ولسمشر کرزى وايي د افغانستان چاپېريال له گڼو گواښونو سره مخامخ دى چې د ده په وينا د نه پاملرنې په صورت کې د يوشمېرناروغيو د خپرېدو لامل کېداى شي .
افغان ولسمشر له افغانانو وغوښتل چې د يوه نيال په لگولو دې د دغه گواښ د خپرېدو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي .
ولسمشر کرزي وويل په دې وروستيو کلونو کې د چاپېريال د ککړتيا له امله د خلکو ژوند له گواښ سره مخامخ شوى چې پر وړاندې بايد د ده په وينا جدي مبارزه وشي :
(( په دې وروستيو کلونو کې زموږ چاپيريال گڼو خطرونو تهديد کړى او لا يې هم تهديدوي. چاپيريال ته نه پاملرنه هيواد له گڼو ناروغيو او آفاتو سره مخامخ کوي چې مخنيوى يې د هيواد د هر يوه وگړي دنده ده . د چاپېريال ساتنې يو مهم او آسانه لار د هيواد سر سبزي،د نيالگيو لگول او د باغچې جوړول دي . ))
ښاغلي کرزي وويل د نالگيو نالول نه يوازې د چاپيريال د سمسورتيا لامل کيږي بلکې د کورنيو او په تيره بيا د هيواد له اقتصاد سره هم مرسته کولاى شي .
ښاغلي کرزي د چاپېريال ساتنې لپاره تر ټولو اسانه او گړندۍ لار د نالگيو لگول په گوته کړل چې په وينايې کولاى شي د ناروغيو د خپرېدو مخه ونيسي :
((نن چې زموږ هېواد د ونو او ځنګلونو د غوڅولو له امله د چاپېريال د ککړتيا له ګواښ سره مخامخ دی، دا زموږ مسؤوليت دی چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د د نيالګيو کېنولو او د هېواد سمسورتيا ته ډېر پام واړوو. ))
ولسمشر کرزي همدارنگه له حکومتي او ناحکومتي ادارو وغوښتل چې د لگول شويو ناليگيو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي .
افغان دولت د هر کال د سپرلي په راتلو سره د هېواد د زرغونولو لپاره د ورته بهير اعلان کوي او له افغانانو غواړي چې يو يو نيالگى پخپلو سيمو کې ولگوي .
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې سږ کال په دغه هېواد کې ٢٥ ميليونه نيالگي ولگوي .
د دې پروګرام لويه موخه دا ده چې د هېواد هغه سيمې په شنو ځنګلونو سمسورې شي، چې د تېرو لسيزو په جګړو کې پر خړو ډاګونو اوښتې دي .
(دغه خبر د بې بې سي د پښتو له ويبپاڼې څخه راغلی دی)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |