د افغان لوبډلې لپاره ښکلی شوی بېړی د پرانيستونکو مراسمو ډګر ته ننوت
د ښاغلي هه په قول، د دغو سپورتي لوبو د پرانيستونکو مراسمو ډېره لويه ځانګړتيا دا ده چې مراسم د جو جيانګ سيند پر اوبو باندی تر سره کړل. ښاغلي هه جيي چينګ د جو جيانګ سيند د غوره کېدو په اړه وويل د ګوانګ دونګ ولايت د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې لومړی پلی کوونکی ځای دی او جو جيانګ سيند د ګوانګ جو ښار د مور سيند بلل کېږی. د دغه سيند پر اوبو باندې د پرانيستونکو مراسمو تر سره کول نه يوازی د هنري جوړښت لپاره يوه لويه ننګونه ده، بلکې د ګوانګ جو د اسيايي سپورتي لوبو پرانيستونکو مراسمو ته بله ځانګړتيا برابروي.
ښاغلي هه جيي چينګ وويل د دغو سپورټي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ډېرې عجيبې منظرې ښکار کړې چې په عامه ډګري فعاليت کې نه ليدل کېږی. پر دې سربيره، په دغو مراسمو کې د ځای په ځانګړتياوو د لوبغاړيو مهم مقامونه څرګند شول چې نندارچيان په اسانه توګه خپل مينه لرونکی لوبغاړی پيدا کولای شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |