CRI Online

د بېجينګ د استوګنې په يوه سيمه کې پاکستاني کاکا: يووالی او همکارۍ له ناول کرونا ويروس سره د مقابلې لپاره تر ټولو اغيزمنې لارې چارې ګڼل کيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-09 14:18:57

۵۶ کلن عباسي د بېجينګ د چاو يانګ ناحيې د د جاو اينګ بۍ لي د استوګنې په يوه سيمه کې ژوند کوي او هره ورځ په روانه چيني ژبه د تګ راتګ کوونکو وګړو د بدن حرارت ګوري او د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول تدبيرونو په اړه معلومات معرفی کوي. هغه چې په چين کې يې د دېرشو کلونو لپاره ژوند کړی، د ناول کرونا ويروس سره د مقابلې په موده کې په فعاله توګه د دې سيمې د رضاکار په توګه دنده پيل کړې او په دې سيمه کې د چيني او بهرنيو اوسېدونکو لپاره يې خدمتونه کړي دي.عباسي چې سپينه ږيره لري، په روانه چيني ژبه وويل، احساس کوم چې دلته زما د خپل کور په شان دی ،ځکه چې دلته مې دومره اوږد موده ژوند کړی او له ډېرو وګړو سره مې دوستي هم ټينګه کړې ده.نو زه غواړم چې د دې سيمې لپاره خپل خدمتونه وکړم.

پاکستاني عباسي هره ورځ په مسؤليت سره په دې سيمه کې د يو رضاکار په توګه خپله دنده تر سره کوي او د تګ راتګ کوونکو وګړو د بدن حرارت ګوري.

له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې په موده کې د بېجينګ د استوګنې په بېلا بېلو سيمو کې د وګړو د بدن حرارت د معلومولو او د تګ راتګ کوونکو وګړو د نومونو د ثبتولو تدابير غوره شوي دي. د جاو اينګ بۍ لي د استوګنې په سيمه کې د دايمي اوسېدونکو شمېر شپېته زرو ته رسيدلی چې په دې جمله کې د څه باندې نوي هېوادونو او سيمو بهرنيان شته دي. هغه فکر وکړ چې دومره زيات بهرنيان دلته اوسيږي، نو ډېر به يې هرو مرو اړوندو مرستو ته اړتيا لري. نو د فبروري په پيل کې يې د دې سيمې له اداري څانګې سره اړيکه ونيوله او ويې غوښتل چې په دغه سيمه کې د رضاکار په توګه کار وکړي. هغه وويل، فکر کوم چې پر خپلو کارونو سربېره نورو وګړو ته اسانتياوې برابرولی شم . ځکه چې زمونږ په سيمه کې د کسانو شمېر دومره ډېر دی، هرو مرو رضاکار ته اړتيا لري.نو د فبروري په پيل کې مې له اداري څانګې سره اړيکه ونيوله او تر هغه وروسته مې ځيني د خيرښېګڼې کارونه پيل کړي دي.

هغه د زړه له کومې څخه وويل چې هغه تدابير چې د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په پيل کې د تګ راتګ کوونکو وګړو نمونه ثبتول او د دوی د بدن حرارت کتل کيږي، هغه کسان چې له نورو سيمو څخه بېجينګ ته ستنيږي،معلوميږي . په همدې مهال کې هغه تل له نورو رضاکارانو سره په حوصلې سره اړوند معلومات وړاندې کړي دي. که له بهرنيو اوسېدونکو سره ګوري، هغه چې په انګليسي، عربي او اردو ژبو خبرې کولی شي، هم په فعاله توګه ور سره مرستې کړې دي.

د يوه رضاکار په توګه عباسي تل د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره اړوند سندونه پرينټ کړي او د ويروس ضد د تعقيم خبرداری يې هم ور کړي دي . د ده په اند د ده د استوګنې په سيمه کې د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول تدبيرونه په سالمه توګه د نيول کېدو په حال کې دي. هغه وويل، زما په اند اړوند تدابير ډېر ښه دي. ټول وګړي يې درک کړی او له حکومت سره يې همکارۍ کړې دي . ځينو اوسېدونکو چې پخوا يې د اجازې کارډونه يې له ځانونو سره نه دي وړي، اوس ښه عادت لري چې له ماسکونو څخه استفاده کوي او اړوند کارډونه هم له ځان سره ګرځوي.دلته بهرنيانو هم له موږ سره همکارۍ کوي، نو اړوند تدابير په ښه توګه روان دي.

دا د عباسي لپاره د پاملرنې وړ ده چې له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې په موده کې چينايانو په جدي توګه هغه تدبيرونه پلی کړي چې په کورونو کې قرنطين کيږي ،د طبي کارپوهانو وړانديزونه يې منلي،د استوګنې په سيمو کې اړوند مقررات يې درک کړي او د ځان ساتنې ته يې پاملرنه کړې ده. هر تن که بېړني کارونه ونه لري، بيرون ته به لاړ نه شي او په عامو ځايونو کې به له نورو کسانو څخه واټن وساتي. هغه وويل چې له دې ويروس سره د مقابلې په لړ کې د چينايانو له ټينګ هوډ څخه اغيزمن شوي يم او د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلو طبي ډلې هم وو هان ښار ته ليږل شوې چې دا د ستاينې کارونه دي .هغه وويل چې له دې ويروس سره په مبارزه کې چين ډېرې تجربې لري، نو نور هېوادونه بايد له چين څخه د تجربو زده کړه وکړي او نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای