CRI Online

د سياسي مشورتي کنفرانس د غړي په توګه خپل جدي کار

cri     (GMT+08:00) 2010-03-10 12:55:34

مېرمن فاطمه محمد په سټيوډيو کې له سپوږمۍ سره مرکه جوړه کوله

پخوا فاطمه يوازې يوه عامه وکيله وه، خو اوس د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړې ده چې په سياسي چارو کې ګډون کولای شي. هغې په ډاګه کړې چې د سياسي مشورتي کفرانس د يوې غړې په توګه له ټاکل کېدو وروسته پر غاړې خپله دنده د پخوا په پرتله لا نوره هم درنه شوې. پخوا که قضيې ختمېدلې، نو د دې دنده به هم پای ته رسېدله. خو اوس هغه يو ډېر ښه کاري عادت لري.

مېرمن فاطمې محمد وويل: هر کله چې يوه قضيه ختمېږي، زه به د دغې قضيې په اړه ژور فکر وکړم چې د دې ترشا ټولنيز لاملونه څه دي او څنګه يې حلولای شم. زه به خپل فکر پر کاغذونو وليکم او اړوندو حکومتي څانګو ته يې وړاندې کوم. څو دوی د اړوندو تګلارو او تدبيرونو د ټاکلو پر وخت څه مرستې برابرولای شم. برسېره پر دې، زه هم د وړانديزونو د ليکلو لپاره زيات شمېر څېړنې تر سره کوم.

مېرمن فاطمې وويل: له دې امله چې په شينجيانګ سيمه کې د ملي لږکيو وګړي له قانوني لارو چارو د خپلو حقونو ساتلو په برخه کې کومه مفکوره نه لري. که له ستونزې سره مخامخ شي، نو همېشه د ليکونو په وړاندې کولو سره خپل احتجاج څرګندوي. مېرمن فاطمې په دې اړه يو لړ څېړنې کړې او د ټولنيز ثبات او همغږۍ لپاره يو وړادنديز وړاندې کړ چې غواړي حکومت د ملي لږکيو وګړيو د حقونو ساتلو ته په درنه سترګه وګوري او ټولنيز تضادونه په جدي توګه حل کړي. دغه وړانديز د حکومت زياته پاملرنه راجلب کړه او ژر يې منلې ده. فاطمې وويل، چې زما ډېر وړانديزونه د حکومت له خوا منل شوي دي. زه په دې اړه ډېره خوښه يم، ځکه چې له دې لارې مې د سياسي مشورتي کنفرانس د يوې غړې په توګه خپله دنده تر سره کړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای