل چې د زورزياتي پر وړاندې به نور صبر و نه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای