د افغانستان ولسمشرحامد کرزي او د هغه چینايي ساري هویانتاو ،په داسي حال کې چې د افغان او چینايی مقاماتو له لوري یې د اقتصادي او تجارتي موافقو لاسلیکېدا څارله ،ژمنه وکړه چې په سیمه کې به د امنیت ساتنې لپاره همکارۍ زیاتوي .
د چین مرکزي تلویزیون د ولسمشر هو له قوله وویل : « چین به تل د خپل حاکمیت، خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د افغانستان د هلوځلو ملاتړ کوي.»
د چین ولسمشرهمداراز وویل : « دواړه خواوې باید د دې لپاره چې په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ پاتې شي په فعال ډول له ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې ، مذهبي افراطیت او له پولو دباندې منظمو جرمونو سره مبارزه وکړي .»
ښاغلي هو د دې په څنګ کې چې د کانونو، کرنې، برېښنا، اوبه لګونې او نورو بیخ بینايی پروژو په برخو کې له افغانستان سره پر اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ ، د ژورو سیاسي اړیکو او د دواړو خواوو د مشرانوترمنځ د لا زیات تګ راتګ غوښتنه وکړه .
دا چین ته د ولسمشرکرزي درېم رسمي سفر دی خو هیڅ ځل د چینايی چارواکو له لوري یې نه دومره هرکلی شوی وو او نه داسي د همکاریو ژمنې ورکړای شوې وې .
د چین د تلویزیون له راپور سره سم د افغانستان ولسمشرحامد کرزي هم وویل : « چین د افغانستان او سیمې په ثبات کې ډېرمهم رول لوبوي. افغانستان د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره لېواله دی چې له چین او د سیمې له نورو هیوادونو سره همکاري وکړي .»
افغان ولسمشر همداراز وویل :« افغانستان په دې ویاړي چې د چین په شان ګاونډی او دوست لري .»
کرزي همداراز ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د چینايي کمپینو او پرسونلو ساتنه ډاډمنه کړي .
د چین ولسمشر وویل :« زه ډاډه یم چې ستاسو(کرزی) سفر به یقیناً د چین او افغانستان ترمنځ عملي همکارۍ زیاتې کړي اوزموږ ترمنځ به همکاري او هراړخیز مشارکت نوې سطحې ته لوړ کړي .»
د چین ولسمشر ښاغلي هو همداراز له افغانستانه وغوښتل چې په شانګهای تړون کې لوی رول ولوبوي . په دې تړون کې د منځنۍ اسیا پر هیوادونو سربېره چین او روسیه غړیتوب لري خوافغانستان د دې تړون په غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون کوي .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |