CRI Online

ښاغلی پروفسير چه هونګ څای(Che Hongcai)

cri     (GMT+08:00) 2010-01-17 11:00:55
عکسونو يووړه د تاريخ سيندته زما خاطره، دا هغه منظره ده د پنځوسو کلونو پخوا .د رشتين صاحب په لارښوونه ځوانانو سير علمي کوله .په افغان محصلينو کی درو چينايانو برخه درلودله . هو، هغه نه هېرېدونکې زمانه وه ، مونږ ليږل شوی وو کابل ته سم د چين او افغانستان د حکومتونو د کلتوري موافقت نامې سره. دخپل عمر ډېره زرينه دوره مو د پښتو په زده کړه تېره کړه. . د ادبياتو په پوهنځی کی د پښتو لغتونو سره د افغانستان لرغونی تمدن زمونږ په زړونو کی ريښه کښېښودله ،د افغان خلکو سپېڅلی او زړه ور طبيعت او ماهيت زمونږ په ياد وي او پښتونوالی يی په تېره بيا. ډېره ژوره دوستي مو د افغان خلکو سره پيدا شوه .دا د دواړو خلکو ترمنځ د زرګونو کلونو ددوستۍ ادامه ده.

د زمانې په تېرېدو په نړۍ کی ډېر بدلون پېښ شوی، د وخت ځوانان سپين ږېري شوی دي، مګر خلک نه زړېږي،هرڅه بدلېږي، مګر د خلکو په زړونو کی دوستي نه بدلېږي.

د چين او افغانستان د رسمي اړيکی ټينګېدو د ٥٥ کاليزې په در شل ، د زړه له کومی هيله لرم چه سوله او نيکمرغی به د افغانستان پرخلکو وي او د دواړو خلکو ترمنځ صيميمانه دوستي به ورځ په ورځ ټينګه شي.

  

 

 

که د پښتو ژبې ښوونې يادونه يې وکړو، نو ويلی شو چې پروفيسر چه (Che Hongcai)نه يوازې لسګونه زده کوونکي روزلي دي، بلکې په چين کې يې د پښتو ژبې د زده کړې لومړني درسي کتابونه هم ليکلي دي.

 

ښاغلی چه د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې د چين د بهرنيو چارو وزارت لخوا د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي ته د پښتو ژبې د زده کړې لپاره وليږل شو او د ١٩٨٩ کال له مارچ څخه د ١٩٩٣ کال تر جولای پورې يې په اسلام اباد او کابل کې د ډيپلوماټ په توګه دنده په غاړه درلوده. بيرته خپل وطن ته تر ستنېدو وروسته ښاغلي چه له دوه زرم کال څخه د چين د نشراتو پوهنتون کې د ځانګړي استاد په توګه وګمارل شو. هغه په ١٩٩٩ کال کې متقاعد شو او له ښاغلي پروفسير جانګ مين سره يو ځای يې د پښتو ژبې درسي کتابونو په ليکلو پيل وکړ او د زياتو ستونزو د لېرې کولو وروسته بالاخره دغه درسي کتابونه د نيپالي او هالنډي ژبو له درسي کتابونو سره يوځاي له چاپه را ووتل.

 

د پام وړ خبره دا ده چې لا تر اوسه پورې د رسمي ژبې په توګه په افغانستان کې او د پاکستان په صوبه سرحد کې لا داسې بشپړ پښتو پښويې (ګرامر) کتاب نه دی چاپ شوی. ښاغلي چه او جانګ د پښتو ژبې د اصولو او قواعدو د راغونډولو په برخه کې دغه خاليګا څه نا څه ډکه کړې ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای