CRI Online

د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو د شپږ پنځوسمې کاليزې د نمانځنې په اړه ځانګړی پروګرام

cri     (GMT+08:00) 2011-01-18 19:52:22

 

نن ورځ يعنی د جنورۍ شلمه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو د شپږ پنځوسمې کاليزې د يادونې ورځ ده. د چين او افغانستان ترمنځ عنعنوي دوستي زرګونو کلونو ته دوام لري او د وريښمينو لاره او واخان دهليز شاهد دی. په تېرو څو کلونو کې دواړو هېوادونو په سياسي، اقتصادي او کولتوري برخو کې ښه همکاري کړي دي. څو ورځې مخکې په افغانستان کې د چين لوی سفير جنګ چينګ ديان زموږ له خبريالانو سره مرکې وکړې. نو مهربانې وکړئ چې اړوند معلومات واورئ.

د ٢٠١٠ کال په مارچ کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چين ته سفر وکړ. دواړو هېوادونو د چين او افغانستان د حکومت ترمنځ د اقتصادي او تخنيکي همکارۍ د تړون په اړه يو لړ تړونونه لاسليک کړل. له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو نوی پړاو پرانيستلی دی. له دې نه مخکې د ٢٠٠٨ کال په می کې د چين شرکت د افغانستان د ايناک د مسی کان د استخدام حق تر لاسه کړ چې چين په افغانستان کې ډېر لوی پانګه ورکوونکی وګرځېد. د دغې پروژې د يادونې په وخت کې د چين لوی سفير جنګ چينګ ديان وويل،

اوس اړوند کارونه په عادی توګه روان دي. که څه هم يو شمېر ستونزې لا هم موجودې دي، خو د چين شرکت تر خپلې وسې پورې دغې ستونزې ليری کړي دي. د دواړو هېوادونو د ګډو کوښښونو له لارې دغه پروژه روانه ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د همکارۍ د يادونې په وخت کې د چين لوی سفير جنګ چينګ ديان وويل،

له عمومي لحاظه د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکاري چټک پرمختګ مومي. د افغانستان خلک د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکاري زياته هيله لري. موږ بايد د خپلو کارونو د پياوړتيا لپاره زيار وباسو . له يوې خوا مرستندويه کارونه، له بلې خوا د همکارۍ په اړه يو لړ پروژې دي. دا هم د دواړو هېوادونو د خلکو او هم د افغانستان د بيارغونې لپاره ګټور دي.

په تېرو څو کلونوکې هر کال د چين حکومت په خپل هېواد کې د زده کړې لپاره زياتو افغان محصلينو ته فرصتونه برابر کړي دي. په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ کولتوري تګ راتګ په دې نسبت لا ژور شي. په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د ټينګېدو په اړه ښاغلي جنګ چينګ ديان وويل،

روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو له شپږ پنځوس کال سره برابر دی. دواړه هېوادونه د يو بل سره عنعنوي ښه ګاونډي هېوادونه دي. چين غواړي په سياسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره لا ښه همکاري وکړي. چين به په مثبته توګه د افغانستان د بيارغونې په بهېر کې ګډون وکړي. چين په پوره توګه د افغانستان د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا درناوی کوي. چين به هيڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وا نه خلي. هيله لرو چې په افغانستان کې سوله به ژر رامنځته شي او د افغانستان د خلکو د ژوند سويه به ګام په ګام لوړه شي. باور لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري به لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای