CRI Online

د ګڼ شمېر مطبوعاتي رسنيو ډلې د پرمختګ بهير

cri     (GMT+08:00) 2011-01-16 20:01:49

د ٢٠٠٦ کال په جولای کې د چين نړېوالې راډيو له خوا جوړه شوې د podcast ډګر پرانيستل شو چې په چيني، انګليسي، کوريايي او جاپاني ژبو باندې خدمتونه وړاندې کوي.

٢٠٠٧ کال په اپريل او اګېست کې د چين نړېوالې راډيو په جلا جلا توګه د چين د Unicom او Mobile مخابراتي شرکتونو سره د ګرځنده تلېفوني راډيويي خدمتونه برابر کړي.

٢٠٠٧ کال په سپتمبر کې د چين نړېوالې راډيو په انټرنېټي شبکه کېweb castخدمت پرانيسل شو.

د ٢٠٠٧ کال په ډېسمبر کې د کنفوسيوس راډيويي اکاډمۍ پرانيسل شوه چې بهرنيانو ته د دوی په مورنيو ژبو باندې چيني ژبه ور زده کوي.

د ٢٠٠٨ کال په جولای کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو کې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره په انټرنېټ شبکه کې د مسلمانانو لپاره ځانګړې خدمتي وېبپاڼه جوړه شوه چې په بېجينګ کې د ژوند په هکله بېلابېل معلومات پکې برابر شول.

د ٢٠٠٨ کال په اګېست کې په ګرځنده تلېفونونو کې په چيني او انګليسي ژبو د سي ار ای انټرنټي خدمتونه ترلاسه کولو اسانتياوې برابرې شوې.

د ٢٠٠٩ کال په جولای کی د ګرځنده تلېفون په ډګر کې د سي ار ای انټرنېټي خدمتونه په رسمي توګه پرانيستل شول.

د ٢٠١٠ کال په فبرورۍ کې د شانګهای نړېوال نندارتون په اړه د سي ار ای په ګڼ شميرو ژبو باندې انټرنېټي پراخه مالوماتي مجله پرانيستل شوه.

د ٢٠١٠ کال د مارچ په ٢٣ نېټه د چيني فلمونو د ښودلو لپاره د بهرنيو ژبو لومړۍ انټرنېټي پاڼه په هانګ کانګ کې پرانيستل شوه.

د ٢٠١٠ کال په اپريل کې د کامبوديايي، فلېپيني، اندونيزيايي،لاوسي، ماليزيايي، ميانماري، تايلنډي، ويتنامي ژبو په وسيله د چين نړېوالې راډيو ځانګړې انټرنېټي وېبپاڼې پرانيستل شوې.

د ٢٠١٠ کال د اپريل په ١٥ نېټه د چين او ترکيې ترمنځ د سيلانۍ ځانګړې انټرنېټي پاڼه جوړه شوه چې د انټرنېټ په شبکه کې د ورښمو نوې لار بلل کيږي.

د ٢٠١٠ کال په جون کې د چين نړېوالې راډيو له Microsoft شرکت سره په انټرنېټ کې تلېويزيوني خدمتونه پرانيستل شول.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای