وین جاباو په پیکینګ کې د افغانستان له ولسمشرحامدکرزي سره په خبرو کې وویل دواړه هیوادونه باید په ټولو برخو کې خپلې اړیکې او همکارۍ پیاوړې کړي .
د چین د مرکزي تلویزیون د راپور له مخې ښاغلي وین جاباو ولسمشرکرزي ته همداراز وویل :« تروریزم او د مخدرو موادو قاچاق هغه مشترک خطر دی چې افغانستان او ګاونډي هیوادونه یې ورسره مخامخ دي او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د ټولو هیوادونو اوږدمهالو، نژدې او بې پایه همکارۍ ته اړتیا ده.»
ده همداراز وویل : «موږ باید هڅه وکړو چې خلک سره یو لاس کړو او تر وسه وسه تروریستان ، بېلتون غوښتونکي او مذهبي افراطیون ورټو او د پولو دباندې جنایتکاران وځپو.»
د چین صدراعظم همداراز وویل چې هیواد به یې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان د بیارغونې د سوله ییزو پلانونوملاتړ وکړي .
د افغانستان ولسمشرحامد کرزي له چین څخه د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او له چین څخه یې وغوښتل چې د افغانستان په کرهڼه، اقتصاد ،سوداګرۍ ،پانګونه، کانونو او د بیخ بناو په رغونه کې خپلې مرستې زیاتې کړي .
ده همداراز وویل چې افغانستان لېواله دی چې له چین سره په ګډه د تروریزم او مخدرو موادو پرضد مبارزه وکړي .
پرون (چهارشنبه) ولسمشرکرزي د چین له ولسمشریاوینتاو سره ولیدل .په دې کتنه کې د چین ولسمشر هو وویل : « چین به تل د خپل حاکمیت، خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د افغانستان د هلوځلو ملاتړ کوي.»
د چین ولسمشرهمداراز وویل : « دواړه خواوې باید د دې لپاره چې په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ پاتې شي په فعال ډول له ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې ، مذهبي افراطیت او له پولو دباندې منظمو جرمونو سره مبارزه وکړي .»
ښاغلي هو د دې په څنګ کې چې د کانونو، کرنې، برېښنا، اوبه لګونې او نورو بیخ بینايی پروژو په برخو کې له افغانستان سره پر اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ ، د ژورو سیاسي اړیکو او د دواړو خواوو د مشرانوترمنځ د لا زیات تګ راتګ غوښتنه وکړه .
همداراز نن په یوه جلا کتنه کې د افغانستان دفاع وزیر سترجنرال رخیم وردک د چین له دفاع وزیر لیانګ ګوانګلي سره وکتل . په دې کتنه کې د چین دفاع وزیر افغان ساري ته د پوځي مرستو وعده ورکړه .
د چین د خبري اژانس سین هوا د راپور له مخې د دغه هیواد دفاع وزیر وویل چې دا هیواد به د افغانستان له ملي اردو سره مرستو ته دوام ورکړ څو د افغانستان ملي اردو د خپلې خاورې، ملي حاکمیت اوخپلواکۍ د ساتنې جوګه شي .
په راپور کې د چین پوځي مرستې په دقیق ډول نه دي څرګندې شوې خو ویل شوي چې دې هیواد د افغانستان ملي اردو د اکمالاتو په څنګ کې د افرادو روزنې ته تیاري ښوولې ده .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |