CRI Online

چين به د پخوا په شان د افغانستان د بيارغونې په بهېر کې فعاله ګډون وکړي_فغانستان ته د چين له لوی سفير سره ځانګړې مرکه

cri     (GMT+08:00) 2010-01-26 15:17:21

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! نن د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو له پنځه پنځوسمې کاليزې سره برابره ده. په افغانستان کې د چين لوی سفير جنګ چينګ ديان تازه زموږ د څانګو له خبريالې سره ځانګړې مرکه وکړه او د مرکې په ترڅ کې يې په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره د چين د مرستې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کولتوري تګ راتګ په اړه معلومات ورکړل. نو په دې کړۍ کې به تاسو ته د دغې مرکې په اړه مالومات وړاندې کړم.

ښاغلي چنګ چينګ ديان د ٢٠٠٩ کال په مارچ کې په افغانستان کې د چين د لوی سفير په توګه وټاکل شو. هغه د افغانستان په اړه د خپلو لومړيو خاطراتو د يادونې په وخت کې وويل، 

يو کال مخکې مې په افغانستان کې د چين په سفارت کې په خپلو کارونو پيل وکړ او ژوره خاطره مې دا ده چې افغانان له چين سره ژور مينه او احساسات لري او ډېر مېلمه پال خلک دی.

چين د افغانستان د نيک ګاونډی هېواد په توګه د تېرې پيړۍ له شپږمې لسيزې څخه په ملکی چارو کې افغانستان ته په ملکي مرسته ورکولو پيل وکړ. چين د اوبو لګولو تاسيساتو، روغتونونو، د نساجي تصديو او د کرهڼيزو فارمونو د جوړولو په برخو کې له دغه هېواد سره مرستې کړې دي چې دغو کومکونو د افغانستان د ملي اقتصاد د پرمختګ په پياوړتيا کې فعال رول لوبولی دی. د ٢٠٠١ کال راهيسي، د چين حکومت د افغانستان د بيا رغونې په بهېر کې هم فعال ګډون کړی او کوي يي. ښاغلي جنګ وويل،

د ٢٠٠١ کال راپديخوا، د چين حکومت په فعاله توګه د افغانستان د بيا رغونې په بهېر کې ګډون کوي او د افغانستان پرمختيا ته يې ډېره پاملرنه کړې. موږ په پر له پسې توګه د خلکو د ژوند په ساحه کې زياتې پانګې لګوو او د کرڼې، روغتيا او ښوونې له څانګو سره مرستې او ملاتړ ته لومړيتوب ورکوو. د ٢٠٠٢ کال راهيسې، چين د خپلې کړې ژمنې سره سم، په وار سره په افغانستان کې د وچکالۍ د مخنيوي مالونو، د پناه وړونکو سره مرستندويه مالونو، غلودانو او د اوبو لګولو تاسيسات وړاندې کړي دي. په تېره بيا يې د پروان د اوبو لګولو پروژه اصلاح او په کابل کې د جمهوريت روغتون ته يې بشپړ تجهيزات برابر کړيدي. په عين وخت کې د چين حکومت زرتنه افغان فنی کارکوونکي ته روزلي دي. چين او افغانستان يو د بل سره نيک ګاونډي هېوادونه دي، نو چين تل د افغانستان د حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو د بشپړتيا درناوی کوي. زموږ مرسته پرته له شرايطو ده، د ګټه اخيستلو موخه نه لري او د خلکو د ژوند د تامينولو او د اقتصاد د پياوړتيا په موخه ده. چين به په پر له پسی توګه په دې برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.

د ٢٠٠٢ کال راپديخوا، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي پرمختګ چټک شوی چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ عمومي ارزښت يې د ٢٠٠٢ کال نه تر ٢٠٠٧ کاله پورې له شل مليونه نه شپږ سوه او يوولس مليونه امريکايې ډالرو ته پورته شوی دی. سفير چنګ وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د چين او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ ارزښت د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي حجم کې له لس سلنې نه زياته نيولې ده. د نړيوال پولي بحران د منفې اغيزې له امله ، په ٢٠٠٨ کال کې دغه ارزښت ډېر کم شوی، خو په ٢٠٠٩ کال کې دغه ارزښت بيا لوړ شوی دی. د ٢٠٠٩ کال له جولای نه تر سپټمبر پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت نهه اتيا مليونه اووه لکه او دېرش زره امريکايې ډالرو ته رسېدلې چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله دری اعشاريه نهه اويا سلنه زيات شوی دی. ده وويل

ويل کېږي چې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ښه راتلونکی لري. اوس چين په عمده توګه افغانستان ته ماشينونه، تعميراتي مالونه، د کورنۍ بريښنايي سامانونه، د سپکو صنايعو توليدات او شين چای صادروي او له افغانستان څخه د غالۍ او پنبې او نور کرهڼيز توليدات وارد وي. که څه هم زموږ هېواد ته د افغانستان د صادراتي توليداتو ډولونه محدود دی، خو د کاني توليداتو او ځانګړي لرونکو کرهنيزو توليداتو د صادرولو په برخو کې افغانستان ځواکمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ شونتيا زياته ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي تګ راتګ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم او تبادلې د پياوړتيا لپاره ګټور دي او له جګړو وروسته د افغانستان د بيا جوړونې بهېر د چټکتيا سبب هم دی. ښاغلي جنګ په افغانستان کې د چيني تصديو د پانګونې يادونې په وخت کې وويل،

د چين حکومت تل ځواکمنې او مسؤلانه تصدۍ هڅوي چې په افغانستان کې پانګې واچوي. اوس د جونګ شينګ په نامه د مخابراتي شرکت، د هوا وي په نامه د تخنيکي شرکت او د ايم سي سي کمپنۍ په ګډون څو چيني تصدۍ په افغانستان کې خپله نماينده ګۍ جوړې کړې دي. په تېره بيا د عينکو مسو کان پروژه چې د ايم سي سي او د جيانګ شي د مسو شرکت لخوا په پانګونه جوړېږي، د ٢٠٠٩ کال په جولای کې په رسمي توګه پيل شوې ده او پانګونه به يې له څلور مليارډو امريکايې ډالرو نه زياته شي چې په پايله کې نه يوازې چين د افغانستان د لومړی لوی پانګوال هېواد په توګه ګرځېدلی، بلکې د افغانستان حکومت ته يې له دې امله لا زيات ماليات ورکړي دي او افغانانو ته يې زيات کاري فرصت برابر کړي دی. دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې همکاری هم پراخې شوې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ د پياوړتيا لپاره د چين حکومت د ٢٠٠٦ کال د جولای له لومړی نېټې څخه چين ته د افغانستان د يو شمېر ډولو صادراتي توليداتو ماليات لغوه کړي دي. د يو لړ تدبيرونو په نيولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت زيات شوی دی. ښاغلي جنګ وويل،

د ٢٠٠٦ کال د جون له لومړی نېټې څخه د چين حکومت خپل هېواد ته د افغانستان د يو شمېر ډولو صادراتي توليداتو ماليات لغوه کړي دي. دغه تدبير ښه پايله تر لاسه کړېده چې چين ته د افغانستان صادراتي ارزښت زيات شوی دی. د بيلګې په توګه د ٢٠٠٩ کال له جولای نه تر سپتمبر پورې دغه ارزښت دری مليون او دری لکه او دېرش زره امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله پنځه سوه او شپږ شپيته سلنه زيات شو.

په عين وخت کې د چين حکومت د کولتور او ښوونې په برخو کې د دوه اړخيزې همکارۍ او تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ډېر کوښښ کړی دی. ښاغلي جنګ وويل، چې د چين حکومت غوره افغاني محصلينو ته حکومتي شکالرشېپونه برابروي او تر اوسه پورې اته نوي تنه افغاني محصلينو په چين کې د زده کولو فرصت تر لاسه کړی دی. بر سېره پردې، د چين حکومت تل د ښوونې او تخنيک په برخو کې له افغانستان څخه ملاتړ کوي. په تېره بيا په ٢٠٠٨ کال کې په کابل پوهنتون کې د کنفوسيوس پوهنځی جوړ شوی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کولتوري تګ راتګ نوې مرحلې ته ورسول شو. ښاغلي جنګ وويل، 

د افغانستان حکومت د ډېرو ستونزو په ليری کولو سره د کنفوسيوس پوهنځي د جوړولو لپاره ډېره هڅه وکړه. له دې څخه څرګندېږي چې دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ کولتوري تګ راتګ او د چيني ژبې زده کولو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. نو د دې فرصت په نيولو سره د افغانستان له حکومت څخه ډېره مننه کوم. باور لرم چې د کنفوسيوس پوهنځي په جوړولو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ نوې پاڼه پرانيستل شي. دا نه يوازی په چيني ژبې د زده کولو په اړه د افغان ځوانانو اړتياوې پوره کولی شي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولنيز او کولتوري تګ راتګ به هم پياوړی شي.

د مرکې په پای کې ښاغلي جنګ د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو د پنځه پنځوسمې کاليزې د رارسېدو په وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او دوستۍ اړيکيو پر نور هم ټينګښت خپل باور او نيکې هيلې څرګندې کړې. ده وويل

چين او افغانستان يو د بل سره نيک ګاونډي هېوادونه دي. نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ ژورتيا نه يوازی د دواړو هېوادونو او خلکو له اساسي ګټو سره سمون خوري، بلګې د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره هم ګټوره ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکيو د ټينګېدو د پنځه پنځوسو کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو د ګډو کوښښونو په رڼا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې همکاري اړيکې ټينګې شوې دي او په سياسي، اقتصادي او کولتوري ساحو کې همکارۍ ښې پايلې تر لاسه کړې دي. دواړه هېوادونه بايد په راتلونکي کې په پر له پسې توګه د متقابلو ګټو پر بنسټ ګډ پرمختګ ومومي. نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او دوستۍ پر پوره ايندې روښانه او توقع لرم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای