پروفسير جانګ مين ( Zhang min ) په ١٩٣٨ کال کې د چين په شمال ختيځ ليان نين ولايت کې زېږېدلی او په ١٩٥٩ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ته د پښتو او دري ژبو د زده کړې لپاره وليږل شو او په ١٩٦٣ کال کې فارغ شو. له فراغت وروسته يې تر ١٩٦٩ کال پورې په کابل کې د چين په سفارت کې دنده په غاړه درلوده. دغه راز ښاغلي جانګ په ١٩٧٩ او ١٩٩٠ کال کې کابل ته وليږل شو او د ١٩٩٣ کال تر فبرورۍ پورې يې هلته خپله دنده پای ته ورسوله . د ٢٠٠١ کال په ډېسمبر کې په کابل کې د چيني سفارت د بيا پرانستلو لپاره د يوې کاري ډلې مشري وکړه. ښاغلي جانګ په افغانستان کې څلور ځلې کار کړی او په پای کې د لنډمهالي شارژدافير دندې په پوره کولو سره يې له ډيپلوماټيکې صحنې څخه ووت.
ښاغلي جانګ د خپل ژوند لسګونو کلونو په ترڅ کې د چين او افغانستان د خلکو ترمنځ د ښې او پخې دوستۍ د ټينګښت لپاره زيات خدمتونه ترسره کړل او له پروفيسر چه سره يې يو ځای د پښتو ژبې د درسي کتابونو د تاليف په برخه کې زيات کوښښونه او هلې ځلې وکړې، برسېره پردې هغه د افغانستان د کولتور او ټولنې په نامه يو کتاب هم په چينايي ژبه ليکلی دی.
٢٠٠٦ کال ښاغلی جانګ له افغان ولسمشر حامد کرزی سره
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |