CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ مخ په پياوړې کېدونکي ملکي تبادلې او تګ راتګ

cri     (GMT+08:00) 2010-01-26 15:18:58

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. چين او افغانستان د ١٩٥٥ کال د جنورۍ په شلمه نېټه ديپلوماتيکې اړيکې سره ټينګې کړې. تر دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ حکومتي تګ راتګ پياوړی شوی او يو له بل سره يې تل دوستانه او نژدې اړيکې ساتلې دي. په تېره بيا په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو قدرت له نسکورېدو او د افغان نوي حکومت له واکمنېدو راهيسې د چين حکومت تر خپلې وسې پورې د بيا رغونې په بهير کې افغانستان ته هراړخيزې مرستې برابرې کړې. په وروستيو څو کلونو کې د افغان حالاتو په تدريجي ښه والي سره د اقتصاد، سوداګرۍ، کلتور او ښوونې په ګډون څو ملکې برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادلې او تګ راتګ هم ورځ په ورځ پياوړی شوی دی. د يادونې وړ خبره دا ده چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ له اړوند تړون سره سم اوس يو شمېر افغان ځوانان د زده کړې لپاره چين ته راغلي دي چې د چين حکومت دوی هر يو ته سګالرشيپ برابر کړی دی. د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدو د پنځه پنځوسمې کليزې په مناسبت د مسلسل پروګرام په څلورمه برخه کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په ملکي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ په اړه څه نا څه نور معلومات هم وړاندې کړو. هيله ده چې تاسو د پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتې شئ.

سين هوا اژانس چې د چين رسمي او حکومتي خبري اژانس دی، په افغانستان کې د يوازنۍ چيني خبري رسنۍ په توګه يې تل خپل عيني او عادلانه دريځ ساتلی دی، د بېلا بېلو افغان حکومتي څانګو ترمنځ يې د خبري سرچينو يوه خپلواکه شبکه جوړه کړې او په واقعي او عادلانه توګه يې رپوټونه ورکړي دي. له دې څخه د چين او افغانستان د وګړيو ترمنځ صميمانه او رښتينې دوستي څرګندېږي. دغه راز د ٢٠٠٩ کال په پای کې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال ښاغلي محمد کريم خليلي په کابل کې د سين هوا اژانس فرعي څانګې ته د عادلانه رپوټونو جوړولو يوه جايزه ورکړې ده. په کابل کې د سين هوا اژانس پخوانۍ خبريالې لين جين وويل

( لومړی اواز)

ځکه چې لويديځ هېوادونه په افغانستان کې بېلا بېلې خپلې ګټې لري، نو ځکه د دغو هېوادونو خبري رسنۍ د رپوټونو پر وخت تل غواړي د خپلو ملي سياسي ګټو لپاره خدمتونه وکړي. دغه راز د دوی راپورونه کله کله له واقعيتونو سره سمون نه خوري. خو موږ په افغانستان کې د يوازنۍ چيني خبري رسنۍ په توګه تل په خپلو رپورونو کې د چين عادلانه دريځ څرګندوو او د چين خپلواک اواز خپروو.

د سين هوا اژانس خبريالانو له خوا تر لاسه شوي يو لړ برياليتوبونه د ځايي افغان کارکوونکو له کوښښونو سره هم نژدې اړيکې لري. د ٢٠٠٩ کال د دسمبر په نهه ويشتمه نېټه په افغانستان کې د چين سفير جنګ چينګ ديان پخپله ځايي افغان کارکوونکو ته د جايزې ورکولو په موخه په کابل کې د سين هوا اژانس دفتر ته تللی او د ځايي کارکوونکو د زيارکښو کارونو زياتې ستاينې يې کړې دي.

له دې وروستيو څو کلونو راهيسې چين او افغانستان د کلتور او ښوونې په برخو کې هم زيات تګ راتګ کړی دی. د ٢٠٠٦ کال په جون کې چين ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د سفر په موده کې چين اعلان کړی چې له ٢٠٠٧ کال وروسته به هر کال دېرش تنو افغان ځوانانو ته سګالرشيپ برابر کړي. افغان ځوان بهرام الدين عادل اوس د بېجينګ د صنايعو پوهنتون د کمپيوتري سافت ويرونو د ديزاينولو څانګې د درېيم ټولګي يو محصل دی. هغه په چين کې د زده کړې له امله ډېر خوشحاله او وياړ احساسوي. هغه چين ته د راتګ په لومړي سر کې د خپل ژوند په اړه داسې يادونه وکړه:

( دوهم اواز)

......

د يوې مودې له تېرېدو وروسته دغه پنځه ويشت کلن افغان زلمی د چين ژوند سره ورو ورو عادت کړی او له چينايانو او چيني کلتور سره مينه يې هم پيدا کړې ده. اوس مهال هغه عادل نه يوازې له چينايانو سره روانې خبرې کولای شي، بلکې هم ډېر ښه چيني ليک دود ليکلای شي. سره له دې چې د کمپيوتر په اړه چيني مسلکي کتابونه ډېر ګران دي، خو د ده لپاره هېڅ مشکلات بيخي نه شته.

صفت رحيمي چې د چين په شمال ختيځ شن يانګ ښار کې د دونګ بۍ پوهنتون د نړيوالو سياسي اړيکو په څانګه کې يو محصل دی، د بهرام الدين عادل په شان په چين کې د څه دپاسه دوو کلونو زده کړه کړې ده. چين ته له راتګ وړاندې د صفت په سترګو کې چين يو ډېر لوی هېواد دی چې لرغونی تاريخ، ستونزمنه ژبه او غوره کلتور لري. خو چين ته له رسېدو وروسته اوس صفت رحيمي له چينايانو سره ځانګړي احساسات لري چې نه يوازې له چينايانو څخه ډېره خوښوي، بلکې هم چينايانو ته شاباسي په نظر ګوري.

( درېيم اواز)

......

د چين حکومت د کلتور او ښوونې په برخو کې د مرستو برابرولو تر څنګ هم د افغان حکومت لپاره يو لړ بنسټيز تاسيسات جوړ کړي دي. د ٢٠٠٩ کال د اګست په شپاړلسمه نېټه په افغانستان کې د چين تر ټولو لويه مرستندويه پروژه يعنی د جمهوريت روغتون په پلازمېنه کابل کې بشپړه شوې ده. د دغه روغتون د بيا جوړولو پروژه د ٢٠٠٧ کال د مارچ په مياشت کې پيل شوې، اوس مهال ٣٥٠ کټونه د ناروغانو لپاره لري، هره ورځ ١٢٠٠ تنه ناروغان منلای شي او په کې د X-RAY په ګډون زياتو پرمختللي طبي سامان الاتو او ماشينونو باندې سمبال دي. د ياد شوي روغتون د پرانيستلو په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې د فعال ګډون او مرستو له امله له چيني حکومت او وګړيو څخه مننه څرګنده کړه. صفت رحيمي په دې اړه ډېره خوشحالي احساس کړه او و يې ويل

( څلورم اواز)

......

له دې امله چې په افغانستان کې ټول اتباع په وړيا توګه طبي خدمتونه منلای شي او د جمهوريت په روغتون کې يو لړ پرمختللي طبي ماشينونه موجود دي. نو د عامو افغانانو لپاره ډېر لوی زيری ګڼل کېږي چې د دغه روغتون له پرانيستلو وروسته دوی په خپل هېواد کې طبي څارنې يا درمنله منلای شي او د دې لپاره د هېواد بهر ته د تلو اړتيا اوس نه شته.

صفت رحيمي د چيني حکومت د سګالرشيپ د يو منوونکي افغان محصل په توګه له چيني حکومت څخه د زړه له کومې مننه څرګنده او پر همدې مهال يې د سي ار ای خبريال ته وويل چې غواړي د چين حکومت له افغان حکومت سره لا نورې زياتې همکارۍ وکړي او په لا زياتو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. هغه وړانديز وکړ

( پنځم اواز)

......

له چيني پوهنتون نه د فارغېدو وروسته د خپل پرمختيايي لوري په اړه ياد شوي دوو افغان ځوانانو د افغانستان او چين ترمنځ د دوستۍ په ټينګولو کې خپل ټينګ هوډ څرګند کړی دی. د صفت په وينا، هغه اوس مشخص پلان نه لري، خو يقين دی چې هغه به د چين په اړه دنده پيدا کړي او غواړي د افغانستان او چين ترمنځ د دوستۍ يو پل وګرځي. خو بهرام الدين عادل غواړي په چين کې تر لاسه شوي پوهې او تخنيکونه ټول بېرته افغانستان له ځان سره يوسي، په خپل وطن کې يو چيني شرکت پيدا کړي او هلته به کار وکړي. دغه راز هغه کولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ د پياوړتيا لپاره خپل رول ولوبوي. د مرکې په پای کې بهرام الدين عادل په چيني ژبې د افغانستان او چين ترمنځ د دوستۍ په اړه خپله او صـميمانه او نيکه هيله څرګنده کړه

( شپږم اواز)

......

ګرانو اورېدونکو، د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدو د ٥٥ مې کليزې په مناسبت مسلسل پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وي. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای