CRI Online

د تقاعد شويو ديپلوماتانو په خاطرو کې افغانستان

cri     (GMT+08:00) 2010-01-19 15:54:38

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! د ٢٠١٠ کال د جنورۍ شلمه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو له ٥٥ کاليزې سره برابره ده. نو له نن څخه به تاسو ته د دغې ورځې د نمانځني په هکله څلور ځانګړی پروګرامونه وړاندې کړو. چين او افغانستان دوه لرغوني تاريخي هېوادونه دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکيو له ټينګېدو وروسته په سياسي، اقتصادي او کولتور برخو کې دوه اړخيزو اړيکو چټک پرمختګ موندلی دی. د ټولو پرمختګونو تر لاسه کول د نسل په نسل ډيپلوماټانو له کوښښونو سره نژدی اړيکې لري. ښاغلي جانګ مين او يو تی ګن په افغانستان کې د چيني زده کوونکو په لومړنۍ ډله کې شامل شول او دوی هم په افغانستان کې د ډيپلوماټانو په توګه کار کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د ټينګېدو لپاره يې خدمتونه کړي دي او کوی يي. که څه هم اوس دوی دواړه تقاعد شوي، خو دوی لا هم افغانستان ته پاملرنه کوي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دوی د کيسو او خاطرو په اړه لنډ مالومات وړاندې کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای