کابل
د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر
جلالتماب حامد کرزی،
د چين د ولسي جمهوريت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو د پنځه پنځسمې کاليزې د رارسېدو په موقع کې، زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او پخپله تاسې جلالتماب او ستا له لارې د افغانستان حکومت او خلکو ته تودې مبارکۍ او نيکې هيلې څرګندوم.
چين او افغانستان عنعنوي او نيک ګاونډي هېوادونه دي. د پنځه پنځوسو کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په سوله کې د ګډ ژوند د پنځوګونو اصولو په رڼا کې د نړيوالو حالاتو د بدلولو له ازموينو څخه بريالی وتلې او تل يې په سالمه توګه پرمختګ کړی. دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي تګ راتګ په پر له پسی توګه پراخ، اقتصادي همکاری يې ګام په ګام ژوره شوی او د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب اړيکې يې نوی پرمختيايي مرحلې ته داخل شوې.
د چين حکومت او خلک د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب، دوستۍ او د مقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، په پر له پسې توګه به د افغانستان د بيارغونې له بهېر څخه ملاتړ او پکې ګډون وکړو او د افغانستان له حکومت او خلکو سره به يو ځای هڅه وکړو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزې همکارۍ او دوستۍ اړيکې نوې پړاو ته ورسول شي.
د افغانستان د سمسورتيا او ابادۍ او د خلکو د نيکمرغۍ په هيله!
د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو د لاغښتلي پاتې ليدو په هيله!
د چين د ولسي جمهوريت د دولت رئيس هو جين تاو
د ٢٠١٠ کال د جنورۍ شمله نېټه، بېجينګ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |