د ګوانګ جو د اسيا په سپورټي لوبو کې د افغانستان پلاوي د بېرغ پورته کولو مراسم د نومبر د لسمې نېټې تر غرمې وروسته په پنځو بجو د ګوانګ جو د اسيايي سپورټي لوبو د لوبغاړيو په کلي کې ترسره شول. د دغه پلاوي مرستيال محمد مصطفی وردګ او د کلي مشرې کونګ شاو چونګ په دغو مراسمو کې ګډون وکړ. د افغانستان د جودو روزنکي، لوبغاړيو او دوه اړوندو چارواکيو د ټولو لوبغاړيو په استازيتوب په نوموړو مراسمو کې ګډون درلود.
مشرې کونګ شاو چونګ د دغه پلاوي ته ښه راغلاست وويل او په مراسمو کې يې له افغان پلاوي سره د يادګاري سندونو تبادله وکړه، اوسه پورې افغان پلاوي په رسمي توګه په دغه کلي کې ميشت دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |