CRI Online

د ګډو ګټو پر بنسټ له انکشافی فرصت څخه ګټې ترلاسه کوي _چين ته د افغانستان له لوی سفير سره ځانګړې مرکه

cri     (GMT+08:00) 2010-01-20 16:54:00

د ګډو ګټو پر بنسټ له انکشافی فرصت څخه ګټې ترلاسه کوي

___چين ته د افغانستان له لوی سفير سره ځانګړې مرکه

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! پنځه پنځوس کاله دمخه د ١٩٥٥ کال د جنورۍ په شلمه نېټه چين او افغانستان خپلمنځی سياسی اړيکې ټينګې کړې وي. که څه هم افغانستان څوڅو ځله د جګړو سره مخامخ شوی او لا اوس هم مخ دی، خو د چين او افغانستان ترمنځ دوستانه تګ راتګ هيڅکله نه دی قطع شوی. ٢١ مه پيړۍ ته له داخلېدو وروسته په نړېوالو حالاتو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. په دې حال کې چين او افغانستان د ګډو ګټو پر بنسټ له انکشافی فرصت څخه ګټې موندلې دي. نن ورځ موږ ډېر خوشحإله يو چې په چين کې د افغانستان له لوی سفير سلطان احمد بهين سره يوه ځانګړې مرکه کړې ده اوس به تاسو د دغې مرکې تفصيلات واورئ!

چين او افغانستان دواړه نيک ګاونډي هېوادونه دي چې په تاريخ کې د وريښمو لار د دواړو هېوادونو ترمنځ د زرو کلونو د تګ راتګ نښه ګڼل کيږی. په ١٩٥٥ کال کې دواړو هيوادونو خپلمنځی سياسی اړيکې ټينګې کړې وي. ورپسی د ډېرو کلونو په بهير کې يوازی په ١٩٧٩ کال کې پر افغانستان د شوروی اتحاد د تيري له امله د چين او افغانستان ترمنځ سوداګريز تګ راتګ او اقتصادي او تخنيکی همکاری تر يوې اندازې پوری زيانمنې شوې وي. د ٢٠٠١ کال په ديسمبر کې د افغانستان د نوی حکومت له جوړيدو وروسته د دواړو هيوادونو ترمنځ تجارتی او اقتصادی تګ راتګ يو ځل بيا فعال شوی دی. چين د يو مسؤلانه هېواد په توګه له افغانستان سره خپلې ژمنې پوره کړې او کوي يی. د ٢٠٠٢ کال په جنورۍ کې د چين حکومت ژمنه کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې افغانستان ته ١٥٠ مليونه امريکايی ډالره مرسته برابره کړي چې نيمه برخه يې وړيا مرستندويه نغدي مرسته ده او بله نيمه برخه يې امتيازی پورونه دی. د دې ترڅنګ د چين په مټ د افغانستان په بېلابېلو ځانونو کې د اوبو لګولو پروژې او روغتون هم جوړ شوي او ډول ډول مالونه برابر او د کارکوونکو روزنې هم ترسره شوې دي. اوس چين د افغانستان لومړی لوی پانګوال هېواد دی. په ٢٠٠٧ کال کې يو چينی شرکت د افغانستان د عينکو مسو کان د استخراج اجازه ترلاسه کړه چې عمومی پانګې به يی دری مليارد پنځه سوه مليونه امريکايی ډالره وي. سفير بهين په دې اړه وويل...

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای