CRI Online

په افغانستان کې د چين له لوی سفير جنګ چينګ ديان سره ځانګړې مرکه

cri     (GMT+08:00) 2010-01-15 16:12:05

سي ار ای: تاسو د تېر کال په مارچ کې کابل ته ولاړئ او په افغانستان کې د چين د لوی سفير په توګه مو په دنده پيل وکړ . د افغانستان او افغانانو په اړه څه خاطرې لرئ؟

ښاغلي جنګ : نژدې يو کال کيږي چې زه په افغانستان کې د چين د سفير په توګه دنده په غاړه لرم او په دغه موده کې مې د دغه هېواد له حکومتي چارواکو، اړوندو کارکوونکو او زياتو عامو وګړيو سره اړيکې او تماس نيولی دی، دوی ټول له چينايانو سره ډېره ښه رويه کوي چې دې ټکي ما ته په زړه ژورې خاطرې پريښې دي.

سي ار ای : د افغانستان د بيارغونې په بهير کې ډېر فرصتونه موجود دي . اوس مهال څومره چينايان په افغانستان کې کار کوی او دوی په کومه کومه ساحه کې بوخت دي ؟ د افغانستان د اوسنيو ناارامو حالاتو له امله تاسې دغو چينايانو ته څه وړانديزونه کوئ؟

ښاغلی جنګ : افغانستان د يوه پرمختيايي هېواد په توګه له سوداګريزو فرصتونو څخه ډک دی، خو ټولو ته مالومه ده چې د دغه هېواد اوسني حالات لاهم پېچلي او ناارامه دي . اوس کابو پنځه سوه چينايان په افغانستان کې دي چې زياتره يې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او د مخابراتي پروژو په دولتي تصديو او شخصي شرکتونو کې تجربه لرونکي فني کارکوونکي دي، برسېره پردې ځينې يې د ورځني وړو شيانو او فلزاتو د خرڅلاو، يا د اعلانونو او رستورانټونو په چارو بوخت کې په کارونو کې بوخت دي. د چين د سفارت په ملاتړ او مرستې په افغانستان کې د چيني سوداګرانو ټولنه د ٢٠٠٧ کال په سپټمبر کې جوړه شوه چې دا په افغانستان کې داسې لومړې ټولنه ده چې د چيني سوداګرانو لخوا پخپله اداره کيږي.

په افغانستان کې چيني سوداګران بايد لومړی، بازاري خطرونه وارزوي او د امنيت د تامين پربنسټ دې په سوداګريزو فعاليتونو لاس پورې کړي، په عين وخت کې هم بايد د افغانستان د قوانينو پابند وي او د اسلامي هېواد د دود او دستور درناوی وکړي او له افغان حکومت او بېلابېلو ټولنو سره دې مشوره او همغږي پياوړې کړي او د اخلاص او باور په ډکه فضا کې دې سره سيالي وکړي ترڅو چې په بهر کې د چيني سوداګرانو ښه بڼه او نوم وساتل شي .

سي ار اي: له ٢٠٠٢ کال راهيسې د چين او افغانستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريز پرمختګ چټګ شوی دی، مهرباني وکړئ چې د دغه دوه اړخيز اقتصاد او سوداګرۍ د حالاتو په اړه لنډ مالومات موږ ته راکړئ؟

ښاغلی جنګ : چين د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان يو ډېر مهم ملګری هېواد دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ډېر چټک پرمختګ کوي چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ عمومي ارزښت يې له ٢٠٠٢ کال نه تر ٢٠٠٧ کال پورې له شل مليونه نه شپږ سوه او يوولس مليونه امريکايي ډالرو ته پورته شوی چې په تېرو څو کلونو کې يې له بهرنيو هېوادونو سره د افغانستان په سوداګريز عمومي حجم کې له ١٠٪ څخه زياته برخه نيولې ده . که څه هم په ٢٠٠٨ کال دغه ارزښت د نړيوال پولي بحران د منفي اغېزو له امله ډېر ټيټ شوی دی، خو په ٢٠٠٩ کال کې يې بيا لوړ شوی دی او د ٢٠٠٩ کال په دوهمه ربعه کې يې نهه اتا مليونه و اووه سوه او دېرش زره امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د تېرکال د همدې مودې په پرتله ٣.٧٩ ٪ زيات دی .

د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ همکاري ښه راتلونکې لري. اوس چين په عمده توګه افغانستان ته ماشينونه، تعميراتي توکي، د کورنو برېښنايي سامان الات، د سپکو صنايعو توليدات او شين چای صادروي او له افغانستان څخه د څارويو څرمنې، غالۍ ،پنبې او داسې نور کرهڼيز توليدات واردوی. که څه هم موږ ته د افغانستان د وارداتي توليداتو ډولونه محدود دي، خو د کاني او ځانګړی لرونکو کرهڼيزو توليداتو د صادرولو په برخو کې افغانستان بياځواکمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ شونتيا زياته ده .

سي ار ای: اوس په افغانستان کې د چيني تصديو د پانګه اچونې حالات څه دي او د چين حکومت افغانستان ته څه ډول اقتصادي امتيازونه ورکوي؟

د چين حکومت تل ځواکمنې او مسئولانه تصدۍ هڅوي چې افغانستان کې پانګونه وکړي. اوس د جونګ شينګ د مخابراتي شرکت، د هوا وې تخنيکي شرکت او MCC په شمول يو شمېر چيني تصدۍ په افغانستان کې خپلې نماينده ګۍ پرانيستلې دي. په تېره بيا د عينکو مسو کان پروژه چې د MCC او JMCCلخوا په ګډو پانګونو پر مخ وړل کيږي، د تېرکال په جولای کې پيل شوې ده او پانګونه به يې له څلور مليارډو امريکايي ډالرو څخه زياته شي چې په پايله کې نه يوازې چين د افغانستان د لومړی لوی پانګوال هيواد ګرځيدلی، بلکې افغان حکومت ته يې لازيات ماليات هم له دې امله ورکړي دي او افغانانو ته يې زيات کاري فرصت برابر کړي دي، دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې همکارۍ هم پراخې شوې دي.

د ٢٠٠٦ کال د جولای له لومړنۍ نېټې څخه د چين حکومت خپل هيواد ته د افغانستان د يو شمېر صادراتي توليداتو ماليات هم لغوه کړي دي. دغه تدبير ډېر ښه پايله ترلاسه کړې ده چې چين ته د افغانستان د صادراتي ارزښت زيات شوی دی . د بېلګې په توګه د ٢٠٠٧ کال له جولای نه تر سپټمبر پورې دغه ارزښت دری مليونه او دری لکه او دېرش زره امريکايي ډالرو ته پورته شوی دی او د ٢٠٠٩ کال په دوهمه ربعه کې يې دري مليونه او درې سوه دېرش زره امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٥٦٦٪ زيات شوی.

سي ار ای: د دواړو هېوادونو ترمنځ له سوداګرۍ پرته چين افغانستان ته په کومه برخه کې مرستې هم برابروي ؟

ښاغلی جنګ : چين د افغانستان د نيک ګاوندي هېواد په توګه د تېرې پېړۍ له شپږمې لسيزې څخه په ملکي چارو کې افغانستان ته په ملکي مرسته ورکولو پيل وکړ. چين د اوبو لګولو د تاسيساتو، روغتونونو، د نساجي تصديو او کرهڼيزو فارمونو د جوړولو لپاره له افغانستان سره مرستې کړې دي چې دغه کومکونو د افغانستان د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره فعال رول لوبولی دی. له ٢٠٠١ کال راهيسې د چين حکومت په فعاله توګه د افغانستان په بيا رغونه کې ګډون کړی او د افغانستان پرمختګ ته يې ډېره پامارنه کوی، موږ په پرله پسې توګه د افغان وګړيو د ژوند په برخه کې زياتې پانګې لګوو او د کرڼې، روغتيا او ښوونې په برخو کې له افغانستان سره مرستې او ملاتړ ته لومړيتوب ورکوو . د ٢٠٠٢ کال راهيسې، چين د خپلې کړې ژمې سره سم په وار سره افغانستان ته د وچکالۍ د مخنيوي مالونه، د کډوالو سره مرستندويه مالونه، غلو دانو او د اوبو لګولو تاسيسات وړاندی کړل. په تيره بيا يې د پروان د اوبو لګولو پروژه اصلاح او په کابل کې د جمهوريت روغتون ته يې بشپړ تجهيزات برابر کړي دي او په عين وخت کې د چين حکومت زرتنه افغان فني کارکوونکي روزلي دي .

چين او افغانستان يو د بل سره ښه ګانډي هېوادونه دي، چين تل د افغانستان د حاکميت، خپلواکۍ او د خاورې د بشپړتيا درناوی کوي، زموږ مرسته پرته له شرايطو ده، د ګټه اخيستلو موخه نه لري او د خلکو د ژوند د تامينولو او د اقتصاد د پياوړتيا په موخه ده. چين به په پرله پسې توګه په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

سي ار ای: زموږ په اند افغان محصلين دې ته زياته پاملرنه کوي چې په چين کې د زده کړې لپاره د چين حکومتي سکالرشېپ تر لاسه کړی شي که نه ؟ نو د چين حکومت به په دې هکله څرنګه تدبيرونه ونيسي؟

ښاغلی جنګ: موږ د چين او افغانستان د کولتور او ښوونې په برخو کې د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره افغان غوره محصلينو ته حکومتي سکالرشېپونه برابرو چې تراوسه مو ٩٨ تنو افغان محصلينو ته سکالرشېپونه ورکړي دي. له دې جملې څخه اکثر محصلين په چين کې له لوړې زده کړې وروسته افغانستان ته بيرته ستانه شوي او ځينې يې لاهم په چين کې زده کړې کوي. د چين حکومت له افغانستان سره تعلمي او تخنيکي مرستو ته په درنه سترګه ګوري. د ياد شويو شکالرشېپونو نه پرته د چين حکومت کله کله د افغانستان د بېلابېلو ټولنو شخصيتونو ته بلنې ورکوي چې په چين کې لنډ مهال روزنه ومني. دغه راز موږ هم د افغانستان لپاره زيات شمېر فني کارکوونکي روزلي دي. د چين حکومت به په راتلونکي وخت کې د اړوندو دوه اړخيزو تړونونو سره سم په ښوونيزو چارو کې له افغانستان سره زياتې مرستې وکړي.

سي ار ای: په ٢٠٠٨ کال په کابل پوهنتون کې د کنفوسيوس پوهنځی جوړ شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکارۍ په برخه کې يوه ښه بېلګه ګڼل کيږی. ستاسو په اند دغه پوهنځی د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوستانه تګ راتګ کې څرنګه رول لوبوي؟

ښاغلی جنګ: د چين او افغانستان د حکومتونو د ګډو کوښښونو په رڼا د ٢٠٠٨ کال په جنورۍ کې د چين د تای يوان د ساينس او صنايعو پوهنتون په مرسته په افغانستان کې د کنفوسيوس لومړی پوهنځی جوړ شو. د همدې کال په مارچ کې ١٥ تنو زده کوونکو په دغه پوهنځي کې د چيني ژبې په زده کړې پيل کړی. د خوشالۍ وړ خبره دا ده چې په تيرو دوو کلونو کې له يادو شويو ١٥ تنو محصلينو څخه ١٣ تنو د چين د حکومت سکالرشېپ ترلاسه کړی چې اوس دوی د تای يوان د ساينس او صنايعو پوهنتون کې زده کړه کوي. له دې امله اوس په کابل پوهنتون کې د چينی ژبې زده کړې اوج ته رسيدلې ده. د افغانستان حکومت له بېلابېلو ستونزو سره سره له دغه پوهنځي څخه خپل مثبت دريځ ښودلی چې له چين سره له فرهنګي همکارۍ څخه د افغانستان حکومتي ملاتړ بلل کيږي. موږ له دې امله مننه کوو. زه باور لرم چې دغه پوهنځی به د چين او افغانستان ترمنځ د دوستانه تګ راتګ يوه نوی بڼه ورکړي چې نه يوازې د چيني ژبې د زده کړې په اړه د افغان ځوانانو اړتياوې پوره کړي بلکې د چين او افغانستان د فرهنګي تګ راتګ حتی په بېلابېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ وهڅوي.

سي ار ای: چين او افغانستان دواړه ښه ګاونډی هېوادونه دي. چين د افغانستان د يو لوی ګاونډی هېواد په توګه د افغانستان په بيا رغونې کې فعاله ونډه اخيستې ده. ستاسو په اند چين د سيمه ييزې سولې او ثبات د ټينګښت په ساحه کې څه ډول ګټور کارونه ترسره کړي دي؟

ښاغلی جنګ: چين تل د افغانستان د حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو د بشپړتيا، د افغان وګړيو د نيت او غوره والي احترام کوي او د افغانستان له بيا رغونې څخه ملاتړ کوي چې تراوسه پورې مو افغانستان ته ١٥٠ مليونه امريکايی ډالره نغدي مرستې او نور ډېرې مادي مرستې برابرې کړې او د جمهوريت روغتون په ګډون يو لړ بنسټيز تاسيسات مو هم جوړ کړي دي. چين به په راتلونکي کې د افغانستان ملاتړ او مرستې د پياوړتيا په برخه کې لا نور کوښښونه هم وکړي او ځواکمنې تصدۍ به وهڅوي چې په افغانستان کې پانګې واچوي ترڅو چې د سوداګرۍ او کرهڼې په برخو کې خپلمنځي واقعي همکارۍ پياوړې شي. چين په عين وخت کې له نړېوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان بيا رغونې ته لازياته پاملرنه وکړي.

چين به د افغانستان د يو ښه ګاونډی هېواد په توګه تر ممکنه حده پورې له افغانستان سره مرسته کوي ترڅو چې په دې هېواد کې سوله او پرمختګ ژر تر ژره رامنځته شي او د خلکو ژوند نورهم ښه شي چې دا به د سيمې د سولې او ثبات لپاره هم ګټوره وي.

سي ار ای: د جنورۍ په شلمه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د ساسي اړيکو د ټينګيدو د ٥٥ کاليزې سره برابره ده، تاسې د دغې ورځې د رارسيدو په مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت په اړه څه هيلې لرئ ؟

ښاغلی جنګ: چين او افغانستان دوه ښه دوستان او ګاوندي هېوادونه دي چې د خپلمنځي دوستانه اړيکو پرمختګ يې ټينګ بنسټ لري او د دواړو هېوادونو د وګړيو له بنسټيزو ګټو سره هم سمون لري. له پنځه پنځوسو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د ګډو کوښښونو له لارې د خپلمنځي هر اړخيزې همکارۍ اړيکې ټينګې شوې او په سياسي، اقتصادي، کولتوري او داسې نورو برخو کې يې همکارۍ ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي، دغه راز د جګ پوړيو چارواکيو په کچه تګ راتګ هم په پرله پسې توګه زيات شوی. اوس مهال دغه اړيکې د چټک پرمختګ يوه مهم پړاو ته رسيدلې دي، چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو او وګړيو له بنسټيزو ګټو لپاره بلکې د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره هم ګټورې دي . دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د دوه اړخيزو ګټو پربنا خپلمنځي همکارۍ لا پسې پياوړې کړي په ګډه به ورته پرمختګ ورکوي او د دوه اړخيزو اړيکو ټينګښت به يو نوي پړاو ته ورسوي. زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب د اړيکو د راتلونکې په هکله بشپړ باور لرم او ورته سترګې په لار يم!

په افغانستان کې د چين د لوی سفير جنګ چينګ ديان عکسونه


1 2
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای