- (2010-4-30 19:51:06)
د شانګهای د نړيوال نندارتون پرانيستونکی مراسم به ژر د هوانګ پو سيند په غاړه د شانګهاي د نويوال نندارتون د نندارې په مرکز کې تر سره شي.
- (2010-4-30 19:52:45)
د نن شپې په مراسمو کې د څه باندي ٢٠ دولتي مشران او سياستوال ګډون لري او له موږ سره به يو ځاي له وياړه ډکه او زړه راوړونکي موقع وګوري . اوس د بيلا بيلو هېوادونو مشران په پر له پسې توګه د مراسمو ډګر ته راځي ، په دې وخت کې په ډګر کې تودې چکچکې پورته شوې .
- (2010-4-30 19:53:47)
دا لومړی ځل دی چې نړيوال نندارتون په پرمختيايي هېواد کې ترسره کېږي او په چين کې هم لومړی نړيوال نندارتون دی . دا د چيني حکومت جدي ژمنه ده چې نړيوالو ته يو بريالی ، دلچست او د ياد وړ نندارتون جوړ شی . د اوو کلونو د تدارکاتو په موده کې د چين حکومت او خلکو ددې ژمنې د ترسره کولو لپاره تر وسی پورې هڅه کړېده .
- (2010-4-30 19:54:25)
د شانګهاي د نړيوال نندارتون د لارښوونې کتابونو کې چې د شانګهاي ښاروالي خوا د ښار يو لکو کورنيو ته د ډالۍ په توګه ورکړل شوي ، ښاريانو ته د دې نندارتون ،ددې نندارتون د جوړونې لپاره د تياريانو ، د شانګهاي ښار ، د ښار د چاپيريال د پاکوالي ساتنې او د وګړيو ترمنځ د نيکو اړيکو د ټنيګښت په هکله يو لړ معلومات معرفی شوي دي څو چې د شانګهاي ښاريان په خپل عمل او وينا کې د لا ښکلي ښاري ژوند لپاره زياته هڅه وکړي .
- (2010-4-30 19:55:17)
د يوې تحقيقاتي شميرنې له مخې د شانګهاي څه دپاسه نوي سلنې کورنۍ د نړيوال نندارتون لپاره د خدمت کولو هيله لری . د روان نړيوال نندارتون د داوطلبانو يو جدی شعار دا دی : نړۍ ستا په وړاندی ده او موږ ستا په څنګ کې يو . د اټکل له مخې د نندارتون په موده کې به دوه لکه داوطلبان د نندارتون په باغ او د ښار په بيلا بيلو خدمتي ځايونو کې خدمت وکړي او د ښاري تمدن د رغونې لپاره نژدې پنځه لکه تنه داوطلبان به د شانګهاي په ګوټ ګوټ کې په خدمتونو بوخت دي .
- (2010-4-30 19:55:33)
د چين د دولت رئيس هو جين تاو تائيده کړې چې د نړيوال نندارتون جوړونه نه يوازي د شانګهاي ، بلکې د ټول هېواد لپاره يو بااهمته کار دی . د دې نندارتون ښه ترسره کونه نه يوازی د شانګهاي ، بلکې د ټولو هېوادوالو دنده ده . ددې لپاره چې په دې نندارتون کې ګڼ شمېر پرمختيايي هېوادونه ګډون وکړي ، د چين حکومت په خاص ډول سل مليونه ډالره بېل کړيدي .
- (2010-4-30 19:56:19)
د لومړې دورې نړيوال نندارتون په ١٨٥١ کال کې د لندن د ټايمز سيند په غاړه ترسره شو ، نن نړيوال نندارتون بالاخره د هوانګ پو سيند په غاړه شانګهاي ښار کې پرانستل شو . د نړۍ د تر ټولو غوره ډيزاين کوونکيو ښکلي ډيزاينونه په حقيقتونو بدل شوي دي چې دغه ټول د انسانانو د عقلونو نښې بلل کېږي او د يو سلو او څلور اتياوو ورځو کې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو څخه راغليو اويا مليونو نندارچيانو ته وړاندی کېږي .
- (2010-4-30 19:56:45)
د شانګهاي نړيوال نندارتون زياتې ځانګړتياوې لری . د ښار په غوره ازمويښتي سيمه کې چې د لومړی ځل لپاره په نړيوال نندارتون کې جوړه شوې ده ، د ښاريانو د ژوند کچې د لوړولو لپاره د نړۍ د پرمختلليو ښارونو ابتکارونه او زيارونه ښودل شوي دي . نندارچيان د نړۍ د څه باندي پنځوسو ښارونو لخوا برابرې شوي نمونې ليدلی شی . په هغه وخت کې تاسی ليدلی شئ چې د لندن په غرفه کې پاتي شوي خواړه هم د برېښنا توليدولو د سونګ موادو له توګه وکارول شی ، د هامبورګ په غرفه کې له هغه ژوند څخه برخمن شئ چې بې د برېښنا او ايرکانديشن له پرته د کال په څلورو موسمونو کې په کوټه کې د هوا د تودوخې درجه په دايمي توګه ٢٥ درجه وساتل شی .
- (2010-4-30 19:56:56)
هغه وګړي چې پخپله له نړيوال نندارتون څخه د ليدنې فرصت نه لری ، کولی شی چې د نړيوال نندارتون په ويبپاڼه کې په ځانګړي توګه دغه نندارتون وګوري . د ژوند د وړانګو په نامه خونه کې چې د لومړي ځل لپاره جوړه شوې ، معيوبين د ټولې ټولنې زياتې پاملرنې احساسولی شی . دغه راز کونډه کسان هم په کنسرت کې د مشهور موسيقی پوه بيتوفن له خوا جوړه شوې د خوښۍ قصيدې له ښکلېو اهنګونو څخه خوند اخيستی شی .
- (2010-4-30 20:02:51)
له ننه د هاي باو په نامه د نندارتون د نيکمرغې نښې په ملګرتيا د هوانګ پو سيند په دواړو غاړو کې شل زره ډول ډول هنري او کولتوري فعاليتونه ترسره کېږي چې هره ورځ به دوه لکه تنه د خوښيو په دغو فعاليتونو کې برخه واخلي .
- (2010-4-30 20:04:02)
دغه شپه به بې شميره خيال لرونکي وګړي له موږ سره يو ځاي د نندارتون تر پرانستلو پورې څو وروستي ثانيې وشمېري . له سبا به اويا مليونه تنه نندارچيان په پر له پسې ډول شانګهاي ته راشی او د يو سلو څلور اتياوو ورځو کې به د چينايانو تاوده احساسات او دوستی حس کړي .
- (2010-4-30 20:06:26)
د نندارتون د پرانستلو لپاره يوه سندره
- (2010-4-30 20:10:37)
د پرانستلو مراسم د چين د کمونست ګوند د مرکزې کميټې د سياسي بيورو د غړي ، د شانګهاي ښار د ګوندي کميټې منشي او د شانګهاي د نړيوال نندارتون د تشکيلاتي کميټې د لومړي مرستيال ښاغلي يو جن شنګ تر رياست لاندی پر ځاي شول .
- يو جن شنګ(2010-4-30 20:11:03):
د ٢٠١٠ کال لپاره د شانګهاي د نړيوال نندارتون د پرانستونکي مراسم پيل شول .
- يو جن شنګ(2010-4-30 20:11:27):
مهربانی وکړئ چې ودرېږئ ، د چين د ولسي جمهوريت ملي بيرغ پورته او د چين د ولسي جمهوريت ملي سرود وغږول شی .
- يو جن شنګ(2010-4-30 20:12:34):
د نړيوالې نندارې ادارې بيرغ پورته او ددې ادارې ترانه وغږول شي.
- يو جن شنګ(2010-4-30 20:13:31):
د شانګهاي د نړيوال نندارتون بيرغ پورته او ددې نندارتون ترانه وغږول شی .
- يو جن شنګ(2010-4-30 20:14:36):
مهربانی وکړئ چې کينئ . اوس د برخوالو خواوو بيرغونه ډګر ته ورسول شی.
- وانګ چي شان(2010-4-30 20:18:54):
لومړۍ ، زه د چين د حکومت په استازيتوب د بېلا بېلو هېوادونو د دوستانو هرکلی کوم. نړيوال نندارتون د نړۍ يو مهم فعاليت دی. د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړيوال نندارتون اصلي موضوع ښه ښار او ښه ژوند دی. نننۍ نړيوال نندارتون به د نندارو، فورمونو او فعاليتونو له لارې د انسانانو تمدن پياوړی کړي. نړيوال نندارتون د انسانانو يوه ستره غونډه ده، د نړيوال نندارتون د جوړولو تاريخ د بشري تمدن د رامنځته کېدو بهير د ننداره کول دي ، نړيوال نندارتون چې ١٥٨ کالن تاريخ لري، د شتمنۍ د جوړولو لپاره يې د خلکو تاوده احساسات هڅولي دي.
- وانګ چي شان(2010-4-30 20:20:44):
په ١٩٩٩ کال کې د چين په يون نان ولايت کې د باغوانی هنر نندارتون تر سره شوی ، له دې څخه څرګندېږي چې چين د نړيوال نندارتون د جوړولو پوره توان لري . په ٢٠٠٢ کال کې د نړيوال نندارتون ادارې پرېکړه وکړه چې د ٢٠١٠ کال د نړيوال نندارتون د جوړولو حق د چين شانګهای ته ورکړي، د چيني ملت د سلو کلونو هيله بالاخره تر سره شوې ده.
- وانګ چي شان(2010-4-30 20:21:12):
دچين نفوس په نړۍ کې تر ټولو زيات دی، دا لومړۍ ځل دی چی نړيوال نندارتون په يو پرمختيايي هېواد کې تر سره شوی او په پوره توګه د نړيوال نندارتون غښتلی ځواک او د نړيوال نندارتون د ادارې ليری نظر او پوهی څرګند شوی دي.
- وانګ چي شان(2010-4-30 20:22:07):
موږ باور لرو چې په چين کې د نړيوال نندارتون جوړول د چين او نړۍ لپاره يو فرصت دی چې د نړيوال نندارتون پر نظريې او د نړۍ پر سولې او پرمختګ به ژوره اغېزه وکړي. د شانګهای نړيوال نندارتون به د نړيوالو وګړيو د يووالې يوه ستره غونډه وي. اوس ١٩٢ هېوادونه او سيمې او ٥٠ نړيوال سازمانونه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون کوي، دا به د ګردې کرې يوه ستره غونډه وي چې پيمانه او د ګډون کوونکو شمېر يې تر ټولو لوی او زيات وي.
- وانګ چي شان(2010-4-30 20:22:32):
د نړيوال نندارتون د کوربنۍ حق د غوښتنې تر برياليتوب وروسته له ٧ کلونو راهيسې ټولو چينايانو د بېلا بېلو تياريانو د تر سره کولو لپاره کوښښ کړی دی.
دغه نړيوال نندارتون نه يوازی په شانګهای او چين ، بلکې په نړۍ پورې اړه لری. د چين حکومت او خلکو ددې لپاره ډېر کوښښونه او د نړيوالو سازمانونو او دوستانو ستر خدمتونه کړي دي.
موږ به په پر له پسې او ښه توګه د نړيوال نندارتون په اړه بېلا بېل کارونه تر سره کړواو د بېلا بېلو ګډون کوونکو هېوادونو ، سيمو او نړيوالو سازمانونو سره همکاري پياوړې کړو چې د شانګهای د نړيوال نندارتون د ثابت او سالم ترسره کېدو او د دغه نندارتون د بريالي کېدو لپاره ضمانت برابرکړو.
زه شانګهاي ته د نړيوالو دوستانو د راتګ ډېر هرکلی کوم څو چې له چينايانو سره يو ځای د شانګهای نړيوال نندارتون له بريالۍ جوړونې او د انسانانو له ډېرو ښکليو او درندو مراسمو څخه شريک شی .
- د نړيوال نندارتون د ادارې مشر لافون(2010-4-30 20:22:57):
محترمو رئيس هو، مېلمنو، ښاغليو او اغليو:
په دې موقع کې چې موږ د ٢٠١٠ کال لپاره د شانګهای د نړيوال نندارتون د پرانيستلو د نمانځنې لپاره دلته راغونډيږو. مهربانې وکړئ چې د نړيوال نندارتون ادارې ،د نړيوال نندارتون جوړونکو ، چين او د بېلا بېلو ګډون کوونکو ته د زړه له کومې نيکې هيلې څرګندوم.
- لافون(2010-4-30 20:24:00):
١٨٤ ورځنۍ نړيوال نندارتون پيل شوی دی. موږ تل د يوې موثرې او امنيتي غونډې د جوړولو لپاره کوښښ کوو. تر اوسه پورې د نړيوال نندارتون بېلا بېل کارونه چمتوشوي دي.
- لافون(2010-4-30 20:27:27):
ما په سرسري توګه له نړيوال نندارتون څخه ليدنه کړې ، زما په اند دغه نندارتون له ډېرې ښکلا او عصري سبک څخه ډک دی او د وګړيو د ګټو پر بنسټ جوړ شوی دی.
د نړيوال نندارتون جوړونکو ګډون کوونکو ته د ښه خدمتونو د برابرولو لپاره ډېر کوښښ کړی او په تېرو ٤ کلونو کې يې دوی ته زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي، نو دغه نندارتون له ټاکلی پلان سره سم پرانيستل شو.
- لافون(2010-4-30 20:27:34):
له نندارو سره بېره نندارچيان دوه نورې ځلاندې برخې ليدای شی يعنې د ښه ښار او ښه ژوند په اصلي موضوع کولتوري فعاليتونه او نړيوال فورمونه دي.
د بېلا بېلو ګډون کوونکو په اند دا په شانګهای کې يې د خپل ځان د نندارې لپاره يوه مهمه برخه ده . زموږ فعاليتونه به نندارچيانو ته يو فرصت برابر کړي چې په کې بېلا بېل کولتورونه احساس کړي شی.
د نړيوال نندارتون په ٦ مياشتو کې به د يانګ ځه سيند په دلتا ٦ ښارونه د ځانګړيو موضوعاتو په اړه ٦ فورمونه جوړ کړي چې د ګردې کرې د خبرو اترو پر بنسټ د نړيوال نندارتون اصلي موضوع تمثيل کړي.
- لافون(2010-4-30 20:28:08):
د ٢٠١٠ کال د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ايښودل يا ننداره شوي برياليتوبونه به د ٧٠ مليونو تنو نندارچيانو له اټکلي خيالونو څخه واړول شی .
سبا به موږ له بېلا بېلو نندارتونونو څخه ليدنې وکړو. زه پر دې ټينګار کوم چې دغه نړيوال نندارتون به يوه بريالۍ، زړه راوړونکې او نه هېرېدونکې غونډه وي. راځئ چې موږ سره يو ځای دغه هيله تر سره کړو.
- يو جنګ شنګ(2010-4-30 20:28:44):
اوس په وياړ يم چې د چين د دولت رئيس هو جين تاو ته بلنه ورکړم چې د ٢٠١٠ کال لپاره د چين د شانګهای د نړيوال نندارتون د پرانيستلو اعلان وکړي.
- رئيس هو جين تاو(2010-4-30 20:29:13):
زه اعلان کوم چې د ٢٠١٠ کال لپاره د چين د شانګهای نړيوال نندارتون پرانيسل شو.
- يو جنګ شنګ(2010-4-30 20:30:34):
مهربانۍ وکړئ هنري ننداری وګوري.
- (2010-4-30 20:40:49)
د جو هوا جيان په ګډون د يو شمېر سندرغاړيو له خوا ويل شوې سندره چې نوم يې دی په شانګهای کې غونډيږي
- (2010-4-30 20:42:16)
د اسماني رنګ دانوب سيند او د نوی شانګهای په نامه د کنسرټ په ګډون يو لړ موسيقۍ
- (2010-4-30 20:42:55)
د better city ,better life په نامه سندره
- (2010-4-30 20:45:47)
د توريالی ډول او سورڼی په نامه نڅاوې او د موسيقی الاتو له خوا غږول شوی موسيقی
- (2010-4-30 20:49:22)
د ستوری په نامه جاپاني سندره
- (2010-4-30 20:53:43)
د يو ډول مينې په نامه د جنوبي افريقې يوه سندره
- (2010-4-30 20:56:40)
مشهوره سندره چې نوم يې دی په نننۍ شپه کې به هېڅوک خوب نه کړي.
- (2010-4-30 21:01:57)
سندره، نڅاوې او عملياتي هنر چې نوم يې دی د نړيوال نندارتون په درناوی
- (2010-4-30 21:12:57)
هنری ننداره پای ته رسيدلې ده او وروسته به د څراغونو رڼا، اورلوبو او د فوارو اوبو نندارې ژر پر ځای شي...
- (2010-4-30 21:30:53)
د اورلوبې ننداره پرانيستل شوه. لومړۍ برخه: چين تاسو راتګ ته هرکلی کوی
- (2010-4-30 21:30:53)
لومړۍ حصه : د مدنيت رڼا
- (2010-4-30 21:40:27)
دوهمه حصه: ښار د ژوند د لا نورې ښکلا لامل دی
- (2010-4-30 21:41:51)
درېيمه حصه: د ښارونو ګډه موسيقی
- (2010-4-30 21:41:51)
دوهمه برخه: په نړيوال نندارتون کې خوشاله رټولېدنه
لومړۍ حصه: يوه نړۍ،يو کور
- (2010-4-30 21:48:54)
دوهمه حصه: د ژوند اوبه
- (2010-4-30 21:49:18)
دريېمه برخه: د نړۍ خلک د خوشاليو او خوښيو په فضا کې
- (2010-4-30 21:49:18)
اوس د هوانګ پو سيند پر غاړې د ځلاندې رڼا او اورلوبو له لارې د لرغونې چين ډير روښانه احساسات څرګندېږي ، دا نړۍ ته د ٢٠١٠ کال د چين د شانګهای د نړيوال نندارتون صادقانه بلنه ده. نننۍ شپه په ټولې نړۍ او دغه خوښۍ په ټولو انسانانو پورې اړه لری.
- (2010-4-30 21:56:30)
وروستۍ سندره: د خوشاليو ستاينه
- (2010-4-30 21:58:36)
د څراغونو رڼا، اورلوبو او د فوارو اوبو نندارې پای ته رسيدلې دي.