د چين د ولسي جمهوريت، رئيس!
خوشحاله يم چې د خپل زړه له کومې مبارکۍ مراتب، د افغانستان اسلامي جمهوريت او د چين د ولسي جمهوريت ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د پنځه پنځوسمې کلېزې په مناسبت، تاسو جلالتماب او د چين د ولسي جمهوريت خلکو ته وړاندې کوم.
څومره چې زموږ او ستاسو د خلکو تر منځ اړيکې لرغونی او اوږد تاريخ لري، اما د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړول پنځه پنځوس کاله مخکې زموږ د هېوادونو تر منځ د اړيکو لوړه نقطه بلل کيږي. په تېرو وختونو کې زموږ د نيکونو ګډو کوښښونو د ختيځ او لويديز تر منځ د وصل زمينه برابره کړه د نړۍ د خلکو او لرغونو تمدنونو لپاره د کولتوري، سوداګريزه لاره، چې زموږ له هېواد څخه د نړۍ لېرې پرتو سيمو ته غذيدله.
زموږ د هېوادونو د تاريخ پاڼې تل د دوستانه او همکارو اړيکو ګواهي ورکوي، د افغانستان او چين سرحدي کرښې کولی شو چې د دوستۍ او صميميت پولې په نامه يادې کړو، د دواړو هېوادونو د حسن نيت، ښه ګاونډيتوب دوستي او همکاري چې په ٢٠٠٦کال زما د سفر پر مهال لاسليک شوې د افغانستان او چين تر منځ د لا ډاډمنو نژدې اړيکو وده او پرمختګ منځته را وړی دی.
د چين د ولسي جمهوريت مرستې د افغانستان په بيا رغونه، د جوړونې پروژې چې په دې برخه کې په لاره اچول شوې دي، د چين د دوستۍ او ښې همکارۍ ښکارندويي کوي. د چين پانګونو د عينکو ميسو په معدن کې زموږ په هېواد کې د ثبات او کار موندنې لپاره زمينې برابرې کړې دي.
ستاسو د جلالتماب د سلامتۍ او ښې روغتيا په هيله، د چين د ولسي جمهوريت حکومت د لا نور پرمختګ او نېکمرغۍ په هيله، خپل لوړ درناوی يو ځل بيا ستاسو حضور ته وړاندې کوم
حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |