CRI Online

د مبارکۍ وينا

cri     (GMT+08:00) 2010-01-15 16:21:50

د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ٥٥کليزې په اړه د ښاغلي جنګ چينګ ديان هيله:

چين او افغانستان دوه ښه دوستان او ګاوندي هېوادونه دي چې د خپلمنځي دوستانه اړيکو پرمختګ يې ټينګ بنسټ لري او د دواړو هېوادونو د وګړيو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري. له پنځه پنځوسو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د ګډو کوښښونو له لارې د خپلمنځي هر اړخيزې همکارۍ اړيکې ټينګې شوې او په سياسی، اقتصادي، کولتوري او داسې نورو برخو کې يې همکارۍ ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي، دغه راز د جګ پوړيو چارواکيو په کچه تګ راتګ هم په پرله پسې توګه زيات شوی. اوس مهال دغه اړيکې د چټک پرمختګ يوه مهم پړاو ته رسيدلي دي، چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو او وګړيو له بنسټيزو ګټو لپاره بلکې د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره هم ګټورې دي . دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د دوه اړخيزو ګټو پربنا خپلمنځي همکارۍ لا پسې پياوړې کړي په ګډه به ورته پرمختګ ورکوي او د دوه اړخيزو اړيکو ټينګښ به يو نوي پړاو ته ورسوي. زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب د اړيکو د راتلونکې په هکله بشپړ باور لرم او ورته سترګې په لار يم!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای