CRI Online

زه د ازبک قوم يوازنۍ استازې او هم د ملي يووالي ټينګه ساتونکې يم.

cri     (GMT+08:00) 2010-03-10 12:47:55

په يوه نېکمرغه کورنۍ کې زېږېدلې يم

 فاطمه محمد د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د تا چنګ ولسوالۍ په يوه نيکمرغه کورنۍ کې زېږېدلې ده. پلار يې د ازبک قوم يو پوځي افسر او مور يې د هوی قوم يوه نالوستې مېرمن ده. په ماشومتوب کې به هغې هره ورځ په چمنونو کې لوبې کولې او د دې په قول له دې امله يې د هلک په شان خوی درلود. له دې امله چې پلار او مور له دوو بېلو قومونو څخه وو، د ژوند دود او دستورونه يې پوره سره بېل وو، نو د دوی ترمنځ تبادله په پيل کې سره ډېره ستونزمنه وه، خو تل يې يو له بل سره ډېره مينه او ښه احساسات درلودل. فاطمې به چې کله د پلار او مور ترمنځ د همغږۍ اړيکې احساسولې، نو د دې په سترګو کې به د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د هېڅ توپير او تضاد نشتوالي باندې باور پياوړی کېدلو.

فاطمه محمد په دې اړه وويل: زما پلار په ازبکي او روسي ژبو پوهېږي، خو زما پلار يوازې په چيني ژبې خبرې کولای شي. دوی دواړه يو د بل پر خبرو نه پوهېږي، خو اړيکې يې ډېرې هماهنګې او مينه ناکې دي. زه اوس د هر قوم له وګړيو سره په ډېره اسانه توګه ژوند کولای شم، هېڅ توپير نه احساسوم. زما په اند دا زما له کورني ژوند سره تړاو لري.

مېرمن فاطمه محمد څلور وروڼه او خويندې لري چې ټول يې ډېرې ښې لوړې زده کړې تر لاسه کړې دي او اوس په بېلا بېلو برخو کې وړ کسان دي. فاطمې زموږ خبريال ته وويل، چې د دې مور ښوونځي ته نه ده تللې او زده کړې يې نه دي کړې، نالوستې ده، خو د پوهنې پر اهميت ډېره پوهېږي. نو هغې همېشه پر دې ټينګار کړی چې خپل ٥ ماشومان بايد ښې زده کړې وکړي، نه يوازې هلکان، بلکې نجونې هم. دغه راز هر کله چې د ژوند حالت څنګه وو، د پلار او مور په ملاتړ دوی ٥ تنه له بېلا بېلو پوهنتونونو څخه فارغ شوي او اوس په جلا جلا توګه د وطن لپاره خدمتونه تر سره کوي.

د وکيلې د ګرځېدلو په اړه ټينګه اراده:

په ماشومتوب کې پر فاطمې يو هندي فلم ډېر اغېز کړی وو او ډېر يې خوښ شوی وو چې د نوموړي فلم نوم اواره وو. په دغه فلم کې ښځينه مدافع وکيلې ليدا په محکمه کې د عمده رول راز لپاره دفاع کوله او په اخر کې راز بيخي له تور څخه سپين کړ. دغه فلم د فاطمې محمد پر زړه ژوره خاطره ايښې ده او له دې يې اراده له ځان سره ټينګه کړه چې يوه مدافع وکيله به جوړيږي. ځکه چې د دې په سترګو کې وکيلان د بېوزلو کسانو لپاره مرسته کولای شي او د دوی حقونه تامينولای شي.

په ١٩٨٥ کال کې فاطمه محمد د شينجيانګ پوهنتون د حقوقو له څانګې څخه فارغ شوه او د يوې وکيلې په توګه يې په خپل کار پيل وکړ. هغه بېرته خپلې ټاټوبي ته ستنه شوه او د وکيلانو په يو حکومتي دفتر کې شامله شوه. مېرمن فاطمه محمد خبريال ته وويل، چې زما په ټولګي کې ټول ٤٣ ټولګيوال وو، خو له ما پرته نور ټولګيوالو د قاضي او څارنوال په توګه دندې غوره کړې، يوازې زه د يوې وکيلې په توګه وګرځېدلم. په ١٩٩٧ کال کې فاطمه له خپلې حکومتي دندې څخه استعفا وکړه او له يو بل وکيل سره د وکالت يو دفتر په ګډه جوړ کړ. خو څو کاله وروسته هغې په خپله د فاطمې په نامه يو بل شخصي دفتر جوړ کړ.

له شل کلن کار وروسته مېرمن فاطمې محمد څرګنده کړه چې په شينجيانګ کې د اقتصادي پرمختګ سويه د هېواد د نورو ځايونو په پرتله لا هم توپيرونه لري. که څه هم په شينجيانګ کې د وکيلانو دنده او کار د نورو ځايونو له وکيلانو سره يو شان دی، خو عايدات يې ډېر کم دي. نو ځکه په شينجيانګ کې زيات وکيلان له دې امله له خپلې دندې څخه استعفا او خپلې دندې پرېښې دي. خو فاطمه محمد په دې اړه هېڅ خپګان نه ښکاره کوي او تل پر خپلې ارادې ټينګار کوي. د دې په اند د يوې وکيلې کېدله د دې يو خوب وو، د نورو کسانو حقوقو ساتل د دې د ځاني ارزښت د تر سره کولو تر ټولو ښه لار ده. هغې وويل: که زه غواړم زياتې پيسې پيدا کړم، نو ښايي زه نورو ځايونو ته تللې وای.

د قومي شخړو، په منځګړيتوب سره ملي يووالی ساتل

په شينجيانګ کې د اويغور، هان، قزاق، هوی، مغول، قرغېز، تاجک، ازبک، تتار او روسي قومونو په شمول ٤٧ قومونه ليدل کېږي. په دې ګڼ مېشته قومي سيمه کې د ملي لږکيو د يوې وکيلې په توګه مېرمن فاطمه محمد د خپل کار په اړه ډېره ژوره نظريه لري. د دې په اند، په قومي سيمه کې د ملي لږکيو وکيلانو په وړاندې د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د يووالي ساتلو په اړه مهمه وظيفه موجوده ده.

د ٢٠٠٩ کال په سپټمبر کې فاطمې يوه ځانګړې قضيه ومنله چې تورن (مدعي)کس يې هان قوم او زيانمن (مدعي عليه) يې اويغور وو. د ژبو د بېلېدو له امله د دواړو خواوو ترمنځ څه سؤ تفاهم رامنځته شو او يو له بل سره يې جګړه وکړه. د جګړې په ترڅ کې د هان قوم کس اويغوري کس ژوبل کړ. د تورن (مدعي) کس خپلوانو د انترنيټ له لارې وکيله فاطمه محمد وموندله او له دې څخه يې مرسته وغوښتله. فاطمه د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د شخړو حلولو په برخه کې لوی لاس لري، نو دغه قضيه يې ومنله. هغه د زيانمن (مدعي عليه) کور ته لاړه او د تورن کس په استازيتوب يې بښنه ترې وغوښتله او څرګنده يې کړې چې تورن کس غواړي زيانمن ته د څه پيسو جبران ورکړي. مېرمن فاطمه زموږ خبريال ته وويل، چې دغه قضيه ډېره ځانګړې وه. که په جدي او منظمه توګه حل نه شي، نو هرومرو به د دواړو قومونو ترمنځ پر اړيکو منفي اغېزه وشي. نو هغه غواړي نه يوازې ملي يووالی وساتي، بلکې هم د مدعي عليه حقونه تامين کړي.

دغه راز مېرمن فاطمه محمد ٦ ځلې له زيانمن (مدعي عليه) او د ده له کورنۍ سره وکتل او د منځګړيتوب لپاره يې ډېر کارونه وکړل. په اخر کې دواړو خواوو سره روغه جوړه وکړه او له وکيلې فاطمې محمد څخه يې ډېره مننه څرګنده کړه. د دغې قضيې په حلولو سره مېرمن فاطمې احساس کړی چې د بېلا بېلو قومونو ترمنځ تضادونه همېشه د سؤتفاهم له امله رامنځته کېږي. که حل نه شي ، نو ټولنه به له ډېر منفي نتيجو سره مخ کړي. د ملي لږکيو وکيلان د دغه ډول شخړو په حلولو کې د هان قوم وکيلانو په پرتله تفوق لري، نو بايد خپل ځانګړی او مهم رول ولوبوي.

د سياسي مشورتي کنفرانس د غړي په توګه خپل جدي کار

پخوا فاطمه يوازې يوه عامه وکيله وه، خو اوس د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړې ده چې په سياسي چارو کې ګډون کولای شي. هغې په ډاګه کړې چې د سياسي مشورتي کفرانس د يوې غړې په توګه له ټاکل کېدو وروسته پر غاړې خپله دنده د پخوا په پرتله لا نوره هم درنه شوې. پخوا که قضيې ختمېدلې، نو د دې دنده به هم پای ته رسېدله. خو اوس هغه يو ډېر ښه کاري عادت لري.

مېرمن فاطمې محمد وويل: هر کله چې يوه قضيه ختمېږي، زه به د دغې قضيې په اړه ژور فکر وکړم چې د دې ترشا ټولنيز لاملونه څه دي او څنګه يې حلولای شم. زه به خپل فکر پر کاغذونو وليکم او اړوندو حکومتي څانګو ته يې وړاندې کوم. څو دوی د اړوندو تګلارو او تدبيرونو د ټاکلو پر وخت څه مرستې برابرولای شم. برسېره پر دې، زه هم د وړانديزونو د ليکلو لپاره زيات شمېر څېړنې تر سره کوم.

مېرمن فاطمې وويل: له دې امله چې په شينجيانګ سيمه کې د ملي لږکيو وګړي له قانوني لارو چارو د خپلو حقونو ساتلو په برخه کې کومه مفکوره نه لري. که له ستونزې سره مخامخ شي، نو همېشه د ليکونو په وړاندې کولو سره خپل احتجاج څرګندوي. مېرمن فاطمې په دې اړه يو لړ څېړنې کړې او د ټولنيز ثبات او همغږۍ لپاره يو وړادنديز وړاندې کړ چې غواړي حکومت د ملي لږکيو وګړيو د حقونو ساتلو ته په درنه سترګه وګوري او ټولنيز تضادونه په جدي توګه حل کړي. دغه وړانديز د حکومت زياته پاملرنه راجلب کړه او ژر يې منلې ده. فاطمې وويل، چې زما ډېر وړانديزونه د حکومت له خوا منل شوي دي. زه په دې اړه ډېره خوښه يم، ځکه چې له دې لارې مې د سياسي مشورتي کنفرانس د يوې غړې په توګه خپله دنده تر سره کړې.

د حکومت له روزنې څخه د زړه له کومې مننه

فاطمه محمد په ټولنيزو فعاليتونو کې ډېره فعاله ده. هغه پخوا د شينجيانګ سيمې د ځوانانو ائتلافي کمېټې يوه غړې، د شينجيانګ سيمې د لسو غوره ځوانانو په توګه انتخاب شوې او د شينجيانګ سيمې په استازيتوب يې له جاپان څخه ليدنه کتنه کړې ده. په يو لړ ټولنيزو فعاليتونو کې د ګډون له لارې فاطمې هم خپلې نظريې ژورې کړې دي.

مېرمن فاطمې وويل، چې د ملي لږکيو د يوې ښځې په حيث که هغه يوازې پخپله کوښښ کوي، نو هغه ډېر تر ډېره يوه بريالۍ وکيله ده. خو ولې هغه اوس دومره لاسته راړونې لري، د دې په وينا حکومت هغې ته زياتې مرستې برابرې کړې دي او د هېواد د غوره قومي تګلارو له امله يې زيات فرصتونه تر لاسه کړي دي. دې وويل، چې زه د ملي لږکيو يوه ښځه يم. خو زه کولای شم چې د هېواد د بېلا بېلو قومونو له غوره کسانو سره يو ځای په سياسي چارو کې برخه اخيستلای شم. دا زما ډېر لوی وياړ دی چې ترې د هېواد د قومي تګلارو رسميت او ښه والی څرګندېږي. د دې په اند، د چين قومي تګلارې د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې غوره دي. هغې خبريال ته وويل: زما ډېر زيات خپلوان په ازبکستان کې اوسېږي. کله چې دوی خبر شول چې فاطمه په چين کې د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې په يوې غړې وګرځېدله، ټول حيران شول.

د ملي لږکيو ښځو د حقونو ساتلو لپاره کوښښونه

د روان کال د مارچ اتمه نېټه د ښځو له ١٠٠مې نړيوالې ورځې سره برابره وه چې هم د مېرمن فاطمه محمد د زېږېدنې ورځ ده. هغې په همدې ورځ زموږ له خبريال سره يوه ځانګړې مرکه وکړه. هغې د ټولې نړۍ مسلمانو ښځو ته د دې جشن مبارکي وويله او و يې غوښتل چې ټول مسلمانې ښځې نيکمرغه ژوند ولري.

پر همدې مهال هغې داسې هم وويل، چې هغه به په راتلونکي کې د شينجيانګ سيمې لپاره د ملي لږکيو د زياتو ښځينه وکيلانو د روزلو لپاره کوښښونه وکړي او د ملي لږکيو ښځو د حقونو ساتلو لپاره به هم زيار وباسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای