CRI Online

د قومي شخړو، په منځګړيتوب سره ملي يووالی ساتل

cri     (GMT+08:00) 2010-03-10 12:55:03

مېرمن فاطمه محمد په سي ار ای کې وه.

په شينجيانګ کې د اويغور، هان، قزاق، هوی، مغول، قرغېز، تاجک، ازبک، تتار او روسي قومونو په شمول ٤٧ قومونه ليدل کېږي. په دې ګڼ مېشته قومي سيمه کې د ملي لږکيو د يوې وکيلې په توګه مېرمن فاطمه محمد د خپل کار په اړه ډېره ژوره نظريه لري. د دې په اند، په قومي سيمه کې د ملي لږکيو وکيلانو په وړاندې د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د يووالي ساتلو په اړه مهمه وظيفه موجوده ده.

د ٢٠٠٩ کال په سپټمبر کې فاطمې يوه ځانګړې قضيه ومنله چې تورن (مدعي)کس يې هان قوم او زيانمن (مدعي عليه) يې اويغور وو. د ژبو د بېلېدو له امله د دواړو خواوو ترمنځ څه سؤ تفاهم رامنځته شو او يو له بل سره يې جګړه وکړه. د جګړې په ترڅ کې د هان قوم کس اويغوري کس ژوبل کړ. د تورن (مدعي) کس خپلوانو د انترنيټ له لارې وکيله فاطمه محمد وموندله او له دې څخه يې مرسته وغوښتله. فاطمه د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د شخړو حلولو په برخه کې لوی لاس لري، نو دغه قضيه يې ومنله. هغه د زيانمن (مدعي عليه) کور ته لاړه او د تورن کس په استازيتوب يې بښنه ترې وغوښتله او څرګنده يې کړې چې تورن کس غواړي زيانمن ته د څه پيسو جبران ورکړي. مېرمن فاطمه زموږ خبريال ته وويل، چې دغه قضيه ډېره ځانګړې وه. که په جدي او منظمه توګه حل نه شي، نو هرومرو به د دواړو قومونو ترمنځ پر اړيکو منفي اغېزه وشي. نو هغه غواړي نه يوازې ملي يووالی وساتي، بلکې هم د مدعي عليه حقونه تامين کړي.

دغه راز مېرمن فاطمه محمد ٦ ځلې له زيانمن (مدعي عليه) او د ده له کورنۍ سره وکتل او د منځګړيتوب لپاره يې ډېر کارونه وکړل. په اخر کې دواړو خواوو سره روغه جوړه وکړه او له وکيلې فاطمې محمد څخه يې ډېره مننه څرګنده کړه. د دغې قضيې په حلولو سره مېرمن فاطمې احساس کړی چې د بېلا بېلو قومونو ترمنځ تضادونه همېشه د سؤتفاهم له امله رامنځته کېږي. که حل نه شي ، نو ټولنه به له ډېر منفي نتيجو سره مخ کړي. د ملي لږکيو وکيلان د دغه ډول شخړو په حلولو کې د هان قوم وکيلانو په پرتله تفوق لري، نو بايد خپل ځانګړی او مهم رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای