CRI Online

د وکيلې فاطمه محمد په اړه لنډ معلومات

cri     (GMT+08:00) 2010-03-09 11:40:43

په چين کې د ازبکي قوم وګړيو شمېر له ٢٠ زرو نه لا نور کم دی چې د هېواد له ٥٦ قومونو څخه يو ډېر کوچنی قوم ګڼل کېږي. دوی د شينجيانګ په اويغوري خپلواکه سيمه کې اوسېږي. وکيله فاطمه محمد د خپل قوم يوه بريالۍ او وتلې ښځه ده. هغه په ١٩٨٥ کال کې د شينجيانګ پوهنتون له حقوقي څانګې څخه فارغ شوه او تر اوسه پورې يې تل د يوې قانوني وکيلې په توګه کار کوي. مېرمن فاطمه محمد نه يوازې په شينجيانګ کې ډېر شهرت لري چې زيات وګړي د قانوني مرستې لپاره هغې ته ځي، بلکې هم ډېره لوړه مسلکي سويه له ځان سره لري. هغه پخوا د شينجيانګ د لسو وتلو ځوانانو په توګه انتخاب شوی او اوس د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې ملي کمېټې يوه غړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای