CRI Online

د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې استاذه سياو بينګ(Xiao Bing)

cri     (GMT+08:00) 2010-01-17 11:13:37

 
د پښتانو په کور کې مېلمه                                           په  پاکستان کې له چينی دوستې سره       

درنو اورېدونکو او لوستونکو، زه سياو بينګ (Xiao Bing)د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې يوه پخوانۍ کارکوونکې يم، که څه هم د زيات عمر له امله څو کاله مخکې له خپلې رسمي دندې تقاعده شوې يم، خو له دې امله چی زه له پښتو خپرونې سره ډېره مينه او له افغانانو سره نژدې او ډېره علاقه لرم، نو د تېر کال په دوهمه نيمايي کې پښتو څانګې ته يو ځل بېرته راغلم او د خپل توان په اندازه له خپلو ځوانو ملګرو سره همکاري او مرسته کوم.

د روان عيسوي کال د جنورۍ په شلمه نيټه د چين او افغانستان تر منځ د سياسي اړيکو د ټينګيدو له ٥٥مې کاليزې سره برابره ده. د تېرو ٥٥کلونو په اوږدو کې که څه هم نړۍ د پرله پسې بدلون په حال کې ده، د چين او افغانستان د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ لرغونې دوستي د همېشه لپاره پخپل ځای پاتې او ساتل شوې ده. دا له دې برکته ده چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر خلک سوله او ارامي خوښوي، د هېوادونو ترمنځ ښه ګاونډيتوب او دوستي غواړی. دغه راز يې د دی لپاره نه ستړي کيدونکي کوښښونه کړي او کوي يې. زه باورلرم چې دا زموږ د پښتو خپرونې موخه ده او هيله ده. د پښتو خپرونې د يوې مشرې کارکوونکې په توګه مې د تيرو لسګونو کلونو په اوږدو کې د دغې موخې په ترسره کولو کې خپله ونډه اخيستې ده، اوس هم غواړم چې د خپل ژوند په وروستيو کلونو کې هم د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ د نيکو اړيکو د لا نژدېوالي او د دوستۍ د نورې هم ژورتيا لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړم. هيله ده چې په افغانستان کې بشپړه سوله ژر تر ژره رامنځته شي او ټول خلک بيا له ارامۍ اونيکمرغۍ نه په ډکه فِضا کې ژوند وکړی.

امين د يوه همداسې روښانه سباوون په هيله!!!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای