CRI Online

د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې استاذ جانګ جاو(Zhang Zhao)

cri     (GMT+08:00) 2010-01-17 10:50:16

د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګيدو د ٥٠ مې کاليزې د يادونې لپاره د چين لخوا د يو خاص پوستي پاکټ د خپريدو په مراسمو کې له ښي اړخ څخه دوهم لمبر ښاغلی جانګ جاو ليدل کيږي او ويناکوونکي د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ښاغلي لي خوي و 

محترمو دوستانو د ٢٠١٠ ميلادي کال د جنوري شلمه نيټه د چين او افغانستان ترمينځ د سياسي اړيکود ټينګيدود٥٥کاليزې سره برابره ده ، په دې مناسبت زه جانګ جاو ددې ورځې رارسيدوته توده مبارکي وايم .

دچين اوافغانستان دخلکوترمنځ دوستانه تګ راتګ ډېره پخوارامنځته شوی اوژوره دوستي يې ټنيګه شوې ده،څلويښت کاله کيږي چې مادسي ارای يادچين دنړېوالې راډيو د پښتوڅانګې ديوه کارکوونکي په توګه دچين اوافغانستان دخلکو ترمينځ د دوستی د ټينګتيا او پياوړتيا لپاره کارکړی او د پښتوخپرونې په وسيله مې ددواړو هېوادونودخلکو ترمينځ دمتقابلې پيژندګلوي لپاره کوششونه کړي دي ، زه له خپلو کارونو څخه ډېره خوښي اووياړه څرګندوم .

په تيرو څلويښتو کلونو کې ما نه يوازې په راډيو کې د پښتو خپرونې له لارې د چين او افغانستان د خلکو ترمنځ د دوستۍ او پيژندګلوي د ټينګتيا او پراختيا لپاره کارکړی بلکې هم د خپلو واقعي عملياتو له لارې مې د دغه مقصد د ترسره کيدو لپاره زيار ايستلی دی . د مثال په ډول په ١٩٧٠ لسيزه کې ما د پښتو ژبې د ژباړونکي يا ترجمان په توګه د افغانستان په کندهار ښار کې د ميرويس نيکه په نامه روغتون د جوړولو لپاره د چيني انجنيري ډلې سره يو ځای کارکړی و او پخپلو سترګو مې د چين او چينايانو په انډول د افغان خلکو توده ميلمه پالنه او دوستي وليدله او ما ته نيکه او ښه خاطره راپاتې شوې ده .

کله چې نړۍ يوويشتمې پيړۍ ته ننوتلې د نړېوالو په وړاندې ډېرې زياتې نوې او سختې مسالې رامنځته شوې دي ، د خپل هېواد د اقتصادي ابادۍ څخه برسيره د تراهګرۍ او نشه يي توکيو سره مبارزه کول د چين او افغانستان په وړاندې ګډې مسالې ګڼل کيږي چې دواړه هېوادونه بايد په ګډه ورسره مبارزه وکړي . په وروستيو کلونو کې دواړو هېوادونو په دې برخه کې زيات کوششونه کړي او خپلمنځي همکاري يې هم يپاوړې کړې دي ، په تيرو دريو کلونو کې د افغانستان حکومت د نشه يي توګيو سره د مبارزې په اړه څو هيئتونه چين ته راليږلي او د چين د اړوندو څإنګو سره د ترهګرۍ او نشه يي توکيو سره د مبارزې په اړه يې بحثونه او مباحثې کړې او دچين دځينو ځايونو څخه يې ليدنه کتنه وکړه ،ما ته فرصت راکړ شوی چې د يوه ژباړونکي په توګه د ځينو هيئتونو د بحثونو او سيل په فعاليتونوکې ګډون وکړ، ويل کيږي چې په دغو فعاليتونو کې زما ګډون هم د چين او افغانستان ترمنځ د نشه يي توکيو سره د مبارزې لپاره ډير لږ خدمت کړي دي .

 

په عکس کې د افغانستان په کندهار کې د ميرويس نيکه په نامه روغتون د نوۍجوړې شوې ودانۍ په وړاندې ښاغلی جانګ جاواو د دغې پروژې د يو افغان مسؤل ليدل کيږي

 

 د چين او افغانستان د اړوندو څانګو مامورين په جلاجلا توګه په خپل هېواد کې د نشه يي توکيو سره د مبارزې په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په حال کې وو .

 د ١٩٧٦ کال په ډيسمبر کې په کندهار کې

 د ٢٠٠٨ کال په اګست کې د نشايي توکيو سره د مبارزې په اړه د افغانستان له پلاوی سره

 

د ٢٠٠٨ کال په اګست کې د نشايي توکيو سره د مبارزې په اړه د چين او افغانستان له دوو مامورينو سره

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای