CRI Online

په ٢٠١٠ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ لويو پيښو ته کتنه.

cri     (GMT+08:00) 2011-01-18 19:54:59

نن ورځ د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو له شپږ پنځوسمې کاليزې سره برابره ده. نو په دې کړۍ کې به تاسو ته په ٢٠١٠ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او راکړې ورکړې د عمده پيښو د کتنې پروګرام وړاندې کړو.

د ٢٠١٠ کال کې د جنورۍ په نولسمه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو پنځه پنځوسمې کاليزې د نمانځنې مېلمستيا په بېجينګ کې تر سره شوه چې له نورو هېوادونو سره د چين د دوستۍ ټولنې مشر چن هاو سو، د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال محمد قبر فلاحی په کې ګډون درلود او په جلا جلا توګه يې وينا وکړه. له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نوی مرحلې ته رسېدلې دي.

د ٢٠١٠ کال د مارچ له درويشتمې نېټې نه تر پنځه ويشتمې نېټې پورې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له چين سره ليدنه وکړه. د چين د دولت رئيس هو جين تاو او ولسمشر حامد کرزي سره له خبرو اترو وروسته په ګډه د يو لړ دوه اړخيزو همکارۍ سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون درلود. دواړو خواوو د دواړو حکومتونو ترمنځ د اقتصادي او تخنيکي همکارۍ تړون، د استعداد لرونکو کسانو د روزنې پروژې په اړه تړون او د افغانستان توليداتو ته د ګمرکي مالياتو امتيازې د برابرولو په اړه تړون لاسليک کړ. له دې څخه د چين هغه هيله څرګنده کړه چې د سولې د ساتلو ملاتړ وکړي او د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې له افغانستان سره ښه همکاري وکړي.

د ٢٠١٠ کال د اګيست په نولسمه نېټه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د افغانستان د ملي نندارتون ورځ وه. دا لومړی ځل و چې افغانستان په نړيوال نندارتون کې برخه واخيسته. د افغانستان د ملي نندارتون اصلي موضوع دا ده چې افغانستان د اسيا زړه او د فرصت او زيرمې ځای دی. د افغانستان د صنعتي او سوداګريزو چارو وزير انواو حق احدی د دغې ورځې د لمانځنې په اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړ. هغه وويل، چې د شانګهای په نړيوال نندارتون کې ګډون د افغانستان د اقتصاد، سوداګرۍ او ټولنې د پرمختګ لپاره ډېر زيات فرصتونه برابروي.

د ٢٠١٠ کال د نومبر له دوولسمې نېټې نه تر اوه ويشتمې نېټې پورې د شپاړسمې دورې اسيايي لوبې په ګوانګ جو کې تر سره شوې او اووه شپيته تنه افغان ورزشکارانو په کې ګډون درلود. په دغه لوبو کې د افغانستان د تکواندو مشهور لوبغاړی نثار احمد باهاوي د تکواندو د اتيا کيلوګرام په کچه د نارينه په سيالۍ کې د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ. د دې ترڅنګ د افغانستان د کرکېټ ملي لوبډلې په دغه لوبو کې هم د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ. نو په پای کې د افغانستان ملي هئيت په دغه لوبو کې د سپينو زرو دوه مډالونه او د برونزی يو مډال تر لاسه کړ چې دغه نتيجه د افغانستان په تاريخ کې ډېره غوره وه.

له عمومي لحاظه په ٢٠١٠ کال کې په سياسي، اقتصادي او کولتوري برخو کې د چين او افغانستان ترمنځ تګ راتګ او راکړې ورکړې لا پراخې شوې دي چې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو همکارۍ اړيکو د ټينګېدو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. باور لرو چې دواړه خواوې به د خپل هېواد د پرمختيايي اړتياوو سره سم د ګډ امنيت، سولې او سمسورتيا لپاره زيار وباسي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای