د کابل په يو واټ کې
استاذ جيانګ جي چيانګ(Jiang Zhiqiang) مجلسي سړی دی ، په پښتو روانې خبرې کوي ، کله چې ورسره کېنې ، نو ګومان به وکړې له هغه چا سر خبرې کوي چې پښتو يې مورنۍ ژبه ده . دی په نولس سوه پېنځه څلويښم کال د چين په لومړني لوي ښار شانګهاي کې زېږېدلی او لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې هم په دغه ښار کې ترسره کړې دي. په نولس سوه درې شپېتم کال کې د بېجېنګ د راډيو خپرونې پوهنځي د پښتو ژبې په څانګه کې شامل شو، له هغه وخته راهيسې يې کابو اووڅلويښت کاله د پښتو ژبې د زده کړې او په دغه ژبه د پښتنو اورېدونکيو لپاره خدمتونه ترسره کړي دي . له اوږدې مودې راهيسې ده ډول ډول پروګرامونه مشرۍ کړې ، مثلا چيني مسلمانان ، د چين د متلونو کيسې ، نړۍ ته کتنه ، چين ته سفر ، رنګارنګ ګلونه او داسې نور .کله چې افغانان له روسانو سره په جهاد بوخت وو ، استاذ جيانګ د سي ار اې راډيو د خبريال په توګه پاکستان ته ولېږل شو او د دوو کلونو په موده کې يې د يرغلګرو پر ضد د افغانانو د مېړنۍ مبارزې او پناه وړونکيو په هکله زيات رپوټونه وليکل او په راډيو کې پر خپرېدو سربېره د چين په بېلا بېلو لويو ورځپاڼو کې هم خپاره شول ، دغه راز دده له خوا ليکل شوې يا ژباړل شوې نورې مقالې هم د چين په بېلا بېلو مجلو يا کتابونو کې چاپ شوې دي ، د بېلګې په توګه توريالی پښتون ، خوشال خان خټک ، د پښتو متلونو کيسې ، پښتون قوم _ د افغانستان لومړنی لوی قوم ، افغان غوره نثرونه ، د افغانستان قومونه ، د پېښور تاريخي اثارو ته کتنه او نور.
د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکيو د ټينګښت پېنځه پنځوسمې کليزې په موقع کې استاذ جيانګ لومړی خپله مبارکی وويله او بيا يې د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ د پياوړتيا او د افغانستان د بيا رغاونې د ګړندېتوب هيله څرګنده کړه .
د ښاغلي مجددي سره د د کتنې په مهال کې
د کابل د انټرکانټينټل هوټل په وړاندې
ښاغلی جيانګ د مجاهدينو په يوه اډه کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |